افغانستانروغتیا

چارواکي: هرات کې د کرونا ناروغانو روغتیایي وضعیت ۹۰سلنه په ښه کېدو دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۹ل): د هرات د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې پر کرونا د اخته ناروغانو روغتیایي حالت ورځ تر بلې مخ پر ښه کیدو روان دی.

د مسوولینو په وینا، د هرات ولایت کرونا ناروغانو روغتیایي وضعیت نږدې ۹۰ سلنه مخ پر ښه کېدو دی، او په راتلونکې نږدې کې به ډیر شمېر ناروغان له ښه کېدو وروسته کورونو ته رخصت شي.

د افغانستان په لویدیځ ولایت هرات کې د کرونا لومړۍ مثبته پېښه د فبروري میاشتې په ۲۴مه نېټه ثبت شوه چې یو ۳۵ کلن کس د ایران له قم ښار څخه دغه ولایت ته راستون شوی و، او تر دې دمه په کې ټولې ۲۸۰ پېښې ثبت شوي دي.

د یاد ولایت د روغتیایي چارواکو په وینا د یادې شمیرې له مخې د یوه ۷۰ کلن کس په ګډون ۱۳ تنه بیرته روغ شوي دي، خو بل لوري ته ۵ کسان مړه شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شیرزی وايي، «د ټولو ناروغانو وضعیت کابو ۹۰ سلنه د قناعت وړ دی، هم په کور او هم د هرات په حوزوي روغتون کې ورته بشپړ چمتووالی نیول شوی، له کوم وضعیت سره چې دي، انشاء الله ډېر ژر به شفا ومومي».

د هرات ولایت د کرونا ناروغۍ په روغتون کې ډاکټران وایي چې د ناروغانو په ډله کې تر لسو لږ هغه کسان دي چې نورې ناروغۍ هم لري او د مصنوعي تنفس ورکړې ماشین (وینټیلیټر) ته اړتیا لري.

باید وویل شي چې په ټول هېواد کې اوسمهال د کرونا ناروغانو شمېر ۶۰۷ تنو ته رسیږي، چې له مخې یې ۳۸ کسان روغ شوي او ۱۹ مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx