ادبي لیکني

د خوشال خټک انتقادي افکار

جاوېد سيال

خوشال بابا د پښتو ژبې او ادب په هسک اسمان کې هغه ځلانده ستوری دی چې د تورې تر څنګ يې قلم هم ښه په زغرده چلولی دی، د مرحوم بېنوا صاحب په اند: (( چې خوشال بابا د پښتونولۍ او د پښتنو د ازادۍ لپاره جنګېده .)) هغه د ژوند تر پايه د مغلي لښکرو په وړاندې لکه سپر درېدلی ؤ ، دا چې شاعر د خپلې ټولنې او وخت ترجمان وي ،نو خوشال بابا هم په خپل ديوان کې عشق ، د ښکلو مينه ، توره ، مېړانه ، هېواد پالنه ، فلسفه ، د ګوتنيونه او ورته نورې ډېرې برخې راوړي دي.د منځپانګې له اړخه د خوشال بابا ديوان لکه دی چې په خپله وايي:

درست ديوان مې لکه باغ د علم ګنج دی
پکـــــــې هر رنګه ګلــــــــــونه هر نهال

د خوشال بابا د شاعرۍ يوه درنه پله انتقادي برخه جوړوي ، دی لکه د يوه سترګور انتقادي رياليست په څېر خپل چارپيريال ته په بشپړه بڼه متوجه دی ،ښو کړنو ته ښه او بدې کړنې غندي او په دې برخه کې له چا سره حسد او کينه هم نه پالي:

مدعي سره د خدای لپاره جنګ يم
الوده نه په حسد نه په غرض يم

د خان په ديوان ، سواتنامه او فراقنامه کې مونږ له ځينو داسې نظمونو سره مخامخېږو چې د خان د انتقادي افکارو ښکارندوی کوي او دا را ښايي چې خان له قضاياوو سره انتقادي برخورد لري. دده په آثارو کې مونږ ادبي نقد ، اجتماعي ،سياسي ، پر خپل ځان او کورنۍ نقدونه پيدا کوو.(۳ :۲۷۸ )

سياسي نقدونه:
د نوموړي د سياسي نقدونو ډېره برخه مغلي اورنګزېب ته متوجه دي، د نوموړي په اړه ليکي :

يا پاچاه په ځان جهود دی
د مومن ازار يې سود دی

په دا منځ کې داور خدای دی
ور معلوم د هر چا رای دی

بادشاهان چې ستم ناک شي
په خلل د خلقو ژواک دی

بادشاهان چې ناانصاف شي
خلق خوار په هر اطراف شي

بادشاهان چې بې تميز شي
چې عزيز وي نا عزيز شي

خدای خبر په دا بادشاه دی
چې ګمراه دی ډې ګمراه دی

که رښتيا وايم ابليس دی
ډک په مکر د تلبيس دی

ظلم کار دی ستمکاردی
نه په زويه نه په پلار دی

ټول ارکان دده ګورګان دي
تعين شوي په جهان دي

( ۳ : ۲۷۸ ــ ۲۷۸۹ )

يا:

پلار تړلی بادشاهي کا
سل ناحقه ګمراهي کا

سکه وروڼه يې قتال کړي
ده يې مال ګنجونه وړي

(۳ :۲۷۹ )

دا چې خانان دي يا امراګان دي
په هند کې ګرځي په هر مکان دي

غوښې هډونه د مظلومانو خوري
زما تر فهمه واړه ددان دي

(۲ :۲۸۰ )

بل ځای ليکي :

ده په لاس د بخت نصر ظلم واخيست
زه دده له لاسه بند لکه دانيال

حق نا حق يې چې څوک راشي په منګول کې
خواروي يې غم يې نه وي د وبال

چې په پلار باندې يې نه ده صرفه کړې
په نور چا يې څه صرفه څه يې اشکال

( ۲ : ۵۷۱ )

شاه جهان تړلی چا دی
شاه شجاع شړلی چا دی

مراد بخش د چا په توره
جهان ويوست له سروره

د دارا د زوی ياره
چا کړه اوس خپله ورينداره

(۲: ۸۵۴ )

ټولنيز نقدونه:
تر دې دمه مو د خوشال سياسي نقدونه تر يوه بريده راوړل ،پاتې د نه وي چې د نوموړي په کلياتو کې ورته نورې ډېرې بېلګې هم شتون لري چې ما په دې ليکنه د څو بېلګو په  راوړلو بسنه وکړه ، د خان علين مکان ددې برخې وروسته اجتماعي نيمګړتياوو ته ګوتنيونه تر سترګو کېږي ، هغه ډېری ځايونه د پښتنو له جهالت څخه سرټکولی :

پښتانه د بدنیتۍ د خصومت دی
په حيا په شجاعت يې وکړه شاش

قديمي د پښتنو جهل خرتوب و
اوس په طمع په حرص درومي له ميانه

که رښتیا وايم شېرشاه دا هسې نه ؤ
لکه مونږ يو نن پيدا له کوهستانه

د بهلول او د شېرشاه خبرې اورم
چې په هند کې پښتانه و بادشاهان

شپږ اووه پېړۍ يې هسې بادشاهي وه
چې په دوی پورې حيران و درست جهان

(۳ : ۲۸۱ ــ ۲۸۲ )

پښتانه واړه بد خوی دي
کور په کور کاندې غورزی

يو چې سر کاندي په پورته
بل يې ووهي مغزی

(۳ : ۲۸۲ )

د خټکو سپي بهتر تر يوسفزيو
که خټک دي هم په خوی تر سپي بېکار

(۲ : ۵۵۵ )

پښتانه چې نور څه فکر کا ناپوه دي
بې له توري خلاصی نشته په بل کار

تر مغلو پښتانه په توره ښه دي
که په پوهه پښتانه وی څه هوښيار

اپريدي ،مومند،شينواري ګوره څه کا
د مغلو لښکر پروت په ننګرهار

(۲ :۵۵۵ )

خوشال بابا چې کله سوات ته لاړ ،نو هلته يې سواتنامه وليکله چې د سوات د خلکو اجتماعي حالات يې داسې کښلي دي :

چې د سوات په ملک کې ما ننداره وکړه
بل ولس تر يوسفزيو نشته خوار

زور زياتی خودپسندي خصلت د واړو
هر سړی يې تمه خواست و ته تيار

که په کور مال دولت لري سترګوږی
ملکان يې لا تر نورو دي مردار

چې مې وليدل له نورو خبر نه يم
دا خو واړه يا غوايه دي يا حمار

خوشال بابا د سوات د خلکو د يو شمېر ملکانو او مشرانو کړنې هم تر نيوکې لاندې نيسي او ليکي:

که شيخان که ملکان دي
پرې باور نشته ټګان دي

عالمان دي يا شېخان دي
يا د عدل بادشاهان دي

اوس دا درې واړه فريقه
خدای مرتد کړل له طريقه

( ۲ : ۸۵۶ )

ملکان دې يوسفزيه غوايه خرونه
خوځول به يې له نه پوهې سرونه

( ۲ : ۹۳۱ )

يوسفزيه خو د ننګ د ناموس نه دي
څوک چې نه کا د هغه سړي په خوله دي

( ۲ :۹۳۰ )

خوشال بابا په سواتنامه کې د سواتيانو دود او دستور غندلی، د هغوي د جهالت غندنه يې کړې ، بخيل يې ګڼلي ،وعده خلاف ، منافقت او پيسه دوستي يې ورته رټلې ده .

ما د سوات د عالم ښه ننداره وکړه
د هر هر فريق مې پټه ښکاره وکړه

خو په خوله کلمه لولي مسلمان دي
په وعده په عهد قول بې ايمان دي

( ۲ : ۹۲۰ )

د خپل سود لپاره ګرمه ياري کاندي
چې يې سود نه وي بې شرمه ياري کاندي

( ۲ : ۹۲۰ )

هر مغل چې په سوات راشي شهزاده شي
هر سړی يې و منصب ته اماده شي

(۲ : ۹۲۳ )

ملکان خانان يې کل واړه خران دي
عالمان شېخان يې واړه جاهلان دي

چې د کنز قدوي شي ځان ملا کا
هر حرام به په خپل ځان باندې روا کا

کتابونه په سر کېږدي ځان ملا کا
په هر کلي محلت ګرځي ټګي غلا کا

(۲ :۹۲۴ )

د خوشال بابا په اشعارو کې تر ډېره د سوات د خلکو او په عامه د بڼه د پښتنو ژور ټولنيز انځور پروت دي چې له دغو اشعارو څخه مونږ تر ډېره د پښتنو د ژوند او کړنو په اړه معلوماتو باندې پوهېږو.

ادبي نقدونه:

استاد زلمی ( هېوادمل ) ننګيالی د زمانې نومي اثر کې د خوشال بابا انتقادي اشعار په سياسي ،ټولنيز او ادبي برخو وېشي ، ما يې وړاندې د سياسي او ټولنيزو نقدونو بېلګې راوړلې چې اوس يې ادبي نقدونو ته لنډه کتنه کوم :

په پښتو شعرچې ما علم بلند کړ
خبرو ملک مې فتحه په سمند کړ

د ميرزا ديوان مې ومانډه په ګوډي
مسخره مې ارزاني خويشکي زمند کړ

که دولت و که واصل و که دا نور و
په خبرو مې د هر يوه ريشخند کړو

هېره دې نه وي چې په پورته بېلګو کې د مېرزا او واصل غندنه کړې ،خو بل ځای يې د هغوی ستاينه کړې ، واصل يې د ځان سيال او د ميرزا اشعار يې په تول برابر ګڼلي دي:

چې زمونږه په حساب و
هېڅ مې هېر نه دی واصل

د ميرزا په اړه وايي:

له چا نه په پښتو کې ما ميزان ليدلی نه دی
ميرزا په دا زبان کې ويل کړي دي تللي

کله چې خوشال بابا سوات ته تللی و ،نو هلته يې وليدل چې د سوات خلک ميانور او دروېزه ته خورا عقيدتمن ول ،نو په دغو آثارو باندې نقد کول د خوشال زړه غوښت چې په مسلکي بڼه يې د هغوی په آثارو نقد وکړ ، هغه د دروېزه د محزن په اړه ليکي:

يو کتاب دی دروېزه سره جوړ کړی
چې د سوات خلک يې له علمه دی موړ کړی

نا معقول مجهول بيان پکې بې ځايه
پکې بد د سيد وايه يزيد ستايه

( ۲ : ۹۲۶ )

بل ځای د دروېزه د محزن په قافيه ، رديف او وزن ته داسې انتقادي نغوته کوي:

دروېزه چې بيان کړی خپل کتاب دی
نوم يې محزن الاسرار کړی جناب دی

هر بيان يې نا موزون مجهول بې رنګه
خالي پاتو له دانشه له فرهنګه

که يوه مصرعه يې په سل بله په سل ده
نا مربوطه ناموزونه په ويل ده

قافيه لام دال سره  وهلي
په رديف کې يې نون واو سره پييلي

( ۲ : ۹۲۶ ــ ۹۲۷ )

د نوموړي د بوصيرې قصيدې په اړه ليکي:
قصيده د بوصيرې ترجمه کړې

عربي يې تر پښتو مضحک راوړې

هرهر بيت د قصيدې درمرجان دی
په پښتو کې تر اوربشو لا ازران دی

مسالې يې نظم کړې په پښتو دي
درته څه وايم چې څه دي د وېستو دي

ګنده يزد ګنده خور سره جوړېږي
خاص په خاص عام په عام ويل خوښېږي

يا :

دروېزه له يوه لوري را پيدا شو
په لږ علم په دې ملک کې لوی ملا شو

او په پای کې د دروېزه او د هغه د لارويانو په اړه داسې پرېکړه کوي:

دروېزه نه مجتهد دی نه امام دی
دی هم خام دی تاسو هم خام محزن هم خام دی

(۲ : ۹۳۴ )

د پير روښان او د هغه د کتاب خيرالبيان په اړه ليکي:
هغه وخت چې پير روښان فساد بيان کړ
پښتنو ورسره ټينګ کار د ارشاد کړ

پښتانه په هغه دور پير پرست و
څوک مريد د شاه عيسی څوک د سرمست و

( ۲ :۹۳۴ )

د روښان خيرالبيان يې و ليدلی
هغه هم مجهول بيان و ناپسندلی

( ۲ : ۹۳۴ )

د ادبي نقدونو برخه هم ما د مشت نمونه يې خروار په بڼه وړاندې کړل ، که د خوشال بابا کليات وپلټل شي،نو هلته نورې ډېرې بېلګې هم موندلی شو.

په خپلې کورنۍ او ځان نقدونه:
په پښتني ټولنه کې مونږ وينو چې ډېری خلک د ځان ړانده او د جهان بينايان دي ،خو خوشال بابا د نورو څخه د جلا فکر او اند درلودونکی دی ،دی که په سياسيونو او عامو خلکو نيوکې کوي ،نو ددې جرائت لري چې په خپلې کورنۍ اوځان هم نیوکې وکړي او د خپل عيبونه او نيمګړتياوې هم څرګندوي.

خوشال بابا په خپلې کورنۍ کې په زامنو او ترونو باندې ډېرې ني،کې کړي دي چې په زامنو کې يې د بهرام څخه خورا ډېره سرټکونه کړې ده :

ستا هنر د سردارۍ نه زده بهرامه
سرداري دې په خپل دور کړه بدنامه

هم تمامې خېلخانې لره بلا شوې
هم خپل ځان لره بلا شوې بد فرجامه

مشر ورور دې په زندان کړ ته خاني کړې
دا خاني دې شه په خپل ځان پورې حرامه

نور د نوم زما د زويه په شمار مه شه
د خوشال خټک وينا په دا تمامه

( ۱ : ۲۸۷ )

نه شرم نه يې ننګ شته د مېړونو
زما زويه د بل ورور نه دي غمخوار

په بهرام چې وار راغی اوس ګوره
چې څرنګه بدنام کړل دا نامدار

(۲ :۵۵۳ )

خوشال بابا په (۱۰۹۱ ) کال د خپلو زامنو څخه په بېزارۍ يوه قصيده ليکې چې د ډېرو زامنو يې غندنه او د لږو يې ستاينه کړې:

چې مې وليده د خپلو زويو کار
زويه واړه د زړه رنځ دي د خپل پلار

څوک يحيی غوندې ويده غافل پيدا شي
چې هېڅ کار نیولی نه شي استوار

منافق لئيم مردود د زمانې شي
په شامت يې خېلخانه شي تار په تار

څو که ما کره زوولي ډېره زويه
د نور چا نه وي پيدا په دا ديار

بل ځای د خپلو ترونو په اړه د سوي زړه آهونه داسې څرګندوي:

دواړه ترونه مې نا اهله
ابوجهل وبولهب دي

زه يې بند کړم په مغلو
په خانۍ و په منصب شول

(۲ : ۸۳۲ ــ ۸۳۳ )

زما تره بهادر خان ؤ       زيان د ځان هم د جهان (۲ :۸۵۵ )

بالاخره دی د خپلې کورنۍ په اړه خپله وروستۍ پرېکړه داسې ښکاروي:

نادان دي نا پوهان دي    نن زما کره پيدا (۵۴۴:۲  )

د شمس الدين (مجروح ) په اند : (( خوشال بابا لومړی پښتون دی چې په خپل ځان يې نقد پيل کړی .)) خوشال بابا د مغلو لپاره ډېرې تورې وهلې وې او دی لکه يوه ګټوره وسله د پښتنو په وړاندې درېدلی ؤ،خو کله چې يې له بنده وروسته د افغان په ننګ توره وتړله ،نو بيا د ژوند تر پايه مغل نه شو .

د مغل نمک مې وخوړ شپږ (څو) پېړۍ
ما د زرو پکې جوړې کړې بېړۍ

رعيت مې يوسفزيه درست خټک و
په عزت او په حرمت کې مې څه شک و

د مغلو لپاره ما تورې وهلې
پښتنو به راته کړې ډېرې کنځلې

که ورکزيه که بنګښ او که يوسف دي
دوی همه زما د تېغ په تاسف دي

پښتانه مې په زرګونو دي وژلي
په سرونو يې خره غوايه وولښلي

لا تر اوسه د سرونو يې انبار دی
په اټک په پېښاور کې يې منار دی

له بند څخه وروسته چې خوشال بابا د مغلو په وړاندې توره پورته کړه ،نو بيا چې د کابل او پېښور په صوبو څومره مغلي منصبداران وټاکل شول خوشال بابا ته يې د منصب وړانديز وکړ ،خو هغه ځکه رد کړل چې:

په ورتله به بيا خدمت را څخه غواړي    پښتانه چې سره وژنو دوی پرې وياړي.

خوشال بابا د قوم په ننګه توره وتړله او دې ژوند تر پايه يې ددغه ننګ لمنه پرېنښوده ،تر دې چې له مرګ وروسته يې له په خپل وصيت کې له مغلو څخه خپله کرکه داسې څرګنده کړه چې زما قبر هلته جوړ کړئ چېرته چې د مغلو د سپرو ګردونه پرې ونه غورزي.

حقه خبره داده چې خوشال بابا پښتون قوم ته د تورې او قلم په برخه کې داسې ستر خدمتونه کړي دي چې دادی نوم يې له درې نيم سوه کالونو څخه وروسته هم ژوندی دی او وي به .

د بابا روح دې ښاد وي او زه د خپلې موضوع لمنه په دې بيت را ټولوم چې:

زه يې چا لره وهمه قدر يې چا زده        په اور وسوزه دا تورې قلمونه

رښتيا هم چې خوشال بابا نه يوازې دا چې د هغه وخت پښتنو ونه پېژنده ؛بلکې د هغه د خپلې کورنې غړي يې هم په قدر پوه نه شول ،نو اوس يې دا خبره بلکل پرځای برېښي چې :

د خوشال قدر که اوس په هېچا نشته

پس له مرګه به يې ياد کا ډېر عالم

پايله:
خوشال بابا د پښتو ژبې او ادب په هسک اسمان کې هغه ځلانده ستوری دی چې د تورې تر څنګ يې قلم هم ښه په زغرده چلولی دی، د مرحوم بېنوا صاحب په اند: (( چې خوشال بابا د پښتونولۍ او د پښتنو د ازادۍ لپاره جنګېده .)) هغه د ژوند تر پايه د مغلي لښکرو په وړاندې لکه سپر درېدلی ؤ ، دا چې شاعر د خپلې ټولنې او وخت ترجمان وي ،نو خوشال بابا هم په خپل ديوان کې عشق ، د ښکلو مينه ، توره ، مېړانه ، هېواد پالنه ، فلسفه ، د ګوتنيونه او ورته نورې ډېرې برخې راوړي دي.د منځپانګې له اړخه د خوشال بابا ديوان لکه دی چې په خپله وايي:

درست ديوان مې لکه باغ د علم ګنج دی
پکـــــــې هر رنګه ګلــــــــــونه هر نهال

د خوشال بابا د شاعرۍ يوه درنه پله انتقادي برخه جوړوي ، دی لکه د يوه سترګور انتقادي رياليست په څېر خپل چارپيريال ته په بشپړه بڼه متوجه دی ،ښو کړنو ته ښه او بدې کړنې غندي .

د خان په ديوان ، سواتنامه او فراقنامه کې مونږ له ځينو داسې نظمونو سره مخامخېږو چې د خان د انتقادي افکارو ښکارندوی کوي او دا را ښايي چې خان له قضاياوو سره انتقادي برخورد لري. دده په آثارو کې مونږ ادبي نقد ، اجتماعي ،سياسي ، پر خپل ځان او کورنۍ نقدونه پيدا کوو.(۳ :۲۷۸)

اخځليکونه

۱ : بېلابېل ليکوال. نابغه خوشال (مقالوټولګه )،۱۳۹۷ .ل، د افغانستان علومو اکاډمۍ او کابل پوهنتون، بهير مطبعه کابل .

۲ : زاهد مشواڼی .عبدالقيوم په زيار،د خوشال بابا کليات ،۱۳۹۳ ،دانش خپرندويه ټولنه.

۳ : هېوادمل .زلمی ، ننګيالی د زمانې ،۱۳۸۰ ،د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه (جرمني )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x