روغتیا

روسیه وايي د کرونا ضد درمل يې جوړ کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۹ل): د روسیې روغتیا وزیر “میخاییل مرشکو” ویلي، ډير ژر به روسیه د کرونا ویروس ضد درمل نړۍ ته وړاندې کړي.

ميخاييل مرشکو د دوشنبې په ورځ، د روسیې له ولسمشر “ولادیمیر پوتین” سره د یوې غونډې پرمهال وویل، «روسي شرکت کرونا ضد درمل جوړ کړي، چې زمونږ د همکارانو لخوا په ځینو هېوادونو کې ازمویل شوي، مونږ منتظر یو چې اسناد متخصصینو ته وسپارل شي، او کلینیکي ازمایښتونه ژر وارزول شي».

نوموړي زیاته کړه، د دې درملو طبي ازموینې به له 10 څخه 12 ورځو کې پیل شي.

د روسيې هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين د دوشنبې په ورځ په خبري غونډه کې ويلي وو چې د کرونا له کبله بدترين حالت سره مخ کېدونکي دي او راتلونکې دوه اونۍ ورته تر ټولو زياتې خطرناکې ثابتېدلی شي.

د يادونې ده چې روسیه کې د «کورونا ویروس» په ناروغۍ د اخته کسانو شمیر له ۲۱ زرو څخه زیات دی، چې له دې جملې څخه يې ۱۶ کسان روغ شوي او ۱۷۰ مړه شوي دي.

روسیه کې هم د نورو هېوادونو په څېر پر بهر ګرځېدو بندیز لګېدلی، او هيڅوک نشي کولی له اړتيا پرته له خپل کور څخه بهر ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x