روغتیانړۍ

نړۍ کې له کرونا څخه د روغ شویو شمېر نږدې ۴۶۰زرو ته پورته شو

امريکا کې په کرونا د اخته کسانو او ددې قربانيانو شمېر له بل هر هېواد زيات دی، خو د روغ شوو شمېر کچه په کې ټيټه ده

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د جانز هوپکینز پوهنتون د ارقامو له مخې له کرونا څخه د رغېدلو شمېر نږدې ۴۶۰زره کسانو ته پورته شوی دی.

د یاد پوهنتون ویبپاڼې له خوا خپاره شوي ارقام ښيي چې چین د نړۍ په کچه له یاد وایرس څخه تر ټولو زیات روغ شوي کسان لري، دغه هېواد کې له ۸۲زره مثبتو پېښو څخه ۷۷۷۳۸ تنه بیرته روغ شوي، او ۳۳۴۱ کسان مړه شوي دي.

دغه راز هسپانیا دویم هېواد دی چې له ۱۷۲۵۴۱ مثبتو پېښو څخه یې زیات ۶۷۵۰۸ وګړي بیرته روغ شوي دي، هسپانیا کې له کرونا څخه ۱۸۰۵۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د زیاتو روغ شوو وګړو په لیست کې جرمني هېواد په دریم نمبر دی، چې له ۱۳۰زره پېښو څخه یې ۶۸۲۰۰ کسان بیرته روغ شوي دي، دغه هېواد کې د مړینې کچه هم ټيټه ده.

ایران کې نږدې ۵۰زره کسان، ایټالیا کې ۳۵نیم زره، د امریکا متحده ایالاتو کې ۳۷زره او فرانسه کې نږدې ۲۸زره کسان له یادې وژونکې ناروغۍ څخه بیرته روغ شوي دي.

د جانز هوپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې امریکا په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې تر دې دمه یې د ۳ ملیونه کسانو معاینات ترسره کړي دي، دغه هېواد کې پراخه معاینات ددې لامل شوي چې تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې په کې راپور شوي، د مړو شمېر په کې له ۲۳زرو پورته شوی دی.

د يادونې ده چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې د کرونا نږدې دوه میلونه (۱۹۳۰۷۸۰) مثبتې قضیې ثبت شوي، چې ۱۲۰زره کسان یې وژلي او ټول (۴۵۹۰۱۵) تنه بیرته روغ شوي او عادي حالت ته ګرځېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x