ټولنیزه برخه

ساینسي علوم له مذهبي لیدلوري

فضل المنان سعید

څرګنده ده چې علم او پوهه د ټولنې لومړنۍ اړتیا ده، ښوؤنه او روزنه د ملتونو د ارتقاء او بقاء تضمین کوي، نوی نسل په تعلیمي زېور سمبالول د ښې او پر مختللې ټولنې سمبول دی، علم او عرفان یو ستر هدف او لوړ نصب العین دی چې د بشریت تر ټولو ستره اړتیا یې بللای شو.

د تعلیم او تربیې ارزښت هلته ښه په ډاګه کېږي کله چې د غار حراء په انزوا کې یو امي پیغمبر د یو وحشي ملت د سمون او پوهنې په موخه چیغې او زارۍ کوي کله چې د ښپږو سۇو کلونو وروسته دځمکې اړیکه له اسمان سره بلکې د اسمان اړیکه له ځمکې سره ټینګېږي.

ښه پوهېږئ پیغام کې د څښتن د معرفت او اطاعت فرمان نه ؤ، او یاهم د بتانو د ترک دجاهلیت پر اطوارو اخلاقو باندې د نکیر حکم نه ؤ.

د کائناتو پنځؤنکي څښتن د وحیې په اولنۍ برخه د رحمت د باران اولني څاڅکي کې هم د دې حقیقت اعلان ونه ځنډاۇ د خپل ربط پیلامه یې په اقرأ یاني ولوله سره وکړه.

د یو داسي ملت مخې ته د اقرأ مخېښود چې په خپل لاس جوړ کړي بتانو ته یې عبادت کاۇ چې له علم او معرفت تهذیب او تمدن سره په بشپړه توګه نا آشنا ول چې دیو بل په وینو به یې تنده خړوبوله‐بې څه نه ۇ.

اقرأ ولوله!

چې دنړۍ په لر اوبر کې د کفر تورتمونه دهدایت په سپین سهار بدل شي.

ولوله!

چې دضلالت تورې وریځې خپل ځای د اسلامي ډېوې زرینو پلوشو ته پریږدي.
د علم او عرفان ځانګړتیاوې را غونډول او اړتیا یې الفاظو کې رانغاړل یو نه ختمېدونکی عمل دی.

دلته اړینه او دپام وړ خبره داده چې آیا اسلام خپلو لارویانو ته د شرعي علومو سره سم د عصري علومو فنونو سپارښتنه کوي، چې دژوند په میدان کې اړین او مثبت رول ولوبوي.

او که له یادو علومو څخه یې پر بېدیانۍ بېګانګۍ باندې ګماري چې د یو پاتي او پسمانده ملت په څېر ژوند وکړي؟

دین او دنیا باید څرنګه پیوست کړل شي؟ دیني او عصري علومو کې شته واټن باید څرنګه لرې کړل شي؟ او د عصر حاضر د سیاسي او تمدني ننګونې پر نړیواله کچه باندې باید څنګه مقاومت وکړل شي؟

دې پوښتنو ته په ځواب مسلمانان په فکري اعتبار پر دریو ډلو وېشل کېږي:

۱: څوک پدې اند دي چې اسلام یوازي او یوازي د دیني علومو شرعي مسائلو مجموعه ده له جدید عصري علومو سره هیڅ تړاو نه لري دا د قدامت خوښو ډله ده چې هره نوې اختراع د شک او شبهې په لید ګوري.

۲: د دوی برعکس دوهمه طبقه فکر کوي چې د اسلام اصلي دعوت ساینس ډوله دی، د شرعي علومو ځای او رتبه لاندینۍ ده، دوی ساینسي علوم ترویج کولو او د شرعي علومو اهمیت کمولو ته زمینه سازي کوي.

۳: درېیمه ډله چې ددې دواړو یادو ډلو ترمېنځ بې له له کومې لوړې او ژورې اسلام د دین او شریعت تمدن او اجتماع مجموعه بللو تر څنګ دواړو علومو ته مناسب مقام او ځانګړې رتبه ورکوي، دا د اسلام پرستو اندود دی چې د اعتدال برسېره تر ټولو عادلانه او منصفانه پرېکړه ده چې د قرآن او احادیثو د بشپړو تعلیماتو، احکامو تأیید او تصدیق کوي.

موږ وایو:
له دې اعتباره اسلام اصلا د عقیدې او شریعت ټولګه ده، اما دزمانې د غوښتنو پوښتنو سره سم له عصري علومو څخه هم د اخذ او استفادې توصیه کوي، ترڅو یې پلویان له دیني او دنیوي نېکمرغیو څخه برخمن د نړۍ د امامت منصب په ښه توګه ادا کړي، انسانیت د ښه او بد له صحي اصلاحي اسلامي فلسفې سره آشنا کړي.

که قرآن وپوښتو:
رڼه خبره ده قرآن د ټولو سیاسي، تمدني، شرعي، دیني افکارو نظریاتو اساسي منبع او سرچینه ده، د هغو ټولو تمدني او اجتماعي ستونزو په حل کې زموږ لارښوؤنه کولای شي چې نن زموږ مخې ته د سوال نښې تمثیل وړاندې کوي.
د قرآن له څېړنې مالومیږي چې اولنی انسان ته ورکړل شوی علم ‐علم شریعت نه بلکې علم فطرت ۇ:

څښتن تعالی فرمائي:

وعلم آدم الأسماء کلها.
متعال څښتن د تاریخ لومړني زدکوونکي آدم ﴿علیه السلام﴾ ته د موجوداتو د نومونو علم ورکړ.

پټه نه ده چې یوازي د نومانو زدکړه مفهوم نه ده، ګڼ شمېر تفاسیر شاهد دي چې ﷲ جلا وعلا آدم ع ته د موجوداتو دنومونو تر څنګ د هغوی آثار، خواص، امتیازات او تر هغوی تړلې ټولې دنیوي فوایدو علم باندې عالم کړ، ترڅو د ځمکې د ځای ناستي په توګه ټول مراسم په بریا ترسره او د خلافت ټولې تقاضاوې مراعات کړي.
علامه بیضاوي رح خپل تفسیر کې وايي:

ﷲ جل وعلا شانه حضرت آدم ع ته د موجوداتو پېژندنه د هغوی نومونه د علم صنعت قوانین او په صنعتو کې د کارشویو اوزارو آلاتو څرنګوالی د الهام په وسیله ښودلي و.

که فکر وکړو:
انسان چې نړۍ کې مېشت موجودات د هغوی جوړښت د هغوی کړنچارې د هغوی طبیعي او نوعي ځانګړتیاوې ونه پېژني استفاده ترې نه شي کړای هغوی کې سپارل شوي قواوې پر کار نه شي اچولای.

خلاصه دا چې:
انسان که له موجوداتو مستفید نه شي، د هغوی ماهیت درک نه کړي، نو دموجوداتو جوړښت او دهغه خلافت به یوه بې مانا خبره شي، لکه تفسیر الجواهر کې چې وايي:

کومه هستي چې د موجوداتو له مراحلو، مراتبو سره نابلد وي هغو باندې د تسلط او ولکې حق نه لري، لنډه داچې دنړۍ پر مخ خلیفه هغه جوړېدلای شي کوم چې دعلم اسماء یا علم آدم ع رښتینی وارث وي دا د همدې آیت عقلي او منطقي پایله ده.

ساینس څه ته وایي؟:
ساینس هم هم دا موجودات او دهغوی دخصائصو پلټنې ته وايي ساینس یاني ماده دهغې قوتونه پېژندل او استفاده ترې کول.

په بل تعبیر ساینس نړۍ کې موجود مادي شیان او دهغوی د ساخت او پرداخت د مطالعې نوم دی،

یو محوري ساینس پوه آین سټاین وايي:
د قدرت پلټنې په پار هر ګام او اقدام ساینس دی.
ساینسي څېړنې اصل کې د څښتن تخلیق فهمول،دهغه تعالی د ربوبیت نظام کتل، اوهغه کې سربسته رموز او اسرار سپړل، دهر شي ماهیت حقیقت درک کول، له مادي شیانو پرده پورته کول دي چې پایله کې د څښتن بې ساري اوصاف لکه وحدانیت، قدرت، همه داني، علم ازلي، حکمت او مصلحت، مخلوق پروری رحمت او رافت، د هغه عجیبه او غریبه کار بندي، او داسې نور ځانګړي عادات په ډاګه کیږي چې د خدای پېژندنې ژوندی مثال دی، چې د علم همدې پړاو ته په رسېدو د الحاد او انحلال په دلدل کې ډوبېدل ناشونې دی.

یاد علوم او دهغوی له قطعیت څخه قطع نظر که یوازي له اقتصادي پلوه فکر وکړو چې صنعتونه څومره مهم دي، د ملتونو د پر مختګ او خوشالۍ دار ومدار پر صنعتونو څومره دی؟ نړۍ لګېا ده پرمختګونه کوي، انساني ناورينونو ته حللارې ټاکي، د خلګو ستونزې راکموي،

د کینسر د علاج ازمایښتونه او د ژر مالومېدو لپاره یې ټیسټونه، د الزایمر ګواښونکې ناروغۍ لپاره علاج او مخکې لۀ مخکې مالومؤلو ټیسټ، د پلاسټیک د ختمؤلو لپاره د نړۍ جدي پلان، د ډبرو سکرو پر ځای د باد او لمریزې انرژي څخه د ګټې اخیستلو زیاتؤالی، د باران لۀ څاڅکو انرژي لاسته راوړل، پۀ کامیابۍ سره د دوو کسانو له ړوندتوب څخه وروسته بېرته د بینایي تجربه او لسګونه نورې تجربې.
انسانان په دې اخته دي چې د ناروغيو په وړاندې یې نوي او قوي انټي بيوټيک رامنځته کړي، آن فکر په دې روان دی چې داسې سنسرې جوړې شي، که په بدن مو ميکروب لګېده، عاجل به انسان خبروي چې کوم ميکروب مو د بدن کومې برخې ته ننوتلی، سپوږمۍ او نورو سياروته خو تګ وړه خبره شوه.

لنډه داچې د ملتونو ژوند او بقاء تر صنعت او حرفت پورې دی کوم ملت چې بې صنعت او حرفته دی ګواکې خوار، نېستمن او کنګال دی.

د نړۍ پر درشل تر ډېره نه شي پاتېدای چې دا خاوره دزورؤرو مسکن او مأوی ده کوم څوک چې کمزوري وي، تر پښو به لاندې کیږي، دهغوی مثال د مړو په څېر دي.

له همدې علومو سره د نابلدتیا له امله نن موږ کړېږو، ربړېږو او وژل کېږو، ساینسي علوم له صالحو لاسونو ناصالحو لاسونو ته لاړ چې دبشریت په مانا او مفهوم هیڅ نه پوهېږي،

د انسانیت په نامه هیڅ نه پېږني.

د هر وخت تقضاوې بیلې وي، دژوندیو ملتونو لپاره اړینه ده چې د خپل عصر د تقاضاؤ مطابق ځان جوړ کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close