افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد د توافقنامې د پلي کېدو په لاره کې د پرتو خنډونو په اړه له طالب مشرانو سره ګوري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۹ل):د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» قطر ته تللی، تر څو له طالب مشرانو سره د توافقنامې د عملي کېدو په وړاندې د پرتو ستونزو په اړه خبرې وکړي.

د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې زلمی خلیلزاد تېره ورځ د اپریل په دوولسمه قطر ته تللی او د اپریل په دیارلسمه به له طالب مشرانو سره د هغو ستونزو په اړه خبرې وکړي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې د عملي کېدو په لاره کې پرتې دي.

که څه هم امریکا د هغو ستونزو په اړه څه نه دي ویلي، چې ددوی په خبره، د توافقنامې د پلي کېدو په لاره کې پراته دي، خو دغه سفر وروسته له هغه کېږي، چې طالبانو په پرلپسې ډول امریکا  او «ملاتړي» یې له توافقنامې څخه په سرغړونه تورن کړل او پر هغوی یې غږ وکړ، چې توافقنامه عملي کړي.

درې ورځې وړاندې هم په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» قطر ته تللی وو او هلته طالبانو ورسره له توافقنامې څخه د سرغړونو په اړه «جدي» خبرې کړې وې.

د طالبانو او امریکا توافقنامه چې د فبروري میاشتې په ۲۹ مه نېټه په دوحه کې لاسلیک شوې وه، تر دې دمه یې لا ځينې ژمنې د کاغذ پر مخ پاتې دي. د شوې توافقنامې په اساس باید طالب زندانیان میاشت وړاندې خلاص شوي وای، خو لا تر دې دمه خلاص شوي نه دي.

له دې سره، سره د هیواد په بیلابېلو برخو کې امریکایي ځواکونو له دولتي عسکرو سره په ګډه چاپې وهلې او هوايي بریدونه یې کړي چې ولسي وګړو ته یې درانه تلفات اړولي او له طالبانو سره کړې توافقنامې سره په ټکر کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا د ګوډ شیطان ګناه نه ده، مګر ګوډ شیطان د لوی دجال د پالیسیو مطابق کړنی ترسره کوی. لوی دجال په نظامی دګر کی ماتی خوړلی له شرمه سیاسی ډګر ته یی لاس غځونه وکړه چه سیاسی ډګر کی به د طالبانو په بیه اخستلو به هغه څه ترلاسه کړی چه جنګ کی یی نه وی ترلاسه کړی هغه د کابل د غلامی اداری سره د طالبانو مخامخ خبری دی او بلاخره به طالبان د ګلبدین په شان د اوسنی بن کی جوړ شوی نظام کی ننباسی ، امریکایان به په بریا له هیواده ووځی، ځکه خو د قطر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x