افغانستان

شاهین: له امریکايي هیئت سره د سولې تړون بشپړ تطبیق په هکله خبرې شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، تیره ورځ ناوخته په قطر کې د ملا برادر په مشرۍ طالب هیئت له امریکايي جنرال سکاټ میلر او استاځي زلمي خلیلزاد سره  د سولې تړون د بشپړ تطبیق اړوندو موضوعاتو باندې خبرې اترې کړې دي.

تردې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي ؤ، چې د افغان سولې لپاره ددغه هېواد ځانګړی استاځی زلمی خلیلزاد د اپریل میاشتې په دولسمه نیټه قطر ته تللی دی او ټاکل شوې چې د اپریل په دیارلسمه هلته له طالب استاځو سره د هغو ستونزو د هواري په هکله خبرې وکړي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون د تطبیق په وړاندې خنډ شوي دي.

بل لورته د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تیره شپه ناوخته په خپل ټویټر پاڼه ددغه ملاقات په هکله داسې لیکلي: «نن مازدیګر د اسلامی امارت د سیاسي مرستیال اودسیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند په مشرۍ د سیاسي دفتر یو هئیت د ډاکتر زلمي خلیلزاد او جنرال سکاټ میلر سره ملاقات وکړ. دغه ملاقات د قطرهیواد د خارجه چارو وزیر او د صدر اعظم مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثانی په کوربتوب ترسره شو.»

شاهین زیاتوي، په دغه کتنه کې طالب او امریکايي استاځو د سولې تړون د بشپړ عملي کولو، د طالب زندانیانو په خلاصون کې د ځنډ، له تړون څخه د سرغړونو او دېته ورته یو شمېر نورو موضوعاتو باندې خبرې اترې کړي دي: «د توافقنامې د کامل تطبیق په ګډون یې، دبندیانو په خلاصون کې دځنډ، دموافقتنامی څخه د سرغړونو او نورو اړوند موضوعاتو او د هغوی د حل په لارو خبرې وکړې.»

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په مشرۍ طالب هیئت په داسې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استاځي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې  د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر سره د سولې تړون د بشپړ تطبیق په هکله خبرې کوي، چې درې ورځې  وړاندې  هم طالبانو امریکايي جنرال میلر سره د کتنې پرمهال له تړون څخه د سرغړونو او په ملکي اهدافو د بمباریو په هکله نوموړي سره «جدي» خبرې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په پرلپسې توګه د اعلامیو  په خپرولو سره امریکا د سولې تړون څخه په تکراري سرغړونو تورنه کړې ده او خبرداری یې  ورکړی، که د امریکايي لورې سرغړونې دوام وکړي او د سولې  پروسه زیانمنه شي، پړه به یې د امریکا د حکومت په غاړه وي.

د طالبانو او امریکا توافقنامه چې د فبروري میاشتې په ۲۹ مه نېټه په دوحه کې لاسلیک شوې ده، تر دې دمه یې لا ځينې ژمنې د کاغذ پر مخ پاتې دي. د شوې توافقنامې په اساس باید ۵۰۰۰ طالب زندانیان میاشت وړاندې خلاص شوي وای؛ خو لا تر دې دمه دغه ټول خلاص شوي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

يو خو د هوکړه ليک په بشپړه توګه د تطبيق خبره ده ، بله دا چي امريکايي پوځيان د افغان امنيتي ځواکونو د دفاع په نامه هوايي بريدونه کولای سي او طالبان پر امريکايي پوځيانو هيڅ بريد نه سي کولای، په دې هکله مو څه ورسره وويل ؟ طالب چي پر امريکايي بريد نه کوي، نو امريکايي غول نه خوري چي پر طالب او عامو بې دفاع خلکو بريد کوي؟ اشرف غني سوله نه در سره کوي، ځکه په سوله کي يې مرګ دی، نو چي سوله نه وي طالبان به د حکومت عسکر وژني او عسکر به طالبان او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x