نظــر

نه پرې کېدونکي پورونه!

ژباړه: فضل کريم شرف

مور د انګړ په پاکۍ اخته وه چې کوچنی زوی يې راننوت او يو کاغذ يې ورکړ او ويې ويل: مورې دا بيل (رسيد) دی!

مور لاسونه وڅنډل او کاغذ يې له زويه واخيست، په کې ګوري:

د خوړو د مېز د پاکولو مزد مې پنځوس افغانۍ، د باغچې ګلونو باندې چکر او پاملرنه مې سل افغانۍ او ښوونځي کې د اخيستو جايزو په پار يو نيم سل افغانۍ!

مور په چوپه خوله پاڼه واخيسته او د پخلنځي يوه مېز ته کښېناسته، د زوی له ليک لاندې يې ولیکل:

نهه مياشتې مې په ګېډه ګرځولی يې؛ مفت، د زېږون پر مهال مې دې د مرګ څکه وکړه؛ مفته، هره شپه بې له مزد او بدلې له خواږه خوبه راولټېدم چې شيدې درکړم، هره ورځ بې مزده خواړه هم درته تياروم، کالي دې هم وينځم او د خوب خونه دې هم جوړوم، چې ناروغ شې مفته خدمت دې کوم او د ښوونځي څومره انعامونه دې چې ګټلي، درسونه يې ما مفته در ښودلي دي!

کيسه خيالي ده او رښتيا نه ده پېښه شوې، غرض دا دی چې موږ بايد پوی شو چې ځينې داسې پورونه دي چې د پرې کېدو نه دي او ځينې داسې مواقف دي چې د هېرېدو نه دي، يوازې د بچو او والدينو په اړيکه کې نه؛ ځکه دا داسې پور دی چې ټول اسماني دينونه، نېک اخلاق او بشري فطرت پر دې يوه خوله دي، چې څوک يې نه شي پرې کولی، يوه زوی خپله مور په شا يووړه او حج يې پرې وکړ، طواف کې يې وګرځوله، سعي يې وکړه او شيطانان يې وويشتل، بيا له عبدالله بن عمر سره مخ شو او له کيسې يې خبر کړ، بيا يې وپوښت چې ايا ما د مور حق ادا کړی دی!

عبدالله وويل: د مور حق ادا کول دومره اسان نه دي!

هوښيار سړی له ډېر کوچني فرصته هم ګټه اخلي چې د ورسره شوې نېکۍ بدله ادا کړي، همدا د پېغمبرانو اخلاق دي، طايف ته د تګ پر مهال چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم په ډبرو وويشتل شو او بېرته مکې ته راستون شو، پر دې پوهېده چې هغوی به يې مکې ته له ننوتو ايسار کړي، ځکه نو بايد د کوم زورور په پناه کې ننوځي، نو مطعم بن عدي نه يې د پناه غوښتنه وکړه، مطعم ومنله او خپل زامن او جنګيالي يې راوغوښتل او ورته ويې ويل، له بيت الله سره اوسئ. بيا يې پېغمبر صلی الله عليه وسلم له ځان سره کړ او خلکو ته يې وويل: ای قريشو، ما محمد –صلی الله عليه وسلم- ته پناه ورکړې، نو څوک دې هم پرې غرض نه لري!

بيا چې د بدر غزا ترسره شوه او پېغمبر صلی الله عليه وسلم د قريشو بنديان وليدل، ويې ويل: که مطعم بن عدي ژوندی وی او د دغو بوينو (مشرکينو) په اړه راسره غږېدلی وی، ورپريښي به مې وو!

دا د تاريخ تر ټولو له وفا ډک دريځ دی!

بيا دا هم شونې ده چې کېدای شي هيڅ د احسان د بېرته ادا کولو فرصت په لاس در نه شي، مهمه دا ده چې د بل نېکي هېره نه کړې!

د افک حادثه کې د انصارو يوه ښځه بي بي عائشې رضي الله عنها ته راغله او بې له دې چې وغږېږي، تر ډېره يې ورسره وژړل!

عايشه وايي: په الله قسم د ژوند تر پايه به يې هم دا نېکي هېره نه کړم!

سره له دې چې دا يوازې اوښکې وې، خو عايشې هيڅکله هم هېرې نه کړې!

کعب بن مالک چې کله د تبوک له غزا پاتې شو او وروسته د الله رسول له غزا نه له ټولو پاتې شويو سره د پرېکون اعلان وکړ، چې نه به ورسره سلام کېږي او نه کلام، پر کعب زمکه تنګه شوه، وروسته چې الله د هغه له ريښتينولۍ خبر و، د هغه توبه يې ومنله، نو کله چې له زېري وروسته جومات ته ننوت، طلحه ورپاڅېد، چټک ورغی او په غېږ کې يې ونيو!

کعب وايي: د طلحه دا ښېګڼه به له ياده و نه باسم.

يوازې يوه غاړه وه خو کعب هيڅکله له ياده و نه ويسته!

پورونه يوازې په مال کې نه وي

د زړه د ماتېدا پر مهال خوږه خبره پور دی
د غم پر وخت غمرازي
د کمزورۍ پر مهال مرسته
د وارخطايۍ پر مهال لارښوونه
د بې‌سرۍ پر مهال نصيحت
د غمرازۍ پر مهال ورغاړې وتل
او د ړنګېدو پر مهال پر شا او سينه ټپول

دا ټول هغه پورونه دي چې د نه ادا کولو اجازه يې شته، خو هېرول يې شرم دی!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x