شعـــــرونه

بې ريا عمل/ مسکينيار عظيمي

مسکینیار عظیمي

هر عـمـل چې بـې ریـا وي خوند کوي
چې محفوظه له ګـنـاه وي خوند کوي

نوم لپاره خـیـراتـونـه مـه کـړه ګـرانـه
تور زړګی دې چې صفا وي خوند کوي

د بنده مخکې تقوا هیڅ فائده نـه کړي
چې لوی رب درنه رضا وي خوند کوي

د محشر په سخته ورځ کـې قـدردانـه
چې پخوا دې مصطفی وي خوند کوي

لـه ازاره چـــــا بـازار مـونـدلـی نـه ده
بـې ازار چې هـمـسـایـا وي خوند کوي

مرګ تـحـفـه د مسلمان ده نـبـي وائـي
چې نصیب دې لااله الا وي خوند کوي

مسکین یارعظیمي ته دې کوشش کړه
چې اشعار دې پُـرمعـنی وي خوند کوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x