افغانستانروغتیا

بلخ کې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره ۲۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان په شمالي ولایت بلخ ولایت کې د کرونا ناروغانو د درملنې لپاره په ۲۰۰ بسترو سمبال روغتون پرانیستل شو.

د بلخ د عامې روغتیا مسوولین وایي، یاد مرکز په عصري تجهیزاتو سمبال او ټول اړین طبي وسایل پکې موجود دي.

د بلخ د عامې روغتیا رئيس «خلیل الله حکمتي» وایي په دې روغتون کې ۱۵ تنفسي او نورې طبي دستګاوې چې د ځانګړي مراقبت لپاره کارول کېږي، لګول شوي.

هغه هیله څرګنده کړه چې له دې وروسته به په کرونا اخته وګړي په ښه ډول په دې مرکز کې ساتل کیږي، «‌ټول هغه توکي چې د کورونا وایرس یوه ناروغ ته اړین دي چمتو دي، خو له یوه محدودیت سره، د بېلګې په توګه موږ ۲۰۰ بستره لرو خو ونټلاټور چې مصنوعي تنفس ورکوي کابو ۱۵ دانې لرو».

نوموړی وایي، په بلخ کې ۲۱ په کرونا اخته وګړي پيژندل شوي چې له دې جملې ۴ کسان مړه او ۲ جوړ شوي، دا په داسې حال کې چې د بلخ ځینې اوسیدونکي د بلخ په عامې روغتیا ریاست نیوکه کوي، چې ګنې د کرونا وایرس ناروغانو په ساتنه کې یې بې پروایي کړې، هغوی وايي چې په روغتیايي او په ځانګړي توګه د کرونا وایرس مرکزونو کې ځينې ډاکټران، ناروغانو ته پاملرنه نه کوي.

د عامې روغتیا ریاست د شمیر په اساس، د ورځې معمولا ۷۰ تر ۸۰ تنو ترمنځ خلک د مزار شریف لابراتوارونو ته د ازموینې لپاره مراجعه کوي، چې له دې جملې له ۴۰ تر ۵۰ تنو نمونې د معاینې لپاره اخستل کیږي. بل لوري ته له پنځو ورځو راهیسې په مزار ښار کې ګرځ بندیز لګول شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x