لیکنېنظــر

د بین الافغاني مذاکراتو ځنډ د چا په زیان دی!؟

اجمل هوډمن

د طالبانو او امریکا ترمنځ د تړون له لاسلیک وروسته چې بین الافغاني مذاکراتو ته کومې هیلې را ټوکېدلي وې، داسي ښکاري چې په ارګ کې بېلابېلو واکمنانو یې له منځه وړلو ته مټي را بډ وهلي دي، لکه څرنګه چې تړون کې په وضاحت سره یادونه شوې ده چې د تړون له لاسلیک وروسته به په لسو ورځو کې شپږ زره بندیان آزاديږي، ورپسې به لسمه ورځ بین الافغاني مذاکرات پيل کیږي، چې د نورو ګڼو موضوعاتو ترڅنګ به په دائمي اوربند هم خبري پکې کیږي، مګر د څه باندې یوې میاشتې په تېرېدلو سره سره بیا هم د بندیانو موضوع یو طرفه شوې نه ده.

په داسې حال کې چې طالبان له امریکایي جهت سره مذاکرې ته هم لېوال وو او له پيله یې دا دریځ وو چې د افغان کشالې بهرنی بعد باید لومړی حل شي، امریکایي لوري له خپل ټول نړیوال او سیمه ییز رسوخ او فشار سره سره ډېر کوښښ وکړ چې په طالبانو باندې لومړی دائمي او بیا موقت اوربند  ومني او د کابل حکومت په رسمیت پرې وپېژني خو له خپلو ټولو هڅو سره سره بریالی نه شو.

امریکایي لوري که هرڅومره مذاکرات په یوه او بله پلمه وځنډول او د مذاکراتي ټېم مشر زلمی خليلزاد یې له لويدیځه تر ختیځه په شپه او ورځ کې سفرونه کول، خو بیا یې هم طالبانو باندې داسې څه ونه منل چې د طالبانو تنزل او په دریځ کې یې شاته تګ ترې څرګند شي.

طالبان ډاډه وو چې که خدای مه کړه تنزل کوو نو بیا امریکا په لږ تنزل نه خوشحاله کیږي، همداسې به غوښتنې وړاندې کوي او کابل کې د ناستو خپلو نصب کړیو چارواکو په څېر تمه به راته لري، د طالب مذاکراتي ټېم همدا ثبات د دې لامل شو چې بالاخره امریکا د تړون لاسلیک ته اماده او د دائمي یا موقت  اوربند له غوښتنې تېره شوه.

په کابل حاکم نظام چې له الفه تر یا ټول مصارف یې د امریکا د کانګریس له تصویب وروسته منظوریږي، په کوم استدلال به د هغه طالب په وړاندي ثابته پاته شي چې د امریکا په څېر د نړیوال سیاست سر لاري هم پرې خپلې غوښتنې ونه منلې؟

افغان حکومت باید دې ته هم توجه وکړي چې له امریکا سره د طالبانو په لاسلیک شوي توافقنامه کې طالب له جګړې د لاس اخیستلو کومه وعده نه ده کړې، احیاناً که همداسې کومه وعده طالبانو کړې وای نو اوس به افغان حکومت څه چې ویل منل کېدل به ځکه په وړاندې به یې د مقاومت ځواک نه وو  اوس چې طالب لا هم د خپل نظامي ځواک په پياوړي کولو باندې بوخت دی، نوې سیمې لاندې کوي او د خپل سیاسي بصیرت په مټ یې سیمه ییزه اجماع هم د ځان په ګټه عیاره کړه، دې ته هیڅ ضرورت نه ویني چې د کابل د حکومت غوښتنې ومني .

نو دا چې طالب لوری لا هم د جګړې ابتکار په لاس کې لري، حکومت ته نه ښایي چې  په نه پلمو د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ سبب شي، که طالبان پیل کېدونکي جګړییز موسم کې له خپل نظامي فشار څخه په استفاده حکومت د بندیانو آزادۍ او بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو کړي نو دا به د حکومت لپاره نوره هم د شرمیندګۍ خبره وي، کومه غوټه چې په لاس خلاصیږي خولې ته حاجت نشته.

د بین الافغاني مذاکراتو ځنډ طالبانو ته کوم ښکاره تاوان نه لري،ځکه همدا اوس هم طالبان په جګړه بوخت دي او که دا ځنډ نور هم اوږدیږي کېدای شي طالبان یې د جګړې د شدت لپاره د یوې پلمې په توګه کار ورڅخه واخلي.

په داسي حال کې به د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ زیان خپله حکومت ته راجع وي چې د همدې مذاکراتو د مخنیوي لپاره بېلابېلي پلمې کوي.

لکه مخکې چې مو وویل طالبانو ته د همدې مذاکراتو ځنډ دومره زیان نه لري لکه حکومت ته چې یې لري، ځکه طالب لاهم د جګړې ابتکار په لاس کې لري او نظامي پیاوړتیا یې د دې جوګه شوې ده چې له نظامي لارې په حکومت د ځان په ګټه ډېر څه ومني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

زما په اند امریکایان به بیله هرڅه کولو چټک ووزی ، یو خو داچی د خپلو غلامانو به یی د خپلی ناکامی او ماتی انتقام اخیستی وی ، بل داچی خپل کلک دښمن( طالبانو) ته به یی سم او روغ میدان نه وی ور پریښی . نو د تیښتی سره به افغانانوته جنجال تر شا پریږدی ، پدی کی به ټوله زیان ووینی او امریکا به د ټولو څخه خپل ګیدړی انتقام اخیستی وی ، خو طالبان به د اشغالګرو او د هغو د غلامانو د مذاکراتو او نورو نخرو څخه خلاص ښه په پوره ډول فاتح ښارونو ته ننوزی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x