نړۍ

ټرمپ د سپوږمۍ پر مخ د کیندنو امر ورکړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» په یوه داسې اجرایوي فرمان باندې لاسلیک کړی، چې امریکا ته د سپوږمۍ پر مخ باندې د کیندنو اجازه ورکوي.

په دې فرمان کې د ټرمپ له لوري ویل شوي، چې د امریکا متحده ایالات خلا د سرچینو د یوې ګډې سیمې په توګه نه پېژني، نو ځکه په دې برخه کې له چا د اجازې اخستلو او یا د کوم تړون د مراعاتولو اړتیا نه ویني.

د کیندنو موخه څه ده؟

د فضايي چارو کارپوهان وایي، د سپوږمۍ پر مخ باندې فضاء ته د توغول کېدونکو راکټونو لپاره د استعمالېدونکې انرژۍ سرچینې شته او امریکایان له همدې سرچینو څخه په ګټه اخستلو غواړي په فضاء کې د انرژۍ مرکز ولري او په مرسته یې مریخ او یا نورو سیارو ته راکټونه ولېږي.

ساره کراډوس چې د فضاء په اړه څېړنې کوي، بي بي سي ته ویلي، چې امریکا غواړي له سپوږمۍ څخه د فضايي پټرول پمپ په حیث کار واخلي، ځکه ددې په خبره، سپوږمۍ په راکټ کې د استعمالېدونکو سون توکو سرچینې لري او هلته د انرژۍ د مرکز په جوړېدو سره به لرې واټنونو ته د توغندیو لېږد اسانه شي.

پوهاند بنجمین بیا وایي، نړۍ کې اقلیمي بدلون زموږ په واک کې د شته سرچینو ختمېدل یقیني کړي، نو ځکه نړۍ اوس د بیا نوي کېدونکو سرچینو په لټه کې ده او دا سرچینې په سپوږمۍ کې موندل کېدای شي.

د بنجمین په خبره، د ټرمپ لپاره د سپوږمۍ په مخ کندنې ځکه جالبې دي، چې چین غوندې هیواد هلته لاسرسی نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

سلامونه: کافران په سپږمی کی کندنی کوی او مونږه د خپل وطن معادن ځانو ته نشو کندلای. هغوی سپږمی کی کندنی شروع کوی خو مونږه لا تر اوسه د هغه چا سر پری کوو کچیری ووایی چی بشر سپږمی ته تلای شی. تاسیی ووایی آیا مونږه جاهله نه یوو؟ آیا مونږه بی علمه او بی دانشه نه وو؟ که ځواب ستاسو منفی دی بیا نو ولی دا خوسی جنګ د یوې سولی او سوکالی په خاطر نشو ختمولای څه رسه غپ کارونه. مونږه د بربادی په لور روان یو ځانو ته مسلمانان وایو او هغوی چی کافران دی دغه ده… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x