ټولنیزه برخه

مدرسو کې د تخصصاتو اهمیت او اړتیا

عبدالرؤف فراهي
د افغان بنسټ د تعلیم او تربیې څانګې مسؤل

بې له شکه د دین خدمت په هره برخه کې چې وي دوه شیان پکې ډېر ضروري دي یو “اخلاص” او بل “تخصص او مهارت” چې پیاوړتیا یې کارونو کې د نظم’ برکت او پرمختګ لامل کیږي’ د کار پر کیفیت او کمیت دواړو ښه اثر اچوي’ چې پایله کې یې فرد د خدمت جوګه او هدف ته ور لنډیږي.

خو د اخلاص یا تخصص په نه شتون یا کمزورتیا کې بیا کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ کیږي چې فرد بیا داسي خدمت نه شي ترسره کولی لکه څنګه چې مناسب وي’ پایله کې یې هدف بیخي ترلاسه نه شي او یا یې د ترلاسه کولو لار ورته ډېره اوږده شي.

یقینا’ اخلاص او تخصص هغه لازم او ملزوم دوه پیاوړي بالونه دي چې د هدف د ترلاسه کولو په موخه د شاهین غوندي پروازونه پرې ترسره کیدلای شي چې د یوه ضعف یې بل له کاره اچوي.

امام ابوالحسن علي الندوي رحمه الله’ خپلو ډېرو بیانو او لیکنو کې تل طالبانو اوعالمانو ته توصیه کړې ده “چې که غواړی د دین ښه خدمت وکړی او مؤفق و اوسی نو دوه شیان حتما ځان کې پیدا کړئ یو اخلاص بل تخصص او مهارت”.

رشتیا هم د تخصص دور دی’ یویشتمه پېړۍ ده په بېلابېلو میدانونو ( افکار’ تعلیم’تقنین’سیاست’ اقتصاد’تجارت’ساینس’ټکنالوژي’طب’مطبوعات وغیره) کې نویو ایجاداتو او مادي پرمختګونو دومره نوي مسایل اومشکلات پیداکړي دي چې که په هر میدان کې ځانګړي متخصصین ونلرو نو مشکله ده چې نوموړو مسایلو او مشکلاتو ته د حل لاره پیداکړو.

ځکه هر فن خپل ځانګړې اصول’ قواعد’ ضوابط اصطلاحات’باریکۍ’ رموز او اسرار لري چې “کماحقه” زده کړه یې د “ماهرفن” استاذ تر سرپرستۍ او نګرانۍ لاندې ممکن وي’بېله ماهر استاذه یې “کماحقه” زده کړه غیر ممکن او کله کله خو د ستونزو او لارورکۍ لامل هم شي.

امکاناتو ته په کتو سره مدرسو کې د بېلابېلو تخصصاتو اړتیا لیدل کیږي لکه:
د تفسير او علوم القرآن تخصص.
د حديث اوعلوم الحديث تخصص.
عقيده او كلام کې تخصص.

د “إفتاء” او “قضاء” تخصص.

د دعوت’ ارشاد’ قوانین’ اقتصاد’ ژبې’ رسنۍ’ جرنالیزم…او داسي نور تخصصات.

خو د امكاناتو د نشتون په صورت کې بیا د “الأهم فالأهم” قاعدې او په ټولنه کې یې اړتیا ته په کتو سره په مدارسو کې د “التخصص في الإفتاء والقضاء” شعبه ډېره مهمه ده’ ځکه د فتوا برخه کې خو روزانه عام مسلمانان د ژوند په بېلابېلو برخو کې د شرعي مسایلو سره مخ کیږي او د حل لپاره یې علماءکرامو ته مراجعه کوي.

د قضا برخې ته هم ځکه پوره پاملرنه ضروري ده چې یو خو قضاء او افتاء ډېر مشترکات سره لري’او بل د قضاء منصب ته چې کوم افراد له پوهنتونو څخه راځي قاطع اکثریت یې د قضا اهلیت نلري.

له پوهنتونونو څخه د قضاء منصب ته د “حقوق” او “شرعیات” پوهنځیو فارغین راځي.
د حقوقو له پوهنځي هغه کسان راځي چې د ښوونځیو فارغین دي بیا حقوق ووایي چې قاطع اکثریت یې نه له عربي ژبې سره بلدتیا لري’ نه له فنونو سره او نه هم د شرعي علومو سره.

نو یو اسلامي هېواد کې چې فیصلې باید د شرعي احکامو سره سمي وشي’ خو قاضي یې نه عربي زده وي’او نه یې شرعي علوم لوستي وي نو فیصلې به یې څنګه وې!؟
د شرعیاتو له پوهنځي هم دوه ډوله فارغین د قضاء منصب ته راځي’ یو هغه کسان دي چې دولتي دارالعلوم څخه فارغ بیا شرعیات ووایي دا خلک څه ګذاره کوي’ بل ډول یې هغه کسان دي چې له ښوونځیو فارغ او بیا شرعیات ووایي دا افراد بیاهم هغه د حقوقو د پوهنځي د فارغینو په څېر ستونزې لري چې عربي ژبې’ فنونو او شرعي علومو کې عمق نلري’ ښکاره خبره ده چې یو اسلامي هېواد کې د افتاء او قضاء منصب عمیق شرعي علم ته اړتیا لري.
داچې علماءکرام ولي په لوی لاس د قضاء له منصب څخه لري ساتل شوي دي او پرځای یې د وضعي قوانینو فارغین ځای پرځای شوي دي’ (او د اسلامي نړۍ د ستونزو یو اساسي علت هم همدا دی.) ډېر علل او لوی تاریخ لري چې جلا لیکني ته اړتیا لري.

خو یو لوی او عمده لامل یې دا هم دی چې موږ هم خپل د مدرسې فارغ د “افتاء” او “قضاء” دې مهم منصب ته “کماحقه” نه دی روزلی’ ځکه موږ داسي یو جامع نصاب او نظام نه ورته لرو چې زموږ فارغ دې هم عمیق ملا وي’ او هم دي د وخت او ټولنې د غوښتنو سره سم د ملي او بین المللي قوانینو سره پوره بلدتیا ولري.

خو اوس الحمدلله د مدرسو مسؤلینو دا ضرورت درک کړی دی او په ډېرو مدرسو کې د افتاء او قضاء تخصصاتو نظام شتون لري او تر ډېره حده یې د نصاب او نظام نوښت ته هم پاملرنه کړې ده.

یادو ستونزو او دلایلو ته په کتو سره د امکاناتو په صورت دیني مدرسې باید لومړي قدم کې خپلو فارغینو ته د افتا او قضا د تخصص زمینه برابره کړي’ځکه “افتاء” او “قضاء” یو خاص علم او فن دی چې د ماهر استاذ تر سرپرستۍ لاندې عملي تمرین ونه شي’ یوازي د کتابونه په مطالعه کار نه کیږي.

په دې هکله علامه ابن عابدین الشامي رحمه الله تعالى’ داسي وایي:

وقد يتفق نقلُ قولٍ في نحو عشرين كتابًا من كُتُبِ المتأخرين، ويكون القول خطأ، أخطأ به أولُ واضع له، فيأتي مَنْ بَعده وينقله عنه، وهكذا ينقل بعضهم عن بعض …. وهي سهو منشأها الخطأ في النقل او سبق النظر نبهت عليها في حاشيتي ردالمحتار….
“و قد رأيت في فتاوى العلامة ابن حجر،سئل في شخص يقرأ ويطالع في الكتب الفقهية بنفسه ، ولم يكن له شيخ ، و يفتي و يعتمد على مطالعته في الكتب ، فهل يجوز له ذلك أم لا؟
فأجاب بقوله : “لايجوز الإفتاء بوجه من الوجوه ؛ لأنه عامى جاهل لايدري ما يقول ، بل الذي يأخذ العلم عن المشايخ المعتبرين لا يجوز له أن يفتيّ من كتاب ، ولا من كتابين”، بل قال النووي – رحمه الله : ولا من عشرة؛ فإن العشرة والعشرين قد يعتمدون كلهم على مقالة ضعيفة في المذهب ، فلا يجوز تقليدهم فيها” ، بخلاف الماهرالذي أخذ العلم عن أهله ، و صارت له فيه ملكة نفسانية ، فإنه يميزالصحيح من غيره ، ويعلم المسائل وما يتعلق بها على الوجه المعتد به ، فهذا هو الذي يفتي الناس ، و يصلح أن يكون واسطة بينهم وبين الله تعالى ، وأما غيره ، فيلزمه – إذا تسوّرهذا المنصب الشريف – التعزير البليغ والزجرالشديد ، الزاجر ذلك لأمثاله عن هذاالأمر القبيح الذي يؤدي إلي مفاسد لا تحصى” . و الله اعلم.
(شرح عقود رسم المفتى’ص:۱۳-۱۵)

التخصص في الإفتاء والقضاء

داچې د “افتاء” او “قضاء” د تخصص نصاب او نظام څنګه وي؟ موده یې څومره وي؟ او کوم مضامین وي؟

نو لږ تفصیل ته اړتیا لري ځکه نصاب’ نظام’ مضامین او موده خپله هدف نه وي بلکې هدف ته د رسیدو لار وي.
که د یاد تخصص څخه هدف دا وي چې داسي افراد دي وروزل شي چې د فتوا او قضا په میدان کې دي د کارکولو وړتیا ولري بیانو نصاب ‘ نظام’ ‘مضامین ‘ عملي تمرین او اړوند فعالیتونه یې باید داسي ترتیب او تنظیم شي چې د یویشتمي پېړۍ یو مفتي او قاضي ورته اړتیا لري او د تخصص موده هم باید دومره وي چې د اړتیا وړ مضامین او عملي تمرین او اړوند فعالیتونو ته کفایت وکړي.

د تخصص في الافتاء والقضاء ځیني اهداف په لاندې ډول وي:

د افتا او قضا له تخصص څخه یو هدف دا وي چې فرد مخکې د شرعي علومو او فنونو فاضل دی اوس غواړي چې شرعي قوانینو (فقه او اصول فقه) او وضعي قوانینو کې تخصص وکړي.

د افتاء او قضاء اړوند اصول’ آداب’ قواعد او ضوابط په نظري ډول زده کول.

د مسایلو د “تخریج” او لیکلو تمرین او د فتوا عملي زده کړه.

د “ماهر فن” استاذ تر سرپرستۍ لاندې مطالعه’ او تحقیق زده کول.

د مسایلو او علمي لیکنو طرز او طریقه زده کول.

د فقهاؤ ‘ مسایلو او کتابونو طبقات او مراتب پېژندل’ او دا زده کول چې د هر معتمد کتاب او فقیه قول هر وخت راجح نه وي’ ځکه کله یو کتاب معتمد او مشهور وي او یا یو فقیه معتمد او مشهور امام وي خو په یوه خاصه موضوع یا مسئله کې یې قول راجح نه وي.

داسي افراد تیارول چې دومره علمي استعداد پیداکړي چې د یو شرعي او علمي مسئلې په اړه له قرآن’ حدیث او امهات الکتب څخه څه بیان یا ولیکلی شي.
د نوو مسایلو “حوادث الفتاوی” د شرعي تکییف’ ضوابط او دلایلو سره یې بلدتیا.
د دقیقو فقهي عباراتو حل’ او د فقهي اختلافاتو د مناقشې’ مقارنې’ تجزیې او تحلیل ملکه پیدا کول.

فقه الواقع (عرف’ تعامل او د جدید مسایلو تکییف) سره مناسبت او بلدتیا.

د شرعي احکامو د تشریع له حکمت سره بلدتیا.

شرعي مقاصد او مراتب یې پیژندل’ او د شریعت له مزاج سره بلدتیا چې د یو مفتي او قاضي سره د احکامو د تکییف او تطبیق سره مرسته کوي.

د کتابونو څخه د ګټي اخیستلو زده کړه په ځانګړې توګه له “ردالمحتار” څخه.

د فتوا پرمهال د کتابونو ترتیب د مرتبې له پلوه پېژندل.

د فتوا پر مهال پوره محتاط اوسېدل د راجح او مرجوح قول په اړه په دقت او غور سره څېړنه زده کول.

داخلي او بین المللي قوانین پېژندل.

د مدني محاکماتو(مدني دعواوو ته د رسیدګۍ طرزالعمل… ) اصول پېژندل.

د جزایي اجراآتو ( د جرمنو کشف’ تحقیق او تطبیق…) اصول پېژندل.

هغه علومو سره بلدتیا چې د جرم’ مجرم اوجزاګانو په پېژندنې او ثبوت کې مرسته کوي’ لکه: کریمنولوژي’ کریمنالستیک’ او “طب عدلي”.

د نوموړو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره حد اقل د تخصص دوه كلنه دوره غواړي’ او د لاندې مضامینو تدریس’ مطالعه او د ځیني فعالیتونو اړتیا لیدل کیږي:
الفقه الحنفي.
اصول الفقه الحنفي.
القواعد الأصولية.
القواعد والضوابط الفقهیة.
اصول الإفتاء وآدابه.
مقاصدالشریعة
فلسفة الأحکام.
الفقه المقارن.
فقه المواریث.
فقه المعاملات.
فقه المعاصر.
فقه المرافعات.
أصول المحاکمات.
القوانین.
الإملاء والترقيم.
محاضرات.
الرسالة.

الفقه الحنفي:

حنفي فقه په دیني مدرسو کې د اساسي مضمون په توګه تدریسیږي او کتابونه یې په نصاب کې په ښه کافي ډول شامل دي.

ځیني مدرسو کې د تخصص په دوره کې هم الدرالمختار درسا ویل کیږي.

خو که د تخصص په دوره کې د فقهي د درس پرځای د “ردالمحتار علی الدرالمختار” په مکمله توګه مطالعه په دوو کلونو کې ماهوار تقسیم شي’ او په څنګ کې یې د نوموړي کتاب څخه د استفادې پوره لارښوونه وشي’ نو ښه پایله به ولري’ ځکه یو خو به د ردالمحتار غوندې مهم کتاب ټول مطالعه شي’ بل به کوم بل مهم مضمون ته هم ځای خالي شي.

مطالعه:
ردالمحتار علی الدرالمختار’ (كاملا)
مجلة الأحكام العدلية(كاملا)

اصول الفقه الحنفي:
نوموړی مضمون د فقهي اصل او اساس تشکیلوي’ چې باید ورته پوره پاملرنه وشي’او د تخصص په دوره کې هم باید پوره ونډه ورکړل شي.

مقرر درسي کتاب:

أصول الفقه’ لإمام محمد أبي زهره.

اضافي مراجع:
امهات الکتب: أصول البزدوي.
أصول السرخسي.

الوجیز في أصول الفقه’ لفضيلةالشيخ وهبة الزحیلي.

الوجیز في أصول الفقه’ للدکتور عبدالکریم زیدان.

أصول الفقه’ للدکتور حسین حامد حسان.

القواعد الأصولية:
نوموړی مضمون د “تخریج الفروع علی الأصول”لپاره مهم مضمون دی.
مقرر درسي کتاب:
أصول الكرخي’ للإمام الكرخي الحنفي.

القواعدالفقهیة:
نوموړی مضمون یو مهم مضمون دی چې د جزئياتو د ضبط او د “ادراج الجزئي تحت الکلي” په موخه مفتي ورته زیاته اړتیا لري.

مقرر درسي کتاب:

تأسيس النظر’ للدبوسي.

الاشباه والنظائر’ لإبن نجيم الحنفي.

قواعد الفقه’ عمیم الاحسان البرکتي.

اضافي مراجع:

قواعد مجلة الاحکام.

أنوارالبروق في أنواء الفروق. للإمام القرافي.

شرح القواعد لشيخ زرقاء.
الوجیز شرح القواعدالفقهیة’ للدکتور عبدالکریم زیدان.

أصول الإفتاء:

نوموړی مضمون د تخصص مهم او اساسي مضمون دی چې د فتوا اصول’ اداب او ضوابط بیانوي.
مقرر درسي کتاب:
شرح عقود رسم المفتي’ للعلامة الابن عابدین الشامي.

أصول الإفتاء وآدابه’ لفضيلةالشيخ محمد تقي العثماني.

اضافي مراجع:

آداب الفتوی’ للإمام النووي.
أدب الفتوى’والمفتي لإبن صلاح.
صفة الفتوی للامام حمدان الحراني.

مقاصد الشریعة:
نوموړی مضمون نهایت زیات مهم مضمون دی’ ځکه شرعي مقاصد او مراتب یې پیژندل’ او د شریعت له مزاج سره بلدتیا د یو مفتي او قاضي سره د فقه الأولویات والموازانات’فقه النوازل والواقع’ او د احکامو د تکییف او تطبیق خصوصا په نوو مسایلو کې پوره مرسته کوي.

مقرر درسي کتاب
الموافقات للشاطبي’ “جزءالمقاصد”.
اضافي مراجع
قواعد الأحكام في مصالح الأنام’ العز بن عبدالسلام.

مقاصدالشريعة’ طاهر ابن عاشور.
مقاصد الشريعةالإسلامية و مكارمها’ علال الفاسي.

فقه الواقع:
نوموړی مضمون ځکه مهم دی چې عرف’ تعامل او د جدید مسایلو تکییف سره مناسبت او بلدتیا راولي.
مقرر کتاب:
نشر العرف في أحکام اهل العرف’ للعلامة ابن عابدین.
فقه اهل العراق وحدیثهم’ للعلامة الزاهد الکوثري.

فلسفة الأحکام:
نوموړی مضمون ځکه مهم دی چې ذهني وسعت پیداکوي او د شرعي احکامو د تشریع له حکمت سره بلدتیا راولي.

مقرر درسي کتاب:

حجة الله البالغة’ للإمام شاولي الله الدهلوي.

اضافي مراجع:

رحمةالله الواسعة. لفضيلةالشيخ البالنبوري.

الفقه المقارن:
نوموړی مضمون ځکه ډېر مهم او اړتیا ورته لیدل کیږي چې د نورو فقهاوو له فقهي او اصولو خبریږو’ بل کله چې لویه سطحه تقنیني’ سیاسي او اقتصادي نظامونه جوړیږي نو د ټولو مذاهبو و فقهي او اصولو ته اړتیا پیداکیږي.

مقرر درسي کتاب
بدایة المجتهد ونهاية المقتصد’ لإبن رشد المالكي.

تاریخ المذاهب الاسلامیة… والفقهیة…للإمام محمد ابي زهرة.

فقه المعاملات المالية:
نوموړی مضمون ځکه مهم دی چې د مالي معاملاتو دومره نوي ډولونه او صورتونه پیدا شوي دي چې شرعي تکییف او ضوابطو ته یې سخته اړتیا لیدل کیږي.

مقرر درسي کتاب:
فقه البیوع’ لفضیلة الشیخ محمد تقي العثماني.

المعاییر الشرعیة’ لهیئةالعلماء.
اضافي مراجع:

المصرف الاسلامي- نشأته ومشكلاته. الدكتور محمد احمد سراج.
المعاملات المالیة المعاصرة في ضوء الشریعة الاسلامیة. الدکتور علي احمد السالوس.

فقه المواریث:

الفرائض’ للشیخ سراج الدین محمد بن عبدالرشید السجاوندي.

قضایا فقهیة معاصرة:

د جدید فقهي مسایلو سره د ژوند په هره برخه کې مخ یو’ یقینا نوموړی مضمون ډېر مهم او سخت مضمون دی ځکه جدید مسایل چې د ماهر او متخصص استاذ تر سرپرستۍ لاندې شرعي تکییف او د ضوابطو سره سم یې د حل تمرین و نه شي’ نو ډېره مشکله ده چې سړی دي پرې برلاسی شي.

مقرر درسي کتاب:

بحوث في قضایا فقهیة المعاصرة’ لفضیلة الشیخ محمد تقي العثماني.

اضافي مراجع:

جدید فقهي مسائل’ مفتي خالد سیف الله رحماني.

قضایا الفقه والفکر المعاصر’ الشيخ وهبة الزحيلي.

موسوعة قضايا إسلامية معاصرة. الدكتور محمد الزحيلي.

فقه المرافعات:
نوموړی مضمون د قضا د برخې مهم او اساسي مضمون دی چې د قضا اداب’ اصول او ضوابط بیانوي.
مقرر درسي کتاب:
معین القضاة والمفتین. لفضیلةالشیخ الأفغاني.

اضافي مراجع:

أدب القضاء. للإمام الخصاف الحنفي.

صنوان القضاء و عنوان الإفتاء. للعلامة عمادالدين الأشفورقاني. بتحقيق مجاهدالإسلام القاسمي.

نظام القضاء في الإسلام.
الدكتور عبدالكريم زيدان.

مجلة الأحكام العدلية. “حصةالقضاء”.

المدخل إلى فقه المرافعات. عبدالله بن محمدبن سعد.

اصول المحاکمات:
نوموړی مضمون محاکمو کې د شکلي قوانینو موضوعات څخه بحث کوي لکه: د مدني محاکماتو اصول پېژندل’ چې څنګه مدني دعواوو ته رسیدګي کیږي او طرزالعمل یې څه ډول دی.
او د جزایي اجراآتو اصول پېژندل چې د جرمنو کشف’ تحقیق’ تطبیق او جرایمو ته د رسیدګۍ پروسیجر له اصولو څخه بحث کوي ‘ د جرم له وقوع څخه د جزا تر تطبیق پورې ټول مراحل ترتیب او تنظیم’ لکه د څارنوالۍ اجراآت’ ابتدایه محکمه’ استیناف محکمه او ستري محکمې اجراآت او د جزا تطبیق.

مقرر درسي کتاب:
التشریع الجنائي الإسلامي.شهيد عبدالقادر عوده.
اصول محاكمات. محمدعلم ستانكزى.
اضافي مراجع:
تمسك قضاة امانيه.
رهنماي وثايق.
تعليمات نامې.
د وزارت عدلیې نوي مدني او جزایي قوانین.
معاون مضامین:

هغه مضامین چې د جرم’ مجرم اوجزاګانو په پېژندنې او ثبوت کې مرسته کوي’ لکه: کریمنولوژي’ کریمنالستیک’ او “طب عدلي”.
دا مضامین هم مهم او ضروري دي ځکه د جرمونو علل’ اسباب او وسایل نن سبا دومره ډېر شوي دي چې که تخصصي برخورد او مقابله ورسره ونه شي’ نو عدالت پلی کول او امنیت را ویستل غیر ممکن دی.

قوانین:

داخلي قوانینو کې د قانون اساسي تجزیه او تحلیل کول.
او د بین الملل قوانین لکه: د منشور’ میثاقونه او معاهداتو تجزیه او تحلیل.
ځکه ترڅو چې وضعي قوانین ونه پېژندل شي’ شرعي تکییف یې ونه شي’ تجزیه او تحلیل یې نه کړې نو ګټه او تاوان یې هم کماحقه نه معلومیږي’ الحکم علی الشیء فرع عن تصوره.

محاضرې:
د مختلفو موضوعاتو لکه: قضاء’ اقتصاد’ اسلامي بانکوالۍ’ قوانین او داسي نورو… په اړه د بېلابېلو شیوخو’ عالمانو او پوهانو لخوا وخت پر وخت محاضرې خپل مسلمې او محسوسي ګټې لري.

یادونه:
دا ځیني مضامین لکه: مقاصد الشریعة’ الفقه المقارن’ فقه المرافعات’ فقه النوازل’فقه الأولويات والموازنات’ أصول المحاكمات’ او القوانين چې موږ یې د یوه مضمون په توګه وایو’ خو په نوره اسلامي نړۍ کې یې هر یوه کې جلا تخصص کوي’ ځکه دا هغه مهم مضامین دي چې د ژوند هغه ورځني عملي شرعي احکام ورسره تړلي دي.

علمي رساله:
د دوه کلني دورې تخصص وروسته علمي رساله دومره مهمه وي لکه دا پوره دوه کلنه علمي او تحصیلي دوره چې ده’ ځکه یې د لیکلو لپاره همدوره وخت ورکول کیږي’ او مادي او معنوي سند پر همدې علمي رسالې موقوف او بنا وي’ نو زیاته توجه او دقت غواړي او علمي سویې ته هم همدوره ګټه رسوي لکه د تخصص پوره دوره.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x