روغتیا

د روغتيا نړيوال سازمان: د کرونا مړي ژوندیو ته وایرس نه لیږدوي؛ په اړه یې اړینې لارښوونې!

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۹ل): د کرونا وايرس د خپريدو سره سم يوه عامه ويره خپره شوې وه چې ګويا د کرونا وايروس د مړه شوو قربانيانو څخه ياد وايرس ژوندیو ته انتقاليږي. د روغتيا نړيوال سازمان په خپلو څرګندونو کې ځينې لارښوونې کړي  چې په کې یې هغه سوالونو جواب کړي، چې ايا! د کرونا وايرس له مړه شوو خلکو څخه ژوندیو ته انتقاليږي او که نه؟

ياد سازمان تایيد کړه چې له مړو څخه ژونديو ته دا وايرس نه انتقالېږي او نه  تر اوسه داسې کوم پېښه په ډاګه شوې چې کرونا وایرس دې له مړو کسانو ژونديو ته انتقال شوی وي، خو د ځان ساتلو لپاره د مړو کسانو سره د اړيکو او تعامل پرمهال بايد له اړوند وسايلو استعمال څخه کار واخلو، لکه ماسک اچول، لاسونو ته دستکشې، د مخ پټول او په ځانګړي ډول د صابون او سنټايزر (مکروب ضد مایع) استعمالول.

لکه څنګه مو چې يادونه وکړه چې ياد وايرس له مړو څخه ژونديو ته نه انتقالیږي، خو ددې سربيره د روغتيا نړيوال سازمان د کرونا له قربانيانو سره د اړيکو پر مهال ځينې لار ښوونې کړي چې بايد په پام کې ونيول شي.

ايا د کرونا قربانيانو جسدونه وسوځول شي؟

لکه څرنګه چې مو يادونه وکړه چې کرونا  له مړو څخه ژونديو ته نه لیږدول کیږي نو بايد وويل شي چې د مړو جسدونو سوځول يو ناوړه کار او زمونږ د رواجونو خلاف کار دی چې بايد ددې ناسم پوهاوي مخه ونيول شي، بايد ووايو چې د هغو خلکو چې د کرونا د مړو په تدفين او تجهيز کې اشتراک کوي، بايد لازم تدابير ونيسي او په پوره توان سره د ځان د نظافت خيال وساتي، او د اړينو وسایلو استعمال ترسره کړي.

د کرونا د مړو په ښخولو کې له بيړې که له ځنډ کار اخيستل په کار دي؟

د روغتیا نړیوال سازمان په خپره شوې لارښوونه کې په ډاګه کړې چې د مړي په ښخولو کې بايد بيړه ونه شي او د مړي د وقار او عزت ساتلو په نظر کې نيولو سره بايد د مړي ديني او مذهبي رسم او رواج خيال وساتل شي او بايد د مړي تدفين او تجهيز په ارام سره سر ته ورسول شي‌.

د مړي د تدفين او تجهيز ټيم څنګه بايد له ياد وايرس د انتقال څخه ځانونه وساتي؟

بايد وويل شي چې د مړي د تدفين او تجهيز ټيم بايد له اړينو وسایلو څخه کار واخلي،  د دستکشو او ماسک استعمال بايد وشي، ددې ترڅنګ که چيرې د کرونا وايرس د انتقال خطر زيات وي بايد خپل مخونه او ټول بدن پټ کړل شي، او په ځانګړي ډول سره لاسونه په صابون او مکروب ضد مایع پريمنځل شي.

د کرونا د قربانيانو تدفين او تجهيز لارې او طريقې

بايد د کرونا د مړي جسد بايد له يو ځای څخه بل ځای ته ډير انتقال نه شي، د رخت په يوه ټوټه کې تاو شي، او څومره چې ممکنه وي بايد په بيړې سره  هديرې ته ورسول شي او ښخ کړل شي.

د کرونا مړو ته د غسل ورکولو کړنلارې

بايد وويل شي چې د مړو د وينځلو لپاره بايد ياد ټيم له اړين احتياطي تدابيرو څخه کار واخلي، او په ځانګړي ډول سره د دستکشو او ماسک استعمال وکړي.

د کرونا له مړي څخه د مړي د کورنۍ او خپلوانو د خونديتوب لارې

د روغتيا نړيوال سازمان زياتوي، چې د مړي کورنۍ بايد د مړي د ښکلولو او لمس کولو څخه ډډه وکړي، په ځانګړي ډول سره هغه کسان چې عمر يې له  ۶۰ کالونو پورته وي ځانونه وژغوري، ددې ترڅنګ ماشومان، د زړه ناروغان، د تنفسي ناروغۍ رنځوران او په ځانګړي ډول هغه کسان چې د بدن دفاعي سيستم یې کمزوری وي، بايد د کرونا د مړي له لمس کولو او ښکلولو بشپړ ځانونه وژغوري.

د مړي د تدفين مراسمو کې له کومو لارو کار اخيستل په کار دي‌؟

د مړي خپلو خپلوانو ته په کار دي چې د ديني او مذهبي اصولو په نظر کې ساتلو سربيره بايد د مړي له ښکلولو او لمسولو ځان وساتي، ددې ترڅنګ بايد خپل لاسونه په صابون پريمنځي. د هغه کسانو چې د مړي په تدفين او تجهيز کې ونډه اخلي بايد د نورو په نسبت د ځان ډير خيال وساتي او ددې ترڅنګ د ماسک او دستکشو استعمال هرو مرو وکړي. او هغه جامې چې د مړي تدفين یې په کې کړی وباسي او له سره پريمنځي.

د کرونا پر قربانيانو د جنازې د لمانځه پر مهال د خپل صحت خيال بايد وساتل شي

د روغتیا نړیوال سازمان په ګمان جنازه يو ديني او مذهبي عقيدې او رسم او رواجونو پورې تړلې دي، خو بايد د جنازې د لمانځه پر مهال هم د مړي د لمس کولو څخه ځان وساتل شي او د دستکشو او ماسک اچول اړين وګرځول شي.

د کرونا د قربانيانو پاتې شوې جامې وغورځول شي او که بيا پريمنځل شي؟

د روغتيا نړيوال سازمان، په خپلو لار ښوونو کې ښودلې چې د جامو په ماشين کې د ۶۰ څخه تر ۹۰ سانتي ګيريډ د صابون په ګرمو کې اوبو کې د جامو وينځل ناشوني دي، خو بايد په يو غټ لوښي کې د صابون په ګرمو اوبو کې پريمنځل شي او له هغې وروسته په ۰.۰۵ په غلظت کلورین محلول کې لږ تر لږه د ۳۰ دقيقو لپاره ووینځل شي او بیا لمر ته وغوړول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x