روغتیا

هغه خواړه چې په (برقي تنور) کې له توديدو وروسته په زهريله موادو بدليدای شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۹ل):د غذائي توکو کارپوهه اغلې ډاکټر «يلينا سولوماتينا» د خواړو ځينې  ډولونه په ډاګه کړي،چې بايد په مايکروويو کې تاوده نه شي.

نوموړې د “ويسرنيا موسکوا” خبرپاڼې سره په مرکه کې وويل: مايکرو ويو یا برقي تنور په خوړو کې دننه موجودو اوبو ته انرژي ورکوي، د مثال په توګه په مايکرو ويو  کې د هګۍ خوټکول د هګۍ دننه اوبه په بخار بدلوي او د هګۍ په پوستکي فشار راوړي، چې په دې صورت کی د پوستکي د چاوديدو خطر رامنځته کیږي.

نوموړې په خپلو سپارښتنو کې زياته کړې چې بايد په مايکرو ويو کې د عادي اوبو توديدو نه هم ډډه وشي، ځکه په مايکرو ويو کې اوبه تودول له چای جوش څخه متفاوت دي، په چاي جوش کې اوبه په ارام ډول سره له لاندې سطحې  څخه تر لوړې سطحې پورې په تدريجي ډول توديږي، مګر په مايکرو ويو کې د اوبو تودول متفاوت دي چې اوبه په يو وخت کې يو شان توديږي او د اوبو په خوټکيدو سره سمدلاسه اکسيجن د يو انفجار او چاوديدو په شکل خوشې کوي.

نوموړې زياته کړه چې په لوښو کې بند خواړه او يا ځينې ميوې چې په مايکرو ويو کې تودې شي، نو په دې صورت کې سمدلاسه چاوديګي او د انفجار خطر زياتوي.

نوموړې په خپلو څرګندونو کې زياته کړه چې په مايکرو ويو کې د خوړو تودولو وروسته ويټامين سي له منځه ځي او ددې سربيره خواړه خپل اصليت له لاسه ورکوي، په خواړو کې ځينې توکي په زهرو بدليږي. ددې سربيره ځينې غوړ لرونکي خواړه غوړ اسيدونو له تودولو هم بايد ډډه وشي ځکه چې ددې خوړلو سره د سرطان د رامنځته کېدو خطر زياتيږي او همدا راز په مايکرو ويو کې  د ځينو تخمونو د پخولو ډډه وکړئ ځکه په دې سره خپل اصليت له لاسه ورکوي.

اغلې يلينا سولوماتينا په ټينګار سره وويل، چې د سبزيجاتو او د شنو سابو  په تودولو کې هم د مايکرو ويو له استعمال څخه ډډه وکړئ، لکه پالک، مولۍ، چیقندر، سرې مولۍ، ګازرې او يو شمير نور… ځکه چې په دې کې نايټريټ شتون لري چې په تودوخې سره «نايټروسامين» ته بدليږي، (دا يو زهرجن عضوي مرکب دی).

ددې تر څنګ ځينې رژيم/ډايټ مشروباتو په مايکرو ويو کې د تودولو څخه هم بايد ډډه وشي ځکه چې د زياتې شکرې بديل په کې ليدلی شي او اسپارټيم په  فارمايلډ هايډ سره بدليږي چې د بدن لپاره ډير زيانمن دی، همداراز  که چيرې دغه مشروبات له تودېدو وروسته کوم ماشوم وڅښي نو د هغه د مرګ لامل کيدلای شي، دغه راز په لويانو کې سر دردي، ټوخی، د بدن کمزوري، ساه لنډي، د معدې او پښتورګو دردونه پيدا کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x