ټولنیزه برخه

بدمرغه او نیکمرغه!!

اسامه “معراج”

بدمرغه!!
بدمرغي له تقدیر سره فرق لرې، انسان ازلي بدمرغه نه دی، انسانان خپله ځانونه بدمرغه او نیکمرغه کوي.

بدمرغي هغه ده چې انسان یې خپله کوي، خو تقدیر (قسمت) د ازل لیک دی، هغه څه چې تاته الله تعالی په برخه یا تقدیر کې لیکلي وي هېڅ بدلون نه مومې(مګر ځینې یې په دعا بدلون مومې)

لهذا: هغه خلک بدمرغه دي چې ژوند کې خپل مسؤلیت نه پېژني.

مثلاً: دا د څه لپاره پیدا دی؟!

باید څه وکړي؟!

څنګه ژوند وکړي؟!

اوس څه وکړې؟!

د ائنده لپاره باید څه وکړې؟!

له ټولنې سره څه ډول تعامل وکړي، لۀ خلکو سره څنګه اړېکه جوړه کړې، څنګه یې وپالي؟!

لنډه دا چې هغه خلک بدمرغه دې چې د ژوند له مقتضیاتو سره ځان نه عیاروې، د نورو په خوښه خپل ژوند مخته وړې، د نورو تقلید کوي او په ځان باور نلري، او له ناکامۍ وېره لري.

نیکمرغه!!
د نیکمرغۍ لپاره لومړی ګام په ځان باور او خپل مسؤلیت درک کول دي، مانا دا چې انسان په ځان باور او له خپلو مسؤلیتونو سره مینه ولري، له همدې ځایه نیکمرغي شروع وبوله.

که تاسې په ځان باور او د کړنو په اړه مو مثبت نظر ولرئ، یقیني اوسئ چې د ژوندانه د ستونزو سره د مبارزې لپاره لا ډېر چمتووالی لرئ، که ستاسو پر خپل نفس د اعتماد کچه ټيټه وي، ځان بدمرغه مه بولئ؛ زیار وباسئ ځان نیکمرغه کړئ خو څه باید وکړئ؟

لومړی کار چې تاسو يې بايد وکړئ، هغه دا دی چې د نورو له ژوندانه څخه کورکورانه تقليدونه مه کوئ؛ په خپل نفس د بشپړ اعتماد په لرلو سره مبتکر واوسئ، هغه ځایونو ته ولاړ شئ چې زړه مو غواړي، هغه کارونه ترسره کړئ چې ترې خوند اخلئ او خوښېږي مو. که تاسې د خپل ژوندانه د امورو د تنظيم لپاره ډېری وخت د ځينو کسانو لارښوونو او امرونو ته منتظر ياست، دا بيا د دې مانا ورکوي چې تاسې هیڅ یاست، او د ژوند لويه برخه واک او اختيار مو د نورو په لاس کې دی.

په ځان باور که ستونزمن دی، خو ناممکن ندی؛ نېکمرغي او خوښي يو فردي امر نه دی، پر خپل حال رضایت نیکمرغي ده، له خپل کاري چاپېريال څخه خوند اخېستل نیمکرغي ده، د کورنۍ، ملګرو، ټولګي، او ادارې د غړو سره مو غوره اړيکه او چلند نیکمرغي ده، او هر هغه عمل چې مقابل مو پرې خوښي احساسوي، نیکمرغي ده.

نتیجه دا شوه؛ که ته فکر کوې بدمرغه یې، په تقدیر یې مه ورتپه، همدا اوس لاس په کار شه او ځان نیکمرغه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x