
اروپایي اتحادیه: د طالبانو له لوري د بندیانو خلاصون بین الافغاني مذاکرات را لنډوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۹ل): اروپايي اتحادیه وایي، د طالبانو له لوري د زندانیانو خلاصون محدود دی، خو د اعتماد جوړونې په برخه کې اړین ګام دی او بین الافغاني مذاکرات تر بل هر وخت را لنډوي.
د اروپايي اتحاديې له لوري پر ټویټر خپاره شوي پيغام کې راغلي، چې د طالبانو له لوري د بندیانو خلاصون که څه هم محدود دی؛ خو له افغان حکومت سره د باور د فضاء جوړولو، د کورونا د مخنیوي او د ژمنو د پلې کېدو په برخه کې یو اړین ګام دی.
د اروپایي اتحادیې د پیغام په بنسټ، دا کار بین الافغاني مذاکرات تر بل هر وخت را لنډوي.
1st release of prisoners by #Taliban is limited but a symbolic:
(1) implementation of a commitment,
(2) building confidence towards Afghan Government and
(3) mitigation measure for #Covid19.
More is expected but it brings Intra-Afghan Negotiations closer than ever. #AfghanPeace— EUinAfghanistan (@EUinAfghanistan) April 13, 2020
اروپایي اتحادیه داسې مهال د زندانیانو له خلاصون هرکلی کوي، چې تېره ورځ طالبانو شل تنه دولتي بندیان په کندهار ولایت کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته وسپارل.
د طالبانو او امریکا تر منځ له توافق وروسته دا لومړی ځل وو، چې طالبانو حکومتي بندیان خلاص کړل.
تر اروپایي اتحادیې وړاندې امریکا هم د بندیانو له خلاصون هرکلی کړی وو او ددې پروسې د چټکتیا غوښتنه یې کړې وه.