شعـــــرونه

دومره لاسونه ظلم زور ته د دوران نه پرېږدو/ اکرام الله ګران

اکرام الله ګران

دومره لاسونه ظلم زور ته د دوران نه پرېږدو
مونږ په یوه لاره هم لاره د جانان نه پرېږدو

د جام نه ګوټ اخلو کتاب د ناصحانو ګورو
مونږ که سرور اخلو لمنه د ایمان نه پرېږدو

دومره ورېږي چې کوټې راباندې پرېوتلې
د سوکړې ويرې نه له خولې سوال د باران نه پرېږدو

دشت او ځنګل نه دی چې لاره به خطا ترې نه شي
د ښار دننه بې مهاره به کاروان نه پرېږدو

جشن به وکړو په بې وسه ژوندون اور لګوو
ځان به مشغول کړو او په زړونو کې ارمان نه پرېږدو

د هر يو کس لاسو کې کاڼي دي او وولي پرې مونږ
دا مو قصور دی د نفرت نامه په ځان نه پرېږدو

سرونه داو کړو خو نامه ورله د ګټې کېږدو
ګرانه! د زړه لغت کې ټکی د تاوان نه پرېږدو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x