شعـــــرونه

غږ دې خپ مه شه جرس د انقلابه/ ستومان

نعيم ستومان

داسې بوله دا غمي به شي بې آبه
بغاوت که پېغلو وکړ له حِجابه

د وطن ماته بیړۍ څپو اخیستې
شملور ماڼو! ژغوره یې له ګردابه

لکه پرخه به دې تر و تازه ساتم
ګوره تندې ته خپه نه شې ګلابه

قافله به بیا په نورو لارو سر شي
غږ د خپ مه شه جرس د انقلابه

ته مې اوس هم په ارمان وهې ملنډې
زه لا اوس هم تاته وایم چې جنابه

لار اوږده ده زه هم ستړی او ستومان یم
لږ مې تم شه پښو کې یه د ځوانۍ تابه

ستومان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x