ادبي لیکني

لیکنښې/ ډاکټر محب زغم

ډاکټر محب زغم

د ټکي (.) د کارولو ځایونه

1. د بیاني جملو په پای کې
• ژانرونه له لویه سره دوه ډوله دي: تخیلي او غیر تخیلي.

2. د مخفف د توریو تر منځ
• د. ا. ا. ج. د. (د افغانستان اسلامي جمهوري دولت)
• و. ا. لینین (ولادیمیر ایلیچ لینین)
د کامې د کارولو مورودنه

1. د کلمو په لست کې
• کابل، کندهار، هرات، جلال آباد، او مزار شریف د افغانستان لوی ښارونه دي.

2. د جملې په سر کې، تر «هو» او «نه» وروسته
• هو، زه ورغلی وم.

3. د زمان تر قید یا د زماني ترتیب ښودونکو کلمو وروسته، البته کله چې دا کلمې د جملې په سر کې او تر فاعل مخکې راغلې وي
• ماښام، ښاپېرۍ ډېوه بله کړه
• په پای کې، عامرخان بېرته په فضايي بېړۍ کې سپرېږي.
• تر هر څه د مخه، زده‌کړه خواري غواړي.
• په نتیجه کې، ستونزه هماغسې پاتې شوه.

4. د مرکبو جملو په منځ کې
– ډېر خلک راغلي وو، خو هېڅوک پوه نه شول چې څه خبره ده.
– زه ولاړم، ځکه چې ستړی وم.
– کابل ته ډېر سیلانیان راځي، دا په دې چې کابل ښه مېله ځایونه لري.

5. کله چې د جملې مبتدا یوه فقره یا جمله وي، تر مبتدا وروسته
– په ورین تندي روغبړ کول، د ښو اخلاقو نښه ده.
– کله مو چې کېک له داشه راوایست، پرېږدئ چې سوړ شي.
– زما په نظر، لیکوالي ډېر ریاضت غواړي.
– د بېلګې په توګه، ځینې ښوونکي استنباطي پوښتنې نه کوي.
– د جنګ او نا امنۍ په وجه، ډېر خلک مهاجر شوي دي.
– له بلې خوا، هېڅوک نه پوهېږي چې هغه چېرته ولاړ او څه یې وکړل.
– لنډه به یې درته ووایم، خوښه مې نه ده.

6. د عطف له توري یا عبارتونو وروسته، کله چې د جملې په سر کې راځي
– خو بیا هم، د کتابونو خرڅلاو بد نه دی.
– نو، سړی حیران شو چې دا څه کیسه ده.

7. په جمله کې تر مثال مخکې او وروسته
– ځینې سابه، مثلاً پالک، ډېره اوسپنه لري.
– دوه ژواکي، د بېلګې په توګه چونګښه، په وچه او اوبو دواړو کې ژوند کولی شي.

8. د فقرو او جملو تر منځ کله چې پر له پسې او د لست په بڼه وي
– زه هر سهار اودس او لمونځ کوم، منډې وهم، ورزش کوم، چای څښم، او کتاب لولم.

9. کله چې عدد د جملې په سر کې راځي، تر عددونو وروسته
– لومړی، دا خبره ولسمشر نه ده کړې. دوهم، دا خبره هېڅ بدي نه لري.
– متنونه د هدف په لحاظ درې ډوله دي: یو، معلوماتي؛ دوه، تفریحي؛ درې، اقناعي.

10. د جملې په منځ کې د اضافي شرحې یا معلوماتو د بېلولو لپاره
– مجیب الله، زما لس کلن زوی، نن یو په زړه پورې پریزنټېشن وړاندې کړ.
– نصیر احمد احمدي، چې د هېواد تکړه لیکوال دی، تر هر چا زیات ناولونه یې لیکلي دي.

11. د آدرس د برخو د بېلولو لپاره
• زما آدرس دا دی: چهلستون، ۷ ناحیه، کابل ښار، کابل، افغانستان.

12. د مأخذ د برخو د بېلولو لپاره
• غضنفر، اسدالله، د نثر لیکلو هنر، مومند خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۵

13. په عددونو کې د هرې طبقې (درې درې رقمه) د بېلولو لپاره
• ۱،۲۰۰،۰۰۰

د «» د کارولو موردونه

1. د مستقیم نقل قول لپاره
• اجمل وویل: «زه د هر چا په خوله نه شم کولی.»
• د اېنشتین په باور: «تخیل تر پوهې زیات مهم دی.»

2. د کتابونو، تابلوګانو، فملونو، سندرو او نورو آثارو نومونه
• «بوډا او د لېوانو پلونه» د نصیر احمد احمدي ناول دی.
• د فرهاد دریا سندره «ژوند ښکلی دی» ښایسته پیغام لري.
• «درې احمقان» فلم باید هر ښوونکی او استاد وګوري.

3. خاص اصطلاحات، کله چې په لومړي ځل په متن کې راځی؛ هغه کلمې چې ټینګار پرې شوی وی؛ هغه عادي کلمې چې په جمله کې خاص اهمیت لري.
• اېنشتین « د نسبیت تیوري» په دوو برخو کې وړاندې کړه: عمومي او خاص نسبیت.
• ستونزه دا ده چې خلک «دیني تعبیر» او «دین» سره یو شان ګڼي.
• د جملې په سر کې، تر «هو» او «نه» وروسته کامه راځي.

4. ځینې نا آشنا/ خارجي خاص نومونه کله چې په متن کې د لومړي ځل لپاره راځي او هغه خارجي نومونه چې زموږ د ژبې له کومې کلمې سره یو شان لیکل کېږي.
• «لیلي» د امریکا مشهوره لیکواله وه.
• مجیب الله «آیوا» ته تللی و.
• «آدم» په جلسه کې «سرکوزي» ته وویل …

5. د نورو ژبو هغه نومونه، کلمې او اصطلاحات چې د پښتو خاص توري په کې وي.
• چیني زایر «هیوان څنګ» د هډې په اړه وايي …
• «مونیښ» د جرمني مهم ښار دی.

6. د جملې په منځ کې د تورو او لیکنښو د نوم یا شکل لپاره
• په پښتو کې «و» دوه ډوله دی: معروف «واو» او مجهول «واو».
• لاندې جملې ولولئ او د هرې جملې په پای کې «.» یا «؟» کېږدئ.
سیمي کولن ؛

1. د مسلسلو جملو د جلا کولو لپاره
• د ترغیبي متن د ارزولو لپاره باید: د لیکوال ادعا معلومه کړو؛ وګورو چې د خپلې ادعا د اثبات لپاره یې دلیلونه منطقي او واقعي دي که څنګه؛ دلیلونه او شواهد یې له معتبرو منابعو څخه اخیستي دي، که نه.

2. د سره تړلیو کلمو او عبارتونو د ډلو د بېلولو لپاره
• ځینې صفتونه د نارینه نومونو له جمعې سره نه ګردانېږي خو له ښځینه نومونو سره پوره ګردانېږي، لکه: ښه هلک، ښه هلکان، ښه نجلۍ، ښې نجونې؛ سپین کتاب، سپین کتابونه، سپینه کتابچه، سپینې کتابچې؛ لوی صندوق، لوی صندوقونه، لویه کوټه، لویې کوټې.

3. په ګزارش کې د ترسره شویو کارونو د بېلولو لپاره، البته کله چې د بشپړو جملو په بڼه وي او که د عبارتونو په بڼه وي، په (،) یې بېلوو.
ما په تېره اونۍ کې دغه چارې ترسره کړې:
• له همکارانو سره مې د دوهمې ابتدايي دورې پر مفرداتو بحث وکړ؛
• د لیکلو د فعالیتونو پاتې برخه مې وژباړله؛
• د لیکنښو د کارونې سند مې برابر کړ؛ او
• د راتلونکې اونۍ لپاره مې ځان ته کاري پلان جوړ کړ.
شارحه :

1. په مستقیم نقل قول کې تر ویناوال وروسته
• پولیس وویل: «مجرم باید په همدې نژدې ځایونو کې پټ شوی وی.»

2. کله چې د چا نظر نېغ په نېغه بیانوو
• د فروید په باور :«د انسان شخصیت له درېو برخو څخه رغېدلی دی: اېډ، ایګو، او سوپر ایګو.»

3. د یوې موضوع د شرحې لپاره
• د ملکي تلفاتو عاملونه دا دي: د خلکو په کورونو کې د طالبانو پټېدل، پر ښارونو او بازارونو د طالبانو حملې، او په هوايي بریدونو کې نه دقت.

4. د مثالونو د بیان لپاره
• تروشې مېوې لکه: مالټه، نارنج، لیمو، کینو، او کیوي کافي انټي اوکسیډانټ لري.
ندائیه !

1. له احساسي او عاطفي کلمو نه وروسته
• وا وا! لوبه مو وګټله.
• اوه! نجلۍ ولاړه.
• اخ! بد رقم ولوېد.
• درېغه! چې وروستی عقل ړومبی وای.

2. د ندائي جملو/ فقرو په پای کې
• څه خوندوره هوا!
• څومره یخې اوبه!

3. له (؟) سره یو ځای د یوه شي پر ماهیت د شک کولو لپاره
• د پوهنتون یوه استاد؟! ویل چې دموکراسي کفري نظام دی.

4. د مخاطب د پام را اړولو لپاره
• ګوره! داسې به یې نه وي ویلي.
• نسیمې! په ګلانو لاس مه وهه.
• پام! ها خوا ته به نه ځې.
• مه! مه کوه چې لاس به دې خوږ کړې.

سوالیه ؟
1. د سوالي جملو په پای کې
• څوک خبرې کوي؟
• ته ښه یئ؟

2. له (!) سره یو ځای د یو شي پر ماهیت د شک ښودلو لپاره
• یو دیني عالم؟! وايي چې مسلمان په کورونا مرض نه اخته کېږي.

3. په چټ کې د «پوه نه شوم» په معنا یا د یوې خبرې د وضاحت غوښتلو لپاره
– هغه بله راغلې وه.
– ؟ (یعنې څوک؟)
یا
• د استاد خبره دې په زړه ده؟
• ؟ (یعنې کومه خبره؟)
سلش /

1. د دوو شیانو تر منځ د انتخاب لپاره او همدارنګه د مترادفو کلمو تر منځ
• کله چې د چا ژوندلیک لیکو، د هغه/ هغې د ژوند مهمې پېښې بیانوو.
• ملاتړې جملې د پراګراف د اصلي مفکورې تفصیل/ جزئیات بیانوي.

2. د «او» او «یا» تر منځ
• شاګردان به د موضوع په اړه استنباطي پوښتنو ته شفاهي او/یا لیکني ځواب ووايي. (دلته کېدای شي شفاهي او لیکني دواړه وي، یا یوازې شفاهي یا لیکني).
غبرګ سلشونه / /

1. د تورو آواز یا تلفظ ښيي
• د «غ» توری درې غږونه لري: /غَـ/، /غـِ/، او /غـُ/
• ښ څلور ډوله تلفظ لري: /x/، /ç/، /š/، /ṣ/

2. د کلمو تلفظ په کې لیکل کېږي
• مینه /mina/، مېنه /mena/
هایفن (-)

1. د کلمې د څپو (سېلابونو) د بېلولو لپاره
• افـ – ـغا – نسـ – ـتان

2. د دوو ځایونو، نېټو او عددونو تر منځ د «تر» پر ځای
– د کابل – کندهار په لویه لاره کې ټرافیکي پېښې ډېرې دي.
– په مېلمستیا کې ۲۰ – ۲۵ کسان وو.
– د کار وخت: سهار ۸ – ۱۲ بجو، ماسپښین ۱ – ۴ بجو.

3. په مکالمه کې د ویناوال د نوم د نه تکرارولو په خاطر
احمد وویل: سړی دې ولیدو؟
نجیب ځواب ورکړ: کوم سړی؟
– هماغه دله یادوم.
– ښه، د هغې پلار ښيې. نه، نه مې دی لیدلی.

4. په مکالمه کې د تړتړيتوب د ښودلو لپاره.
– نجلۍ وویل: کا – کا – کا – کابل ته تـ – تـ – تـ – تللی دی.

5. ځینې مفاهیم چې دوه بُعدونه لري او د یوه کُل په حیث یادېږي، بعدونه یې په( ـ ) سره بېلېږي.
• د خدايي خدمتګارو تحریک یو ټولنیز – فرهنګي حرکت و.
• جګړې د افغانستان پر سیاسي – اقتصادي وضعیت ناوړې اغېزې وکړې.

6. د کامې او سیمي کولن غوندې په لست کې د کلمو او عبارتونو د بېلولو لپاره
• ښه هلک، ښه هلکان، ښه نجلې، ښې نجونې – سپین کتاب، سپین کتابونه، سپینه کتابچه، سپینې کتابچې – لوی صندوق، لوی صندوقونه، لویه کوټه، لویې کوټې.
• کابل – کندهار – هرات – جلال آباد – او مزار شریف د افغانستان لوی ښارونه دي.
• د بولټ په حیث، کله چې معلومات په عمودي ډول لست کېږي، لکه:
د خوشحال خټک څو آثار دا دي:
– د شعرونو دېوان
– دستارنامه
– صوات نامه
– رباعیات
– بازنامه
– حالنامه
لیندۍ ( )

1. د کلمې یا عبارت د معنا لپاره
• قیمتي کاڼي (قیمتي ډبرې) ناقانونه ایستل کېږي.

2. په لستونو کې تر عدد یا حرف وروسته
• تخیلي ژانرونه درې ډوله دي: ۱) داستاني، لکه: کیسه‌ګۍ، لنډه کیسه، ناول؛ ۲) ډراماټیک، لکه ډرامه، سریال، فلمنامه؛ ۳) شعر.
• ژوندي ساري په ټوله کې دوه ډوله دي: الف) حیوانات، ب) نباتات.
• ژوندي ساري په ټوله کې دوه ډوله دي: )الف) حیوانات، )ب) نباتات.

3. د جملې په منځ کې د اضافي معلوماتو یا معترضه جملې لپاره
• عصمت قانع (سره له دې چې ښه لیکوال دی) په فیسبوک کې هر وخت چټیات لیکي.

4. لیکنښې
• د (!) نښه په څلورو ځایونو کې کارول کېږي.

5. د مأخذ شمېره د پراګراف په پای کې په لیندیو کې راځي او د کتاب یا فصل په پای کې د هماغه شمېرې مخې ته د منبع پوره معلومات لیکل کېږي.
• البته دلته د نورو دیني جماعتونو په اړه چې د سیاسي اسلام تر چتر لاندې نه راځي، څه نه وایو، لکه: صوفیان، دیني روښانفکران او د نویو فکرونو خاوندان، غیرجهادي سلفیان، تبلیغیان او نور، ځکه چې دوی یا خو اساساً سیاست ته اهمیت نه ورکوي او یا دا چې سیاست د فرهنګي – اجتماعي مسایلو تابع ګڼي چې دا د دیني اصلاح او د ټولنې د معنوي تزکیې په لومړیتوبونو کې نه راځي (۱).
لویې لیندۍ [ ]

1. کله چې ژباړن یا شرح لیکونکی/ حاشیه‌ لیکونکی د بل چا د متن په منځ کې خپلې خبرې کوي، په همدې لیندیو کې یې لیکي چې د اصلي لیکوال له خبرو سره ګډې نه شي.
• تضمین په دوو معناوو استعمالېږي: لومړۍ، د یوه شي استعمال د بل شي په ضمن (ترڅ) کې، مثلاً: په ادبیاتو کې چې یو شاعر د بل شاعر یوه مصراع یا بیت د خپل شعر په ضمن کې راوړي؛ خو دا معنا زموږ له بحث سره تړاو نه لري. [زموږ په ادبیاتو کې پخوا دغه دود موجود و چې یو شاعر دې د بل شاعر پر غزل مخمس ولیکي او د مخمس د هر بند په پای کې د هماغه غزل یو بیت راوړي، دې کار ته په ادبیاتو کې تضمین وايي. ژباړن] دوهمه معنا، د یوه شي ضمانت کول او د هغه د ساتلو یا برابرولو ژمنه. لیکوال دا کلمه په همدې معنا استعمال کړې ده.
ستوری (*)

1. کله چې د یوه ټکي د توضیح لپاره په حاشیه کې اضافي معلومات ورکول کېږي، د هماغه ټکي له پاسه * لیکل کېږي.
درې ستوري (*)

1. کله چې په ډرامه کې صحنه بدلېږي یعنې د دوو صحنو تر منځ.

2. د لنډې کیسې او ناول د برخو د بېلولو لپاره کارېږي.

3. کله چې په یوه داستان کې راوي، لیدلوری، یا زمان – مکان بدلېږي.
درې ټکي (…)

1. کله چې د یوه متن یوه برخه اقتباس کوو او د همدې موضوع په اړه په هاغه متن کې تر را اخیستل شوې برخې وړاندې او/یا وروسته نورې خبرې هم وي، خو موږ پرې اېښې وي، کله:
پوهاند سید بهاءالدین مجروح د واضح او مبهم سوال د مطرح کولو په اړه وايي: «… د مبهم سوال مثال به داسې وي: جهان یعنې څه؟ انسان یعنې څه؟ دا دواړه سوالونه مبهم دي، ځکه چې په هر یوه کې یو مفهوم په جلا او مجرد شکل پروت دی، بل کوم مشخص مفهوم نشته چې رابطه ورسره ټینگه کړي، ځکه: «یعنې څه» یوازې د پوښتنې علامه ده او پخپله کوم مفهوم نه دی. لومړی باید په «یعنې څه» انتقاد وشي او پوښتنه وشي چې د «یعنې څه» څخه مراد څه دی؟ فلسفي سوال هله طرح کېږي چې په مفاهیمو کې حرکت او جنبش پیدا شي …»

2. د عفت کلام د ساتلو لپاره د ځینو ستغو کلمو یا عبارتونو پر ځای، لکه:
• دا … سړی نه خپل پېژني نه پردی.
• دومره غوسه و چې نوکر یې د سپي تر … وایست.

3. د یو لست د دوام لپاره، لکه:
• په قرطایسه کې دغه شیان شامل دي: قلم، کاغذ، کتابچه، پنسل، پنسل پاک، مارکر …

4. په مکالمه کې هله چې د کرکټر خبرې د ناڅاپي پېښې په وجه ناتمامې پاتې شوې وي
• کریم وویل: عجب وختونه …
ګړز شو او کریم ځای پر ځای کېناست.

ډاکتر محب زغم

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x