افغانستان

د اسلم فاروقي اعتراف: طالبانو ۹۰ سلنه داعش ختم کړل، لس سلنې حکومت ته پناه یووړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د داعش خراسان ولایت مشر اسلم فاروقي چې په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی، په خپلو اعترافاتو کې ویلي چې طالبانو ددوی ۹۰ سلنه جنګیالي ختم کړل او پاتې لس سلنه د ژوند ژغورلو په خاطر افغان دولتي ځواکونو ته تسلیم شول.

د هندوستان ټایمز په ورځپاڼه کې د شیشرا ګوپتا په نامه لیکوال ادعا کړې چې اسلم فاروقي دغه اعترافات د تحقیقاتو پر مهال کړي دي.

په لیکنه کې راغلي، اسلم فاروقي د ډیرو نورو موضوعاتو په اړه خوله تر اوسه پټه کړې خو دا یې ویلي چې څرنګه ددوی جنګیالي د طالبانو د بریدونو څخه په تیښته وه او په ننګرهار کې يې ځانته پناه اخیستې وه، خو هلته هم بالاخیره د طالبانو د بریدونو او جګړو له امله یې ۹۰ سلنه جنګیالي له لاسه ورکړل او پاتې ۱۰ سلنه یې حکومت ته په تسلیمۍ مجبور شول.

د ورځپاڼې په وینا طالبانو د پاکستاني جنګیالیو څخه جوړ د داعش ډله په بې رحمۍ سره له منځه یووړه او د هغوی پر خلاف یې په کندهار، کنړ، نورستان او ننګرهار کې عملیات وکړل.

باید وویل شي چې طالبانو د تیرو دوه کلونو راهیسي په ننګرهار، نورستان، کنړ، زابل، سرپل او جوزجان کې د داعش پر خلاف لوی عملیات وکړل او دغه ولایتونه یې د داعش له وجود څخه پاک کړل.

ویل کیږي اسلم فاروقي هم د طالبانو څخه تر مسلسلو تیښتو وروسته بالاخیره حکومت ته په تسلیمۍ مجبور شو خو حکومت ورته د نیولو رنګ ورکړ.

ددې تر مخه په سلګونو داعشي جنګیالي حکومت ته په ننګرهار او نورستان کې تسلیم شول، په کابل کې ځیني بیطرفه سیاسي کارپوهان او مدني فعالان ادعا کوي چې هغوی په کابل او نورو ولایتي مرکزونو کې د میلمنو په حیث ساتل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

SALLAMOONA
More facts will gradually emerge as the time goes by
In order to hide the facts, they may have to keep Farooki in Kabul fo forever.
If the government collapses, they may have to move Farooki to India.
Farooki will not go back to Peshawar at all

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x