افغانستان

ناټو د «تشدد» د کموالي له غږ سره هم مهاله له حکومت سره درې میلیونه مرمۍ مرسته کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د ناټو قاطع ماموریت پر طالبانو باندې د جګړې د شدت د کموالي له غږ سره په یو وخت له حکومتي ځواکونو سره  درې میلیونه فیره مرمۍ مرسته کړې.

د قاطع ماموریت چارواکو پر ټویټر خپاره کړي پيغام کې لیکلي، چې د کورونا ویروس خپرېدل له افغان ځواکونو سره د قاطع ماموریت د مرستو مخه نشي نیولای او څلور ورځې وړاندې د ناټو له لوري د سپکو او درنو وسلو درې میلیونه مرمۍ حکومتي ځواکونو ته سپارل شوې.

په ورته وخت کې د ناټو سازمان عمومي سرمنشي «یسن سټولټنبرګ» بیا د طالبانو بریدونه زیان اړوونکي بولي او پر هغوی غږ کوي، چې له جګړې لاس واخلي، څو د امریکا او طالبانو تر منځ شوې هوکړه بشپړه عملي شي.

د سټولټنبرګ خبره، دوی د سولې له هڅو بشپړ ملاتړ کوي او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پيل په لټه کې دي.

ناټو داسې مهال له حکومتي ځواکونو سره مرستو ته دوام ورکوي، چې په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د امریکايي ځواکونو او د هغوی د همسنګرو د چاپو، هوايي بریدونو او عملیاتو په ترڅ کې ولسي وګړو ته درانه تلفات اړولي.

په ورته وخت کې طالبانو بیا له جنرال سکاټ مېلر او خلیلزاد سره لیدنې کړې او د توافقنامې د بشپړې عملي کېدو په تړاو یې ورسره «جدي» خبرې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Miragha mjrohe

که ریشتیا ووایم طالبانو خپله نه غوشته چی بندیان یئ آزاد سئ مخکشی تر توافقنامئ یئ نسوای کوالی چی دا شرط یی په یشئ وای چی زر یا یونیم زر بندیان باید اوس را خلاص سئ تر سو دلته زموژ نیظامیان هم باوری سئ په دی پروسی باندی چئ موژ توافق کوو نن به یی دمره مندی شیکایتونه نه وه، زه خپله د طالبانو سره پاته سوی یم دا زما یقین ده چی اوس آمریکا دا کوشش کوی کومه فاصله چی د پاکستان او طالبانو ترمنز ده دا ختمه جلا جلاء کری ورسته ور ته وهل د هر یو دیر… نور لوستل »

طوطی

دری میلیونه مرمی! د څه لپاره؟ د دی لپاره چی یو انسان پری ووژل شی. دی مرمیو ته څوک ضرورت لری هغه کسان چی د الله پاک په ملکیت کی تعرض کوی او د الله پاک بندګان پری ووژنی. دی مرمیو ته انسان وژنونکی ضرورت لری که په حکومت کی دی دا کثافت او که په نورو ډلو ټپلو پوری دی. کفار خپل تجارت کوی او د مرمیو تولیدی کمپنی یی شپه او ورځ کګیا دی مرمی تولیده وی. بیا مصرف کوونکی یی په دنیا ټول مسلمانان چی د یو بل پر ضد یی استعمال کړی، په افغانستان کی، یمن،… نور لوستل »

احمدشاه

طوطي دا ستا ماغذه خو ريښتيا هم چه د طوطي دي غټ يي درته ليکلي چه دا مرمي يي دولت ته ورکړي چه هغه افغانان، چه د وطن د ازادي په خاطر زمونږ سره جنګيږي تاسو دا مرمي دهغوي په مقابل کي استفاده کړي، مګري لکه ستاغوندي طوطيان ياهم نه پري پوهيږي اويا هم ځان په ناګاره اچوي ځکه چه خپلي ګتي په خطر کي ويني.

طوطی

احمد شاه ته: زما به څه ګټه وی چی په خطر کی یی ووینم. د طوطی په ژبه صرف طوطیا پوهیږی زما خبری ستا کوچنی عقل نشی هضمولای. یو وار زما خبری په دقت سره ولوله بیا د له ګیډی څخه خبری راوباسه.

جمیل

دا یی ورکړی څه به په وکړی ، تر دی یی ډیری ورکیدی څه یی په وکړل ، د ولسی شهیدانو جنازی دی پورته او کښته کیږی ، د اور او دزمری سره دا بی همته او بی ننګه غلامان نسی مخامخ کبدلای .
بلی خواته پخپله ناټو لکی په شا منډلی تښتی او تر شا بیا داسی یو څه ووایی( چی خره وخندوی) ، دا مکرجن احمق فاتحینو ته وایی له جګړی لاس واخلی . حیران پاته سو چی دا څومره عجیبه خلګ دی .

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x