افغانستان

مجاهد: د منشور په نامه  خپرې شوي پاڼې په «اسلامي امارت »پورې اړه نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د رسنیو له لوري د «اسلامي امارت نوی منشور» تر نامه لاندې خپاره شوي راپورونه او پاڼې بې بنسټه دي او په دوی پورې اړه نلري.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي، چې تېره ورځ ځینو رسنیو څو پاڼې خپرې کړې وې او ادعا يې کړې وه، چې د اسلامي امارت منشور ده، خو د مجاهد په خبره «موږ دا راپور او پاڼې ردوو، اسلامي امارت د خپل بشپړ کنترول په وخت کې د اسلامي امارت د دستور په نامه اساسي قانون درلود چې لا نهايي او توشیح شوی نه وو.»

نوموړي وړاندې لیکلي « وروسته له امریکايي یرغل څخه اسلامي امارت یواځي جهادي لائحه او د مختلفو کمیسیونونو لوائح او طرزالعملونه لري چې جهادي او ملکي امور تنظیموي.له دې ماسوا د منشور په نامه  خپرې شوي پاڼې د اسلامي امارت پورې اړه نه لري.»

یاده دې وي، چې تېره ورځ طلوع نیوز د څو پاڼو په خپرولو سره ادعا وکړه، چې ګواکي طالبانو د خپل حکومت لپاره نوی منشور ټاکلی او ددوی تر ګوتو ور رسېدلی، خو طالب سرچینو هماغه مهال له «نن ټکی اسیا» سره په خبرو کې دا ډول راپورونه رد کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

زه باور لرم چه د الله ج دشمنان ( اشغلګر او د کابل غلامه اداره ) سیند لاهو کړی ، لامبو یی هم نه زده هر خس او خاشاک ته لاس غځونه کوی ، دروغ، غلا او درغلی یی هنر او تقوی ده . دا سمه ده چه طالب مجاهدینو ته د الله ج د رضا تر لاسه کولو د پاره الهی نظام پلی کول او عملی کول لمړی هدف او د کلیمی طیبی تطبیق د پاره د دجال او شیاطینو څخه خپلواکی تر لاسه کول بب دوهم هدف دی. مګر د مسلمانو افغانانو د ګډ تفاهم او یووالی په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx