روغتیا

د کورونا ویروس کوید۱۹ ناروغي په څه ډول پر انسان تېرېږي؟

سرچينه: د جرمني د روغتيا وزارت
ژباړه: biology فیسبوک پاڼه

پر اتیا سلنه (%۸۰) ناروغانو باندې یوازې لږي یا لږ ډېري نښې ښکاره کېدای شي.
لږ نښې: لکه تبه، ټوخی او ځاندردي .

لږ ډېري نښې: ‌لکه تبه، ځاندردي، ټوخی او سپک سينه بغل.

پر څورلس سلنه (%۱۴) ناروغانو بیا سخته نښې ښکاره کېدای شي.

سخته نښې: تبه، ځاندردي، ټوخی او سينه بغل د‌ ساه لنډي سره، چې شاوخوا %۵ ناروغان یې په روغتون کې د ICU په واټ کې تر علاج لاندې راځي.

پر شپږ سلنه (۶%) ناروغانو بیا ډېري سختې نښې ښکاره کېدای شي.

ډېري سختې نښې: تبه، ځاندردي، ټوخی او ډېر کلک سینه بغل د ساه لنډی سره تر ساه بندېدلو پورې. داسې ناروغان یوازې په روغتون کې د‌ICU په واټ کې تر علاج لاندې وي.

تر ډېره پورې د کوید۱۹ ناروغۍ مرګوني نه ده، خو که چېرې په یو ځل ډېر ناروغان و روغتونونه ته ورشي، نو په روغتونونو کې به ځای نه وي، چې ناروغانو ته یې ورکړي. په داسې ډول هغه خلک هم مړه کېدای شي، چې یوازې له آکسېجن
ورکولو سره پاتې شوي وای.

یانې ۵ سلنه + او ۶ سلنه = ۱۱ سلنه خلک به مړه شي.

نو یوازینۍ لاره یې دا ده، چې موږ په کورونو کې پاتې شو او بې له کومې اړينې اړتيا له کور څخه بهر ولاړ نه شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
له کرونا څخه به کور کی پاتی شو،خو دا .د ډرون،ځانمرګیو،بمباریو،لاری ماینونو،چاپی،
کوتکو،کیبلو،توپکو کنداغونو څخه چیرته پاتی شو؟
په موږ افغانانو دا څلویښت کاله کرونا ده.ښه ده چه اوس یی نوره نړی هم خوند وڅکی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x