ادبي لیکني

د شيدا يو غزل او څو خبرې 

جاوېد سيال

ټوکې نه دي شعر ليکل
وينې دي د زړه خوړل

شعر ليکل ځانته يو جوهر دى چې د هر چا په برخه نه وي، هومره چې شعر ليکل ګران دي ،نو همدومره پرې خبرې کول او د هغه منځپانګه او ښکلا را برسېره کول ستونزمن او له ګړنګونو ډکه وي .

شعر د ادب يو لوى صنف او ستره برخه جوړوي ، تر ډېره يې په استعارې ،مجاز ، کنايو او تشبيهاتو باندې تکيه وي او دغه برخې په شعر کې د اوچت تخيل په مټ رغېږي ، نو که چېرته يو شخص په ادبي ،بديعي او بياني علومو پوهه ونه لري ،په شعر باندې خبرې کول ــ د هغه ښکلاوې را وېستل به ورته له ستونزو خالي نه وي ــ په تېره بيا کله چې مونږ د کاظم خان ( شيدا ) په څېر د يوه اوچت شاعر د شعر په منځپانګه خبرې کوو ،نو پکار دادى چې د پورتنيو برخو د زده کړې سربېره د هندي سبک له ځانګړنو سره هم بلدتيا ولرو ،ځکه دى د هندي سبک پيرو دى ،نو په اشعارو کې هرو ــ مرو ددغې برېښنا څرکونه شته .

د شېدا د لاندې انتخابي غزل په منځپانګه ــ داخلي او بهرني موسيقۍ باندې غږېدلى يم ،تمه ده چې تاسو درانه يې په حوصله ولولئ.

غزل

چې لمبو ته د تنور په شان پيدا ده
که پوهېږې دا سوخته سينه زما ده

لکه ابر په هېڅ وخت نه شو بې نمه
هـر ساعت زما په سترګو کې ژړا ده

خوښ په شور لکه ساحل د سېلاب نه يم
چې مې ايښې په عزت د کور بنا ده

په سپين مخ يې د عرق دانه ليده شي
د سحر په وخت کې سترګه د سبا ده

فيض يې نه ځي د همت په تنګدستۍ
خود ليدلې فواره شاه و ګدا ده

د پورته غزل مطلع بيت کې  دواړه نيم بيتې د قافيې کلمې ( پيدا ،زما ) لري چې د بيت بهرنۍ ښکلا يې د رديف سره جوړه کړې او مصرع بيت دى .

د بياني علومو له اړخه شيدا خپل زړه له تنور سره تشبيه کړى ، ( شان ) يې د تشبيه تورى ــ تودوالى او سوزېدنه يې  وجه شبه ده ، په دا بيت کې يوه مشبه او مشبه به تر څنګ د تشبيه ادات هم راغلى ،نو تسويه ،مرسله او دا چې زړه او تنور محسوس څېزونه دي ،نو محسوسه تشبيه يې هم ګڼلې شو .

همدغه رنګينې جامې دي چې د شاعر کلام ښکلى کوي او په وسيله يې کولاى شي چې د زړه مراد او خبره په خورا انسانه ،مګر په اغېزمنه بڼه تر نورو ورسوي .

شيدا د زړه درد د همدغو تشبيهاتو په وسيله ښکاره کړى ، ښايي ددې درد پيلامه کورنۍ ستونزې ، وطنپالنه ، بشرپالنه او ان د خپلې معشوقې مينه او د هغې ستم وي ، که ددې بيت د ليکلو څرګنده او مشخصه نېټه معلومه واى ،نو هلته به څرګنده شوې وه چې شيدا له کومه درده کوکې وهي ،زما په اند وروستۍ خبره سمه ښکاري .( د عشق او مينې درد )

لکه ابر په هېڅ وخت نه شوې بې نمه
هــــر ساعت زما په سترګو کې ژړا ده

دا څرګنده خبره ده چې زړه دردېږې ؛نو له سترګو څخه اوښکې بهېږي.

ورېځې خړې وي که تورې
کار و بار يې ټول باران دى

شيدا او مونږ ټول په دې اند يو چې ورېځې نمجنې او پايله يې باران وي ،نو شيدا وايي څرنګه چې ورېځې پرته له نم ( باران ) څخه نه وي دغسې زما سترګې هم له اوښکو څخه وچې نه شوې ، هغه د خپلو سترګو لپاره د ورېځو او د اوښکو لپاره باران تشبيه کړى ،دا چې د ورېځو او باران اړيکه تلپاتې وي ،نو ښايي د شيدا د زړه غم ستر او د اوږدې مودې راهيسې يې په زړه دېره وي.

چې غواړې ،نو پرې واوړې،شيدا به ويل چې : ((الهي د مينې درد را)) ،شيدا په خپله درد غوښت،نو ځکه يې په برخه شو.

خوښ په شور لکه ساحل د سېلاب نه يم
چـــې مــــــې ايښې په عزت د کور بنا ده

سېلاب کله  ــ کله راځي او څو شېبې يې ژوند وي ،خو ورانى د کالونو کوي ، د ساحل شور او سېلاب څخه موخه ظالم انسان را وځي چې د هېچا نه خوښېږي  او کاسه يې نسکوره وي ،د شيدا دا کړنه نه خوښېږي ، دى د يوه ستر شخصيت په توګه په انسان او انسانيت مئين دى ، شيدا په دې باور دى چې د بل عزت وکړه چې ستا درناوى وشي ، د نورو په بې عزتۍ کې خپل درنښت لټول جهالت او له انسانيت سره جفا ده .

که چېرته دويمې نيم بيتې ته لږ نور هم زير شو ،نو د شيدا يو ډول تواضع او عاجزۍ هم پکې ښکارېږي.( چا سره مې څه ؟ عزت مې په خاموشۍ کې ده ، چې درته ګټه رسولاى نه شم،نو زيان ولې در ورسوم ؟)

په سپين مخ يې د عرق دانه ليده شي
د سحر په وخت کې سترګه د سبا ده

په سپين مخ د عرق ( خوله ) څاڅکي څخه يې موخه زخه ده ، چې ددې انځور او ښکلا د بيان لپاره يې د سحر وخت او د سبا سترګه متناسب شاعرانه ترکيبونه راوستي دي چې له يوې خوا يې د شېدا موخه په ښه بڼه رسوي او له بلې خوا يې د شعر بېرونۍ موسيقي يې برابره کړې ده.

مخ يې له سهار او د عرق دانه يې ستوري ته ورته ګڼلې ده .

شيدا  مونږ ته دا لاندې انځور او مفهوم د خپل سبک سره سم په نويو الفاظو کې بيانوي ؛

ته به وايې چې شبنم په ګلو پروت دى
چې له قهره يې خولې شي رخسارونه

د غزل په وروستي بيت کې ليکي چې :

فيض يې نه ځي د همت په تنګدستۍ
خود ليـــدلې فــواره شــاه و ګــدا ده

تلمېح ادبي صنعت يې راوړى ، د کړاوونو وخت کې د شاه او ګدا  له مېړانې څخه يې يادونه کړې ،څو مونږ ته دا پيغام را ورسوي چې ستونزو ته مه تسليمېږي ، د همت توره مو لاسونو کې ټينګه ونيسئ ، ځکه چې تر هرې تورې شپې وروسته روڼ سهار هرو ــ مرو راتلونکى دى.

د پايلې په توګه ويلى شو چې شيدا يو نازکخيال شاعر دى چې په اشعارو کې يې استعارې، کنايې ،مجاز او تشبيهات د هندي سبک له ځانګړو سره سمې کارولي دي چې ددغو برخو په وسيله يې د کلام ښکلا او موسيقي جوړه شوې او هم يې وينا د فصاحت او بلاغت حد ته رسولې ،د شيدا بله ښيګڼه داده چې مئين ته د مجنون په ژبه د مينې خوږې کيسې کوي ، د مظلوم تر څنګ درېږي، کله چې د وطنپالنې

خبره وشي ،نو دى بيا قيمتي ملغلرې د شعر په نرمه او پسته ژبه له هند څخه روه ته استوي ، کله چې درد من وينې ،نو هغه سره سم ژړېږي ــ انسان او انسانيت د يوه ستر ارزښت په توګه قايل او پرې مئين دى.

همدغه ځانګړنې او ښيګڼې دي چې شيدا يې د کلاسيکې دورې د شاعرانو په لومړي صف کې هسکه غاړه درولى دى.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x