افغانستانروغتیا

کابل کې د «ماسکونو او حفاظتي کالو» د تولید لومړۍ فابریکې کار پېل کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۹ل): په پلازمینه کابل کې د کرونا وایرس مخنیوي لپاره د ماسکونو او محافظتي کالو د تولید لومړۍ فابریکې نن د سه شنبې په ورځ د اپریل په ۱۴مه نېټه په کار پېل وکړ.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ددغې فابریکې پرانیسته وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت په ملاتړ د خصوصي سکتور لخوا جوړه شوې ده.

دا په هېواد کې د کرونا ناروغۍ پر وړاندې د ماسکونو او محافظتي کالو د تولید لومړۍ فابریکه ده چې په کابل کې جوړیږي، دا فابریکه به هره ورځ لس زره محافظتي کیټونه تولیدوي.

د عامې روغتیا وزیر په وینا، د «اسپید هلوګرام» شرکت سره د کومې په مرسته چې دغه فابریکه رامنځته شوې، د هر محافظتي کيټ قراردادي بیه ۵ ډالره ده، د نوموړي په وینا په نړیوال بازار کې د ورته کیفیت محافظتي کیټونو بیه ۶۰ ډالره ده.

د عامې روغتیا وزیر وویل، افغانستان اوسمهال له یو ملیون څخه ډير محافظتي کیټونو ته اړتیا لري، چې ددې فابریکې په تولیداتو سره به ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰ ملیونه ډالر وسپموي.

ښاغلي فیروز د فابریکې د پرانیستې پرمهال وویل، «د نړۍ په بازارونو کې د محافظتي کیټونو او ماسکونو ډيریدونکي نرخ په پام کې نیولو سره ددې فابریکې رامنځته کول به مونږ سره د محافظتي کڅوړو په چمتو کولو کې خورا مرسته وکړي».

د فیروز په وینا، په کرونا اخته هېوادونو کې شاوخوا ۱۰ سلنه روغتیایي کارکوونکي د کرونا (کوویډ-۱۹) په ناروغۍ اخته دي، نو د طبي کارمندانو د ساتنې لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شي.

له دې وړاندې پر روغتیا وزارت تور پورې کېده چې د کرونا تداوي کوونکي ډاکټرانو او کارمندانو لپاره اړین وسایل، لکه ماسکونه، دستکشې، حفاظتي کیټونه او داسې نور توکي نه لري. په دې مبارزه کې د هېواد دوه جدي ډاکټرانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزیر وایي، وزارت د یادو کیټونو او نورو وسایلو د چمتو کولو مسوولیت لري چې د کرونا پر وړاندې مبارزې لپاره ورته اړتیا لري، «دا هېواد به ډیر ژر ددې ناروغۍ ضد توکي تولید کړي، کابیني په دې وروستیو کې په هېواد کې د درملو د کارولو لپاره د الکولو تولید پلان هم تصویب کړی دی».

فیروز الدین فیروز ټینګار وکړ چې هڅې روانې دي کورني تولیدات او طبي تجهیزات په نړیوالو معیارونو برابر چمتو کړي، هغه د حفاظتي کیټونو د تولید په اړه وویل چې ورته پیکج به د نړیوالو معیارونو سره برابر تولید شي.

په هېواد کې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۷۱۴ تنو ته رسیږي چې له مخې یې ۲۳ کسان مړه شوي او ۴۰ بیرته روغ شوي دي، دغه راز د هرات روغتیایي چارواکي دغه ولایت کې د ناروغانو روغتیایي حالت ۹۰سلنه مخ پر ښه کېدو بولي.

په ورته وخت کې، د عامې روغتیا وزارت هېواد کې د کرونا پر وړاندې د بریالي مدیریت غوښتنه کوي، او له خلکو غواړي چې د پخوا په پرتله نور مشورې او سپارښتنې جدي تعقیب کړي، له ګرځېدو ډډه وکړي او د مخنیوي اړوند توکي استعمال کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

که دومره د جنګ او جګړی اخبار دی پدی پاڼه کی، خو ورسره د الله په فضل د ترقی خبری هم پدی خپریږی. کور مو آباد.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x