افغانستانسولې اړوند خبرونه

زلمي خلیلزاد د بندیانو له خلاصون هرکلی کړی او د توافقنامې د ژر عملې کېدو غږ یې کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، د بندیانو خلاصون د طالبانو او امریکا د توافقنامې یوه اړینه برخه وه او په زندانونو کې د کورونا د خپرېدو وېره ددې پروسې د لا ګړندیتوب غوښتنه کوي.

خلیلزاد د حکومت او طالبانو له لوري  د بندیانو له خلاصون هرکلی کړی او د زندانیانو د خلاصون پروسه یې د طالبانو او امریکا د توافقنامې  او د جګړې د شدت د کموالي یوه اړینه برخه بللې.

نوموړي زیاته کړې « دواړه لوري دې د طالبانو او امریکا په توافقنامه کې یادو شویو اهدافو د تحقق هڅه وکړي. په زندانونو کې د کورونا ویروس د خپرېدلو ګواښ ددې پروسې د لا چټکتیا  غوښتنه کوي.»

زلمی خلیلزاد داسې مهال د زندانیانو له خلاصون هرکلی او توافقنامې د عملي کېدو غږ کوي، چې تېره ورځ د حکومت له لوري د دریمې سل کسیزې ډلې زندانیانو د خلاصون په غبرګون کې طالبانو شل تنه دولتي زندانیان خلاص کړل.

بل لور ته دوې ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو استازو په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي جنرال «سکاټ مېلر» سره لیدلي وو او د طالبانو د ویاند په خبره، له توافقنامې څخه د سرغړونو په برخه کې یې ورسره «جدي» خبرې کړې.

طالبانو تر دې وړاندې په بیا، بیا په امریکا غږ کړی وو، چې له دوی سره کړې ژمنې باید پوره او د توافقنامې اصولو ته احترام ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x