شعـــــرونه

سلام پر آایینو وایه د سوي زړه غباره/ پير محمد کاروان

پير محمد کاروان

غِزاله د غزل یې کړه په منځ کې را ایساره
چاپېره ترېنه تاوه کړه د مستو نغمو باره

دا څوکې ترېنه و باسه تارونه ترنګوه پرې
دا غشي مشي خوشي تشي مه توغوه یاره

چې راشي یو ماشوم په کې د ژوند رسامي وکړي
سلام پر آایینو وایه د سوي زړه غباره

وزرې چې پټۍ درته د شنې جنت کوکۍ شي
ټکور شې په شبنم باندې د سره غاټول پرهاره

دا پورې غر د خدای ذِکر کوي په ترنم کې
تنځري په کې چڼ وهي زرکان په کې کوکاره

تېره دې د وطن د پېغلې نوکه د قلم وي
په تیږو ماته مه شه د باغي بازې نوکاره

کاروانه شاعري دې ګونګروره ښاپېرۍ ده
په شرنګ یې خوبولې زمانه شوه را بیداره

۲۵ حمل ۱۳۹۹ هجري شمسي خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x