افغانستان

کابل کې پر موټرسایکل ګرځونه بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۹ل):کورنیو چارو وزارت وایي، د وژنو او جنایي جرمونو د مخنیوي په موخه یې په کابل ښار کې پر موټرسایکل ګرځونه بندیز لګولی.

له کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل ښار کې ډېرې «ترورستي پېښې»، جنایي جرمونه او وژنې د موټرسایکل سپرو له خوا ترسره کېږي، نو ځکه دوی د وري د میاشتې له «۲۷» وروسته چې د چهارشنبې له ورځې سره سمون خوري، پر موټرسایکل ګرځونه بندیز لګولی.

د خبرپاڼې په بنسټ، که چا له دې حکم سرغړونه وکړه، موټرسایکل به یې ضبط شي او له چلوونکي سره به قانوني چلند وشي.

یاده دې وي، چې څو ورځې وړاندې د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې د اشرف غني د ځانګړي ساتونکي «قیام مقصودي» له وژل کېدو وروسته په یاده حوزه کې پر موټرسایکل ګرځولو بندیز ولګېد، خو وړمه ورځ  په څلورمه امنیتي حوزه کې د اشرف غني د ځانګړي ګارد د فزیکي امنیت کارمند هم د موټرسایکل سپرو له لوري ترور شو، چې په تعقیب یې په ټول کابل ښار کې د موټرسایکل په ګرځونه بندیز اعلان شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

چی دا څومره احمقان دی ، که سبا د غلام غنی د غلام ساتونکی وژونکی پر موټر ، بایسکل ، او یا بله وسیله سپور و نو پر دا ټولو به بندیز لګول کیږی ؟ عجیبه ده !
احمقان مو لیدلی وه خو نه داسی چار پایه .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x