
د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره د تشخیصي او محافظتي کیټونو مرسته کړې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روغتیا نړیوال سازمان ورسره د لسګونه زره تشخیصي او محافظتي کیټونو مرسته کړې.
د عامې روغتیا له وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روغتیا د نړیوال سازمان یوه استازي «ډاکټر پیرکوررن» دغه مرسته، چې دوولس زره تشخیصي او لس زره محافظتي کیټونه پکې شامل دي، تېره ورځ د عامې روغتیا وزارت ته سپارلي.
د عامې روغتیا وزیر «فیروزالدین فېروز» د روغتیا د نړیوال سازمان له دې مرستو مننه کړې، مرسته شوي مواد یې د کورونا د مخنیوي په برخه کې اړین او د عامې روغتیا وزارت له لومړنیو اړتیاوو یاد کړي.
روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال له افغانستان سره مرسته کوي، چې په هیواد کې د کورونا ویروس لمن ورځ تر بلې پراخېږي او د مثبتو پېښو په شمېر کې زیاتوالی راځي.
تر دې دمه له شپږ نیم سوه زیاتې پېښې ثبت شوې او ۲۱ تنو ددې ناروغي له امله ژوند له لاسه ورکړی.