افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد او مېلر له باجوه سره د افغان سولې په اړه غږېدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» او په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» د پاکستان د پوځ له مشر «جنرال  قمر جاوید باجوه» سره لیدلي او د افغان سولې په روانو هڅو یې ورسره خبرې کړې.

په اسلام اباد کې د امریکا د  سفارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا لیدنه نن د اپریل د میاشتې په څوارلسمه باندې شوې او په مهال یې خلیلزاد د افغان سولې په برخه کې د امریکا له لوري  د روانو هڅو په اړه مالومات ورکړي.

خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې د پاکستان د پوځ رهبري له دې هڅو بشپړ ملاتړ څرګند کړی او د افغانستان د شخړې سیاسي حل ته یې خپله ژمنتیا بیا ځلې تازه کړې.

خلیلزاد او مېلر چې تر دې وړاندې دوحې ته د طالب استازو لیدلو ته ورغلي وو، داسې مهال د پاکستاني پوځ له مشرانو سره ګوري، چې طالبانو په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول هغوی له توافقنامې په سرغړونې تورن کړي او د طالبانو له قوله، له جنرال مېلر سره يې په دې اړه «جدي» خبرې کړې.

د طالبانو او امریکا توافقنامه چې د فبروري په نهه ویشتمه نېټه په دوحه کې لاسلیک شوه، لا یې هم د امریکا له لوري ځینې شوې ژمنې د کاغذ پر مخ پاتې دي، بندیان له طالبانو سره له ژمنه شویو شرایطو سره سم ندي خلاص شوي او امریکایي ځواکونو د هیواد په بیلابیلو برخو کې په جګړه کې برخه اخستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

خليلزاد او ميلر دې دالخورو ته څشي ته ورځغلي، د باجوه او د پاکستاني پوځيانو يې په موږ او زموږ په هيواد څه ؟ په دې کي حتماً تر کاسه لاندي نيم کاسه سته، که نه وي، نو ولي زموږ کوم بل ګاونډي هیواد ته د افغان سولي په اړه نه ځي؟ پخوا که د افغان سولي په اړه پاکستان ته څه اړتياوه، وه به، خو اوس د دغو افغان دښمنو عناصرو مداخلې ته هيځ اړتيا نسته.

طوطی

ولی څه ضرورت دی چی باجوه سره د افغانستان د سولی په ارتباط خبری کوی؟ دا ځکه چی طالبان د پاکستان عسکر دی او یا شاید پدی خاطر چی ممکن پاکستان پر طالبانو باندی اثر ولری. نن سبا دا شلو کلو جنګ ټول افغانان هوشیار کړی او هر څوک پوهیږی چی څه چل دی څوک حال وایی او څوک نور هم بس الله د خیر کړی. مشران زمونږ ټول خرڅ شوی پدی کی خو هیڅ شک نشته.

غمی،پښتین

جوړ تازه،
اصلی د سولی ځای اسلام اباد او واشنګتن دی.ولس ته دا معلومه ده چه،
طالیب او دولت دواړو سره د سوله صلاحیت نشته،
طالیب او دولت فقط او فقط د افغان ولس وژنی صلاحیت لری،نور واک د پاکستان او امریکا دی،

جمیل

باجوه خوارکی به څه وکړی ، د طالبانو د استازو د ټرانسپورټ او د سولی لپاره د نورو تسحبلاتو هڅی خو کوی ، خو دا به هم امریکایانو ته ووایی : ما تاسو ته دمخه هم ویلی وه چی طالبان ډیر صادق او په خبره کلک خلګ دی پام چی تاسی سرغړونی ونکړی ، دا یی نتیجه سوه ، سبا او بل سبا نوی عملیات اعلانوی وخت ډیر لږ دی ، که وعده راکوی چی بیا سرغړونه نه کوی زه به کوښښ وکړم او دطالبانو سره به خبری وکړم ، خو هغوی هغه څه نه منی چی خوښ یی نوی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x