ادبي لیکني

د پښتي ډبرو مشر او د تاریخ لیکوال «ګجوخان»

ډاکټر لطیف یاد

ګجو خان چې کله ناکله یې په تاریخونو کې نوم خان ګجو هم راغلی دی د یوسفزو ، مندړو، خښی، محمدزیو، اتمان خیلو، ګدون او تر کلاڼو د قبیلو نومیالی مشر او ملک و چې د هند د پښتون واکمن شیر شاه سوري معاصر او د ملک احمد او شیخ ملي وروسته دی په یوسفزیو کې مشهور مشر تیر شوی دی. ویل کیږي په هغه جګړه کې چې۹۵۷ لیږدیزکا ل کې د دلازاکو له قبیلې سره په شیخ ټپور (زاړه نوښار) کې وشوه، ده د ټولو خښي، محمدزیو، اتمان خیلو، ګدون او ترکلاڼیو پښتني قبیلو نه یو لک زلمي د جګړې لپاره حاضر کړل او د باجوړ او د یوسفزیو اوسنۍ ټوله سیمه یې ونیوله او دلازاک یې له هغه ځایه وشړل او هلته یې د شیخ ملي قانون د ځمکو په ویش کې جاري کړ.

د افغانستان د پیاوړي مورخ ارواښاد استاد علامه عبدالحی حبیبي په قول نامتو ختیز پوه مارګیسټرن لیکي چې میجر راورټي د پښتو ډيکشینرۍ په سریزه کې لیکلی دي چې د ده سره د خان ګجویو پښتو تاریخي کتاب هم شته چې د پښتنو تاریخي حوادث او پيښې پکې بیان شوي دی او د دغه تاریخي کتاب د لیکنې وخت ۹۰۰ لیږدیز یا ۱۴۹۴ زیږدیز کال ښودل شوی چې اوس دغه کتاب نشته، خو ښایی د بریتانیی په کوم میوزیم کې به خوندي وي. د تاریخ حیات افغانی لیکوال ډپټی محمد حیات خان او هم د پټهان د کتاب لیکوال سر اولف کیرو هر یوه په خپلو کتابونو کې د خان ګجو بابا یادونه او ذکر کړی دي.

د خان ګجو مزار اوس هم د صوابۍ او مردان ترمنځ په یوه لویه غونډۍ پروت دی چې د خان ګجو بابا په غونډۍ سره یادیږي چې د شاه منصور نه شپږ میله واټن (فاصله) لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x