
هغه څه چې زموږ د اختیار په دایره کې دي
احمد الله عاطفي
د حوادثو او پیښو په په اړوند موږ دوه ډوله مکلفیت او مسولیت لرو.
لومړی: هغه چې زمونږ د اختیار په دایره کې دی.
دویم: هغه چې زموږ د اختیار له داېرې بهر دی.
د اختیار د دې دواړو دایرو د ښه چارو او سنبالښت په اړوند څرګندې لار ښوونې او هدایات په قرانکریم او نبوي احادیثو کې ورکړل شوي.
نن یو ځل بیا زموږ د درس موضوع د کرونا ویروس (یا کووید ۱۹) د مخنیوی په اړوند دی.
کرونا ویروس (کووید۱۹) چې نن يې ټوله نړۍ ویر جنه کړې، د عامو خلکو سربیره د نړۍ ستر اقتصادي او پوځي قوتونو په واکمنانو نااعلان شوي بندیزونه ولګول،بلکه په کورونو کې محصور کړل.
دومره وحشت يې خپور کړی چې حتی ورور له وروره پلار له ځویه او مور له لوره… فاصله نیسي او د خطر احساس کوي.
نن د الله سبحانه وتعالی د ډیرو کوچنیو مخلوقاتو یو کوچنی لښکر د انسان مقابلې ته دانګلي، داسې مرګونې حملې کوي چې په سترګو نه لیدل کیږي، خو انسان ته بل انسان او هر شی کرونا کرونا ښکاري.
لکه څنګه چې مو وویل هغه څه چې زموږ د اختیار په دایره کې دي او هغه چې نه دي، په هر حالت کې زموږ په اختیار کې یواځې تدابیر نیول او درملنه کول دي په نتایجو ئې زموږ واک او اختیار نشته.
هر هغه کار او چاره، چې د دې ناروغۍ په درملنه او مخنیوي کې اغیزمنه وي او زموږ په اختیار کې وي، لکه ډاکټر او مربوطه مراجعو ته رجوع کول، د هغو په هدایاتو، تدابیرو او لار ښوونو عمل کول او لازم حالات او شرایط برابرول، له دې ټولو لارو باید استفاده او اطاعت وکړو، د توان سر بیره غفلت او نیمګړتیا ګناه او جرم دی.
د توان، اسباب او امکاناتو له دایرې پورته شفا، درملنه او مخنیوی اختیار موږ سره نشته، چې نشته څه به کوو؟
د همدې یرغلګر دښمن واکمن او خالق ته رجوع کوو، د هغه دربار ته سر په سجده ږدو، استغفار وایو، توبه او رجوع کوو، د خپلې کمزورتیا او ناتوانۍ اقرار کوو او له هغه غواړو غیبي مرسته مو وکړي، چې ناروغۍ او شفا دواړه د هغه له مخلوقاتو دي.
اول د اختیار په دایره کې له هر ممکن امکاناتو استفاده او لازم تدابیر غوره کول، بیا په نتایجو يې په الله تبارک وتعالی توکل کول په کار دي.
ناروغۍ او روغوالی دواړه د الله سبحانه وتعالی په اختیار او اراده کې دي.
قال الله تبارک وتعالی: وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ. (الشعرأ: ۸۰)
ژباړه: او کله چې ناروغ شم شفا راکوي.
ناروغۍ د الله مخلوق ده او د هغه تداوي هم، فزیکي ناروغي په فزیکي درملنې سره شفا تر لاسه کوي او روحي ناروغۍ په استغفار او توبې سره.
سیدنا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د هغه چارو درملنه چې زموږ په اختیار کې ده او هغه چې زموږ له اختیاره بهر دي یعنې اسباب استعمالول او توکل په یو لنډ حدیث «جوامع الکلام» کې توضیح او تشریح کړي.
عن جابر رضی الله عنه عن رسول الله صلى الله عليه وسلم أنه قال: لكل داءٍ دواءٌ، فإذا أُصِيبَ دواءُ الداء، بَرَأَ بإذن الله عزَّ وجل. (رواه مسلم)
داءٍ: ناروغۍ
والدواء: درملنه.
الداء: غوښتنه دشفا.
برَأَ: سلا متیا، عافیت.
د هرې ناروغۍ درملنه په دوا کوئ امکانات او اسباب استعمالوئ، که دغه اسباب په عملیات، بستر او یا نورو فزیکي درملنو سره وي خو د نتایجو په اړوند يې له الله سبحانه وتعالی نه د نصرت او شفا غوښتنه کوئ، الله سبحانه وتعالی به مو له سلامتیا او عافیت برخمن کړي، دا دی د مبارک حدیث توضیح او تشریع
احتیاتي تدابیر او درملنه:
غفلت مه کوئ، د تدبیر سره اسباب استعمال کړئ او توکل وکړئ، علاج درمل، احتیاط او صبر.
ورونو او خویندو مشرانو او کشرانو!
یو عمومي فارمول، هغه دا چې کوم شی زمونږ په دایره د اختیار کې وي په هغه عمل لازمي دی موږ ژې مسؤلیت لرو، کوم شی زمونږ د اختیار له دایرې بهر وي نه د هغې مسؤلیت لرو او نه توان، په دې صورت کې یواځې خپل رب ته د دعا لاسونه لپه کوو، هغه د هر څه خالق او مالک دی، په دې باور ولرئ، چیرته چې توان او هڅې ځواب ورکړي، مایوسي او عجز وروستي حد ته ورسیږي، د الله سبحانه وتعالی نصرت رسیږي، خو کاش موږ په خپلې ناتوانۍ او عاجزۍ قانع شو.
یا الله(جل جلاله)! موږ ناتوانه او عاجز یو ستا رحمت، کرم او فضل ته لاسونه لپه کوو…
یا الله(جل جلاله) ! ته عزیز غالب او قدیر يې، ناروغۍ ستا مخلوق دی، واک او اختیار يې له تاسره دی، موږ يې نه دفعه لرو، نه توان، نه زغم او صبر، ته مو د دې ناروغۍ له شر او ضرره وساته.
ټول بشریت په ویر او ویره کې دی، هیڅوک ځان محفوظ نه ګڼي،یا الله جل جلاله! ته موږ ته نجات او ډاډ راکړه.
په ځانګړی توګه افغانان،چې دناروغۍ له وحشته کړیګي سربیره پردې له فقر، ولږې، نا امني، جنګ او د شهیدانو د ټولیو او جنازو له جګولو ستړي دي، یا الله «جل جلاله»! له دې ټولو ناخوالو يې په خپل حکمت، رحم او کرم بریالي وباسه.
یا الله جل جلاله! له داسې مرګه مو وساتي چې په مړي مو د جنازې لمونځ آدأ نه شي.
آمین….
اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْبَرَصِ، وَالْجُنُونِ، وَالْجُذَامِ، وَمِنْ سَيِّئِ الأَسْقَامِ
اللهم عافني في بدني اللهم عافني في سمعي اللهم عافني في بصري لا اله الا انت.
بسم الله الذي لايضر مع اسمه شيء في الارض ولا في ااسماء وهو السميع العليم.