نړۍ

کوټه: سریاب سړک باندی چاودني مرګ ژوبله واړوله

quetta_blast(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۲۴)کوټه څوشیبي مخکي خبر راورسیدي چي دکوټي ښارسریاب سړک باندی اورګاډي په لیکه باندی چاودنه وشوه، له سیمي څخه امنیتي چارواکو نن ټکی اسیا ته وویل چي چاودنه سریاب سړک باندی برمه هوټل ته څیرمه داورګاډي برلیکه باندي رامنځ ته شوی ده.

د چاودني له کبله دوه کسه وژل شوی دي او دوه نور ژوبل شوی دي او داور ګاډي لیکي زیان اوښتی دي,دچاودني پړه تراوسه پوری چاپه غاړه نده اخیستي، سیمه پولیسو کلابنده کړی ده اودبیښي په اړه یی څیړني پیل کړی دي.

عیني شاهدان وایی چاودنه دومره زوروره وه چی اواز یی ټول ښارکی واوریدل شو، داورګاډي دویجاړلي شوی لیکي له کبله له کوټي څخه دهیواد نورو سیمو ته داورګاډي تګ اورا تګ دریدلی دي.

نن ټکی ا سیا

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close