
د غزني نوی امنیه قوماندان په څارنوالي کې د فساد دوسیه لري
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۹ل): د حکومت له لوري غزني ته نوی ټاکل شوی امنیه قوماندان «خلیل اندرابي» په اداري فساد او له دندې څخه په ناوړه ګټې اخستنې تورن دی او په لویه څارنوالي کې دوسیې لري.
خلیل اندرابي، چې درې کاله وړاندې یې د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندان په حیث دنده سرته رسوله، د درنو جرمانو سره د مبارزې ادارې له لوري هلته په مالي فساد، له خپلې دندې څخه په ناوړه ګټه اخستنې او د پولیسو د اعاشې په غلا تورن او په یو کال او شپږ میاشتې بند محکوم شوی.
که څه هم نوموړي په پورتنیو قضایاوو کې له لویې څارنوالۍ برائت اخستی، خو د لویې څارنوالي ویاند «جمشید رسولي» طلوع نیوز ته ویلي « د نورو دوسیو تر څنګ له دندې څخه د ناوړه ګټې اخستنې یوه بله دوسیه هم د عدلي او قضایي مرکز له لوري تر څېړنې لاندې وه، چې د لا نور وضاحت لپاره امنیتي ارګانونو ته لېږل شوې وه.»
طلوع نیوز د خپلو سرچینو له قوله لیکلي، چې اندرابي په میدان وردګو کې د پولیسو د تیلو په خرڅولو هم تورن دی او ټولټال په لویه څارنوالي کې څلور دوسیې لري.
د ولسي جرګې وکیلانو د اندرابي په ګمارنه توندې نیوکې کړې او هغه یې د یوې بدې سابقې شخص یاد کړی.
خلیل اندرابي تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا حکومت خو ټول له دغو فساد پيشه ګانو څخه جوړ دی. په دې حکومت کي نه سم سړی کار کوی او نه ورسره چلېږي.
چی فاسد او مجرم نوی نو بل فاسد او مجرم و ده ته دا دنده ورسپاری ؟ ژړ سپی د چغال ورور دی .
د افغانستان د پولیسو په لوړو پوستونو کی د کابل په شمول تر ټولو لویو ولایتونو د اندرابیانو ونډه ډیره ده .
چی پدی پنجشیریانو او اندرابیانو څه سویدی ؟ ، ډیری یی د غاصبو کفارو په خدمت کی دی .
سلام علیکم۔ که معلم مقرریږي تحصیلي سناد وړاندی کوی ۔ که ملا مسجد کي د امامت وظيفه په غاړه اخلي نو پوښتنه خلګ کوي چه لنګوټه دي کمه مدرسه کي تړلی ده ۔ ده دی اوسنی نيمایی ارګ اداره بیا د فساد د اسنادو پوښتنه کوی که یی ډيری د فساد دوسی درلودی په هغه اندازه غټه چوکی ورکوي۔ پاک سړی ددی اداری نه دی په کار۔ که کوی هغه ته خنډونه جوړوي چه د کاره لاس په سر شي۔