ادبي لیکني

د بخیل خزانه/مير احمدياد

ژباړه: ميراحمد ياد

‎یوه بخيل سړي په باغ کې د سرو زرو خزانه خښه کړې وه، هره ورځ به یې لیدلو ته ورتللو، خزانه به یې راوویسته، سیکې به وشمېرلې او ځان به یې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه کړ، بېرته به یې پرې خاورې واړولې.

‎بله ورځ یو غل سهي کړی دی، د شپې ورغلی او خزانه یې پټه کړې ده.
‎سړی چې سهار ورغلی ګوري چې ځای شته او خزانه، نشته په ژړا شوی، په دواړو لاسونو مخ وهي…

‎یو لاروی تېرېده، له ده یې د ژړا پوښتنه کړې، بخیل ورته ویلي دلته مې خزانه وه، چا پټه کړې ده.

‎لاروي ورته ویلي چې دلته دې ولې پټوله، کور کې به دې ایښې وی، لږه لږه به دې مصرفولای.

‎بخیل ورته په غوسه ویلي چې هغو سرو زرو ته ما ګوتې نه ور وړلې، ته یې د مصرف خبره کوې.

‎لاروي یوه تیږه راخیستې، د خزانې په کنده کې یې غورځولې او بخیل ته یې ویلي: په دې خاورې واړوه، ځکه تاته هغه سره زر او دا تیږه یو ارزښت لري.

‎نو د خپل قوت، شتمنۍ، علم او وړتیا نه د بخیل خزانه جوړول نه دي په کار چې ګټه ترې نه اخلو او راسره وي.

که عالم له علمه ګټه وانخلي، جاهل سره یې څه توپیر دی؟

‎که شتمن خپله شتمني مصرف نه کړي، فقیر سره یې څه توپیر پاتې شو؟

که ښه انسان ښېګڼه ونه کړي، بد سره یې څه توپير دی؟

که روغ انسان له خپلې روغتیا ګټه وانخلي، ناروغ سره یې څه توپیر دی؟

‎راځئ ځان سره حساب وکړو چې څومره شیان مو ځان سره ساتلي، نه یې موږ ته ګټه را رسي او نه بل ته؟؟؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x