شعـــــرونه

ژوند ته غزل/ پير محمد کاروان

پير محمد کاروان

ما لیدلو ما له ورایه پېژندلو
ژوند په اوښکو کې روان وو، موسېدلو

ګل یې ښکل وو، په ازغي یې پښې زخمي وې
له شبنم سره بیا غلی غږېدلو

یو غاټول وو څو یې داغه څو یې پاڼې
د غنمو په پټي کې اوسېدلو

بس د مینې د غمي په لټون سر وو
ورپسې یې زړه تر تل پورې کیندلو

وو ماشوم جنت کوکۍ یې رانیولې
اخ قربان را غورځېدلو پرځېدلو

لمر یې بند وو په یو څو دانو باران کې
د بوډۍ په زرغون ټال کې زنګېدلو

پر اوږو یې پاس د هیلو بېړۍ بار، وې
یو د مینې سمندر وو بهېدلو

یو کاروان وو د نغمو په پله روان وو
ستا په غېږ کې ناڅاپي را ولوېدلو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x