افغانستان

کندهار؛ یوه اوونۍ وړاندې د کورونا د تشخیص لپاره د پرانستل شوي لابراتوار فعالیت ودرېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۹ل): په کندهار ولایت کې د کورونا د تشخیص په موخه پرانستل شوی لابراتوار د اړوندو توکو له نشتون سره مخ دی او فعالیت یې ټپه ولاړ دی.

دغه لابراتوار چې یوه اوونۍ وړاندې د روغتیا د وزیر «فېروزالدین فېروز» په لاس پرانستل شوی او په کار یې پیل کړی و، نن یې د کيټونو د نشتون له امله فعالیت ودرېد.

د لابراتوار یوه تن مسئول ازادي رادیو ته ویلي، چې دوی ته په لومړۍ ورځ د حوزې په کچه د ازموینې درې سوه کیټونه ورکړل شوي وو، چې استعمال شوي دي او که سبا ورته کيټونه ونه رسېږي ددوی فعالیت به ولاړ وي.

بل لور ته د کندهار ولایت د عامې روغتیا رییس «محمد اشرف نادري» بیا وایي، په بیا، بیا یې د عامې روغتیا له وزارت او د روغتیا د نړیوال سازمان له سیمه ییزو څانګو سره اړیکه نیولې او د کیټونو د تشخیص غوښتنه یې ترې کړې، خو دده په خبره، د هغوی له لوري دا مرسته نه ده ورسره شوې.

په کندهار کې د کورونا د تشخیص یوازېنی لابراتوار داسې مهال له فعالیت لوېږي، چې په دې ولایت کې د کورونا پېښې ورځ تربلې زیاتېږي او تر دې مهاله ۹۰ مثبتې پېښې پکې ثبت شوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x