نړۍ

نامالومووسلوالو دایران پلازمینه تهران کي یوایټمي سائنس پوه وواژه

Mahmoud_Ahmedinijad_Iran_Nuclear_Plant_A_543x275(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۴)تهران: څوشیبي مخکی دایران رسمي خبري رسنیو خبرخپورکړ چي دایران یو ایټمی سائنس پوه ښاغلي داریوش رضایی دایران په پلازمینه تهران کی له اوس څخه څو ساعته مخکي له خپله میرمني سره یوځای دخپل کورمخ ته دنامالوموموټرسایکل سورو وسلوالوله لوری ترډزو لاندي راغي، خبرکي راغلي چي دډزو له امله نومړي سائنس پوه ځاي پرځای وژل شوی اومیرمنه یی ژوبل شوی ده.

ښاغلي رضایی چي عمر ۳۵ کاله ته رسیږي دایران دهستوي پروګرام دټولني غړي وو، نوموړي دفیزیک دځانګي استاذ وو، اودایران دایټمی پروګرام یو فعال کس وو.

له تیریوه کال راپدي خوا دایران دایټمي پروګرام څوتنه سائنس پوهان دنامالومو وسلوالو له لوری په نښه او وژل شوی دي چي ایران یی پړه دامریکي او اسرائیلو په څارګري اداري باندی واراچوي، تیرکال دنومبرپه میاشت کی ماجد شهریاري دنامالومو کسانو له لوري په داسي حال کی ووژل شو، چي دنوموړي په موټرپسی یی چاودیدونکي اله موښلولي وه.

اوهمدارنګه په همدغه ورځ دایران دایټمی پروګرام یوبل سائنس پوه ښاغلي فریدون عباسي دنامالومو کسانو له برید څخه روغ رمټ ووت.

تیرکال دجنوري په میاشت کي یو بل سائنس پوه مسعودعلي محمدي دیوي چاودني له کبله ووژل شو، ایران وایی امریکی او اسرائیلو دکرایي وژونکي په کاراچولي دی ترڅو دایران دپرامنه ایټمی پروګرام مخه ډب کړی.

نن ټکي اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close