ټولنیزه برخه

د دیني مدرسو ښوونیز نصاب او نظام

عبدالرؤف فراهي
د افغان بنسټ د “تعلیم او تربیې” مسؤل

یوویشتمه پېړۍ ده. د تخصص «کیفیت او سیالۍ دور دی» د سیالۍ شپېلک وهل شوی دی’ منډه شروع ده د یوې لحظې خوب، غفلت او سستي په کلونو کلونو نه جبیره کیږي.

د سبا معنوي او مادي پرمختګ او قیادت لپاره نوی نسل هر اړخیز، سالم او متخصص روزل د علماء کرامو او مسؤلینو یوه اسلامي او اړینه وجیبه ده او دې وجیبې ته باید اولویت ورکول شي ځکه تر ایمانیاتو وروسته چې د تعلیم او تقنین موضوع څومره مهمه ده بله موضوع به ښایي دومره مهمه نه وي.

د ایمان په نشتون کې هیڅ څه اعتبار نلري، دا ایمان دی چې انسان ته هرڅه اسانه کوي او هري قربانۍ ته یې اماده کوي، د سالم تعلیم په ذریعه د ټولنې او افرادو معنوي، فکري او مادي اړخ جوړیږي او د سالم تقنین په ذریعه بیا ټولنې کې عدالت او امنیت تامینیږي.

د تعلیم او تقنین یو سالم نظام چې کومه ټولنه کې سره یو ځای شي، نو د هغې ټولنې د معنوي او مادي پرمختګ لامل کیږي.

او غیر سالم تعلیمي او تقنیني نظام بیا د محرومیت او فکري انحراف لامل کیږي چې پایله کې یې نوی نسل د فکري او ذهني غلامۍ ښکار کیږي او ښکاره خبره ده چې فکري جګره تر عسکري جګړې خطرناکه ده، د باطل د پېړیو سنګر په ورځو کې ړنګېدلای شي او نه هم بیا دغه غیر ذي روح سنګر ستا مقابله کولی شي بلکې لا ستا شو.

خو د کلونو کوم فکر چې ستا مسلمان ورور یې د باطل سنګر ته بېولی دی، د هغه اصلاح یا خو بیخي ممکن نه وي او یاهم کلونه وخت غواړې او په بل سنګر کې به دې بیاهم مقابله کوي.

شرابخانې، قمارخانې، د سود او فحاشۍ مرکزونه ړنګول او اصلاح د ورځو کار وي، خو کوم فکر چې زموږ مسلمان ورور یې دغه مرکزونو ته بېولی دی د هغه فکر اصلاح کلونه غواړي او همدغه فکر دی چې افراد عسکري او فکري مقابلې ته د هڅولو لامل کیږي.

دنیاوال چې یو غیر ذي روح توکی هم ټولنې ته وړاندې کوي نو یخ، ګرمي، باد، باران، واوره، شپه، ورځ، لوړه، ژوره وغیره… مطلب خپل د تولید ټول اړخونه سنجوي او پام کې یې نیسي بیا خپل تولید ټولنې ته وړاندې کوي.

نو دیني مدرسې او تعلیمي ادارې چې د انسان جوړونې فابریکې دي، ټولنې ته هغه تولید وړاندې کوي چې د دین او دنیا د قیادت تمه ورڅخه کیږي. که دې تولید ته هر اړخیزه پاملرنه ونه شي نو مشکله ده چې مطلوب نتایج دې ترلاسه شي.

مدارسو کې ښه با کیفیته تولید یو ښه قوي نصاب او نظام ته اړتیا لري.

ښکاره خبره ده چې تعلیمي نصاب او نظام د ښوونې او روزنې د ستراتیژۍ او ښوونیزې پالیسۍ په رڼا کې د ښوونیزو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه جوړیږي.

ښوونیز نصاب د کومو ځانګړو کتابونه لوستلو، څو محدودو تعلیمي مرحلو، یا کومو ځانګړو نابغه ګانو لپاره نه وي.

بلکې نصاب د متعلم د عمر، اړتیا او وړتیا سره سم د هر اړخیزې ودې په موخه د درسي موادو او فعالیتونو متناسب او متوازن جوړښت څخه عبارت وي.

نو که په دیني مدرسو کې د تعلیم هدف یوه خاصه طبقه خلک په ځانګړي عمر کې د محدودو اهدافو لپاره روزل وي لکه تدریس، امامت او خطابت بیا خو د تعلیمي نصاب چوکاټ، مراحل او مضامین به یې هم د همدغو اهدافو د لاسته راوړلو په اندازه محدود وي.

او که په دیني مدرسو کې د تعلیم اهداف د ټولنې د افرادو هر اړخیزه «اعتقادي، فکري، روحي، رواني، عاطفي، جسمي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه» روزنه وي، (یقینا همداسي به وي)چې پایله کې روزل شوي افراد د ژوند په هره برخه کې د دین او ملت لارښود او خدمت کولو جوګه شي، بیا نو د مدرسو نصاب او نظام چوکاټ، مراحل او مضامین ټول په مجموع کې نوښت او پراختیا ته اړتیا لري.

د مسؤلینو، علماءكرامو او د مدارسو د خاوندانو دا مکلفیت او مسؤلیت دی چې د وس سره سم د ټولو تعلیمي مراحلو له چمتووالي بیا تر تخصصاتو پوري په تفاهم، همغږۍ او مشوره سره د یو مشترک کمیسیون له لارې د یو جامع، معیاري او متوازن نصاب خاکه جوړه او په تدریجي ډول یې د نسبي تطبیق لارې چارې وسنجوي.

دا معقوله او منطقي نه ده چې موږ دې په مجموع کې د ټولو دیني مدرسو په کچه د تعلیم لپاره یو شپاړس کلن معیاري داسې نصاب او نظام ونلرو چې له ابتدائیه څخه تر لیسانسه ټولې تعلیمي مرحلې دي ولري، چې د ماشوم د عمر، اړتیا او وړتیا سره سم د ښوونې او روزنې یو مکمل نظام وي.

که موږ په دیني مدرسو کې د ماشوم د روزنې لپاره یو داسې کامل نظام ونلرو چې د ماشوم د روزنې لپاره د تعلیم ټولو مراحلو ته شامل نه وي، داسي نیمګړی نظام وي چې ابتدایي تعلیم دې بل ځای کوي بیا دې مدرسو ته راځي او یا په مدرسو کې د نظام د نه شتون له امله د اته کاله درس ماشوم ته په درې څلورو کلونو کې وویل شي که څه یې هم ذهانت او ذکاوت فوق العاده نه وي، بیا خو نو د تعلیم ټاکل شوي مطلوب اهداف لاسته راوړل غیر ممکن دي.

د مدرسو د ښوونیز نصاب او نظام په اړه څو مهم ټکې:
۱- ښوونیز نصاب او نظام کې ټول غایې، کلي او ښوونیز اهداف او درجه بندي یې باید په پام کې ونیول شي.

۲- تعلیمي نصاب کوم وارداتي شی نه دی چې له کوم هېواد یا ټولنې څخه یې کاپي او را نقل کړو، البته د سیمې او نړۍ په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو له مشترکاتو او مفیدو تجربو څخه استفاده کول مطلوب ده.

۳- نصاب باید جامع او معیاري وي چې ټول تعلیمي مراحل ولري او اړین دیني او عصري مضامین پکې په متوازن شکل ځای پر ځای شوي وي.

۳- ښوونیز نصاب باید د سیمي او نړیوالو معیارونو سره سم یو منل شوی چوکاټ، د وخت او افغاني ټولنې د غوښتنو سره سم او د متعلمینو د عمر، اړتیا او وړتیا مطابق تعلیمي مراحل ولري.

۴- د متعلم اړتیا او وړتیا ته په کتو سره د نصاب هره مرحله خپل ځانګړی تعری، موده، اهداف او د درسي موادو انتخاب او تنظیم یې خاص اصول لري، چې باید مراعات شي.

۵- نصاب او نظام باید داسې ترتیب شي چې محتوا او روزنیز فعالیتونه یې د افرادو د هر اړخیزې، اعتقادي، فکري، روحي، رواني، عاطفي، جسمي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې روزنې جوګه وي.

۶- نصاب کې د ټولګیو«درجو» ترمنځ افقي «درجې دننه مضامین» او عمودي «د یوې درجې له بلې سره» توازن او تناسب باید په پام کې ونیول شي، همدا ډول د مرحلو ترمنځ هم باید افقي او عمودي توازن او تناسب ساتل شوی وي.

۷- د نصاب او نظام ټولو عناصرو ته باید پوره پاملرنه وشي:

اهداف:
د فرد او ټولنې اړتیا او غوښتنې
درسي محتوا
د محتوا جوړښت
ښوونکي
زده کوونکي
اصول تدریس
ښوونیز او روزنیز فعالیتونه
چاپیریال
د زده کړې منابع
تعلیمي مراحل
وخت او دورانیه
ارزونه

۸- د دیني مدرسو نصاب باید د اساسي تعلیم مراحل «ابتدائیه او متوسطه» ولري حد اقل اته ټولګي.

۹- د ابتدائیه او متوسطه مرحلو مضامین باید اساسي وي لکه قرآنکریم’ دیني ښوونه، لیک، لوست، مورنۍ ژبه، نورې اړینې ژبې، ریاضي، ساینس، ټولنیز او مقرر کتابونه یې باید منهجي او د متعلم د عمر اړتیا او وړتیا سره سم وي.

۱۰ – د ثانوي او عالي «درجو» مرحلو اړوند هغه اساسي مضامین چې د مدرسو په نصاب کې شامل او مقرر کتابونه یې د مسلمو متونو په حیث بالاتفاق منل شوي دي هغه باید پر خپل ځای پاته وي.

۱۱ – د ثانوي او عالي مرحلو هغه مضامین چې په نصاب کې شامل دي خو مقرر کتابونه یې د مسلمو متونو په حیث نه دي منل شوي او یا خو یې کتابونه په افراطي شکل ډیر او تکراري وي نو داسې کتابونه باید کم یا تبدیل شي او پر ځای یې نور ضروري مضامین او کتابونه اضافه شي.

۱۲- په ثانوي او عالي مرحلو کې هغه اړین مضامین چې په نصاب کې نه دي شامل خو د وخت او ټولني غوښتنه ده چې باید شامل شي لکه:
۱- السیرةالنبویة
۲- التاریخ الاسلامي
۳- اللغةالعربیة
۴- تاریخ التشریع الاسلامي
۵- ادب الاختلاف
۶- الادیان والمذاهب المعاصرة
۷- السیاسة الشرعیة
۸- الادارة والمدیریة
۹- التجارة والاقتصاد المعاصر
۱۰- مبادئ القانون
۱۱- علم النفس
۱۲- اصول التدریس
۱۳- حکمةالتشریع الاسلامي
۱۴- اصول الدعوة
۱۵- اصول المحاکم
۱۶ الغزو الفکري
۱۷- الفقه المقارن
۱۸- أصول التخریج و دراسةالأسانید
۱۹- فقه النوازل
۲۰- علوم القرآن

د ديني مدرسو نصاب دوه اړخه لري چې یو اړخ یې د نصاب چوکاټ او تعلیمي مراحل دي ‘ بل اړخ یې محتوا او مضامین دي چې دواړه اړخه یې نوښت او پراختیا ته اړتیا لري:

د نصاب چوکاټ او مراحل:

د مدارسو د نصاب په مراحلو کې باید د نړیوالو مدارسو او نورو ښوونیزو ادارو له نظامونو څخه ګټه واخیستل شي. د سیميزو او نړیوالو ښوونیزو ادارو له سیستمونو او تجربو څخه استفاده وشي.

تقریبا د ټولې نړۍ په کچه په لږ تفاوت سره په ښوونیزو ادارو کې تعلیمي مراحل له چمتووالي څخه چې د ماشوم عمر ۵/۶ کاله وي، بیا د عالي مرحلې ترختمه چې هغه ماشوم تقریبا ۲۲ کلن وي چې تر فراغته یوه ۱۶ کلنه دوره کیږي:

۱- د چمتووالي «روضة» مرحله: یو یا دوه کاله د ماشوم عمر ۵-۶ کلن.

۲- ابتدائیه:پنځه یا شپږ کاله د ماشوم عمر ۷-۱۲

۳- متوسطه: درې کاله د ماشوم عمر ۱۳- ۱۵

۴- ثانویه : درې کاله ‘ د متعلم عمر ۱۶- ۱۸

۵- عاليه : څلور کاله ‘ د متعلم عمر ۱۹- ۲۲

د مضامينو په هکله د مدرسو نصاب دوې برخې لري: لومړۍ برخه ابتدائیه او متوسطه «اساسي زده کړې» چې ډیره مهمه مرحله ده چې د فرد اساس جوړوی، عموماً لیک، لوست، مورنۍ ژبه، نوري اړیني ژبې، دیني ښوونه، ټولنیز علوم، ریاضي، ساینس، صحت او روغتیا او داسي نور چې د ټولني د غوښتنو او زده کوونکو د اړتیا او وړتیا سره سم ترتیبیږي.

په ښوونيز نصاب کې د زده کړې موده او د تعليمي مراحلو وېش يې د زده کوونکو د عمر، اړتيا او وړتيا سره سم او په مقابل کې د ټولنې غوښتنې په پام کې نيول ډېر مهم او اساسي ټکي دي.

لومړنۍ او منځنۍ «ابتدائيه، متوسطه» زده کړې چې اساسي زده کړې دي، چې حد اقل اته کاله موده لري، د تعليم او تربيې د ميدان ټول پوهان او ماهرين بالاتفاق دا خبره کوي چې د لومړنۍ او منځنۍ دورې زده کړې تر ټولو مهمې دي؛ ځکه د زده کوونکو اساس او بنسټ جوړوي، که يې دا بنسټ کمزوری وي نو تر پايه به همداسې کمزوری وي.

منځنۍ مرحله هم مهمه مرحله ده ځکه د زده کوونکي عمر تقريبا له ۱۲ څخه تر ۱۵ کاله پوري وي؛ نو دا مرحله د زده کوونکي د استعداد د انکشاف د کليدي وړتيا، پراختيا، د تخيلي مهارت پیاوړتيا کرار کرار له انضمامي مفاهيمو څخه انتزاعي «غير عيني، غير ملموس، غيرمحسوس» مفاهيمو ته راوځي چې بالاخره د تحليل او پرتلې کولو جوګه کیږي.

لومړنۍ دوې مرحلې ډېرې مهمې دي، چې زموږ د مدارسو اساسي ستونزې هم په همدو مرحلو کې وي چې توجه غواړي.

موږ په مجموع کې د اساسي تعليماتو لپاره په مدارسو کې لکه څنګه چې مناسب وي هغسي منظم ترتيب نه لرو، د کمکيو طالبانو زده کړې د لويانو طالبانو په پرتله کم اهمیته وي چې باید ورته پوره پاملرنه وشي.

د مدرسو د ثانوي او عالي مرحلو نصاب:
د مدارسو د ثانوي او عالي زده کړو په نصاب کې ستونزې نسبتا لږ دي، ځکه د ټولو مدرسو ثانوي او عالي مرحلې تقریبا اته درجې لري خو ځینې مضامین او کتابونه باید زیات، کم او تبدیل شي.

د ثانوي او عالي مرحلې درې ډوله مضامین دي:
لومړی ډول هغه اساسي مضامین دي چې د مدرسو په نصاب کې شامل او مقرر کتابونه یې د مسلمو متونو په حیث بالاتفاق منل شوي دي، هغه باید پر خپل ځای پاته وي.

دوهم ډول هغه مضامین دي چې په نصاب کې شامل دي خو مقرر کتابونه یې د مسلمو متونو په حیث نه دي منل شوي او یا خو یې کتابونه په افراطي شکل ډیر او تکراري وي، نو داسې کتابونه که کم یا تبدیل شي او پر ځای یې نور ضروري مضامین او کتابونه اضافه شي.

په ثانویه او عالي مرحلو کې دریم ډول هغه اړین مضامین دي چې په نصاب کې نه دي شامل خو د وخت او ټولنې غوښتنه ده چې باید شامل شي نو داسې مضامین باید نصاب ته ور زیات شي.

د معياري نصاب ګټې:
نصاب چې د ښوونۍ او روزنۍ د اصولو سره سم نړیوال معیارونه: محتوا، چوکاټ او مراحل یې پوره وي لاندې ګټې لري:

۱- متعلم به د خپل عمر، اړتیا او وړتیا سره سمه زده کړه کړې وي.

۲- متعلم به د فرد او ټولنې د غوښتنو سره سمه زده کړه ترلاسه کړې وي.

۳- متعلم چې تر کومې مرحلې پورې درس ویلی وي نو د همهغې مرحلې هومره وړتیا به هم لري.

۴- کله چې متعلم داخل یا خارج ته تعلیمي اداره بدلوي، نو د تعلیمي تسلسل ستونزه به یې حل وي.

۵- د معیاري نصاب سره سم درس ویلو په صورت کې به یې داخل او خارج کې د اسنادو مشکل حل وي.

۶- د ژوند په هره کې به د دین او هېواد د خدمت کولو جوګه وي.

۷- داخل او خارج کې به د دین د ښه خدمت کولو وړتیا لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close