روغتیانظــر

کرونا او نامسئوله چارواکي؛ د افغانستان مرکزي لابراتوار کې څه تیریږي؟

ډاکټر سيف الرحمان پښتون

يو څو ورځې مخکې مې په فیس بوک کې وليکل چې د يو مسلکي ماليکيولر بيالوجيسټ په حيث د کرونا وبا په خلاف په دې سخت حالت کې د خپل بى وزله ولس د چوپړ په موخه د عامې روغتيا وزارت سره د يو رضاکار (Volunteer) په توګه حاضر يم چې هر رنګه تخنيکي او مسلکي مرسته وکړم.

نو هم هغه وو چې ۳ ورځې پس د عامې روغتيا معين صيب پيکان را پسې زنګ و و واهه او راته يې ويل چې ته مالیکولیر بیالوجسټ (Molecular Biologist) يې؟

ما ورته ويل چې هو صيب زه ماليکيولر بيالوجيسټ يم او ۱۵ کاله په همدې څانګه کې يعنى د وايروس په تشخيص او تحقيق کې عملى تجربه لرم او الحمدالله زما تحقيق په ۲۰۱۱ کال کې د انګلستان په هيواد کې تايید شوې او د انګلستان په Virology Journal کې خپور شوی دی او په انټرنيټ کې د هغوى په سايټ کې اوس هم موجود دی.

ما ته معين صيب وويل چې ښه مونږ سره د کرونا مبارزه کې همکاري کولای شئ که نه؟

ما ورته ويل چې ولې نه معين صيب دا زما ولس دی، دا زما هيواد دی او زه د خپل ولس او هيواد په خاطر هرې قربانې ته چمتو يم، تاسې پر ما حکم وکړئ.

معين صيب پوښتنه وکړه چې ښه ته به څومره معاش او امتیازات غواړې؟

ما ورته ويل چې جناب معين صيب زه له تاسو نه معاش امتیازات او وظيفه نه غواړم. که تاسو زما مسلکى او تخنيکى مرستې ته اړتیا لرئ لرئ نو حاضر يم چې مرسته وکړم. معين صيب خوشال شو او مننه يې وکړه او راته يې وويل چې زه د خدماتو د چمتو کولو رياست رئيس ډاکټر خالد سعادتى صيب ته ستا شميره ور کوم او ورته وايم چې ډير ژ له تا سره يو ملاقات وکړي.

لنډه دا چې د خدماتو د چمتو کولو رياست رئیس هم راسره وليدل او وې ويل چې مونږ تا ته سخت ضرورت لرو. څرنګه چې په دې څانګه کې يو تجربه لرونکی ماليکيولر بيالوجسټ يې نو زه غواړم چې تاسو ته عاجل د کرونا د يو يونټ مشري درکړم، خو دا را ته و ایه چې معاش به څومره غواړئ؟

ما ورته ويل چې رئيس صيب معاش نه غواړم وړيا کار درسره کوم ډير خوشحال شو . هغه له ما و غوښتل چې خپله (CV) هغه ته ور ولیږم.

دا هر څه چې فيصله شو نو د خدماتو د چمتو کولو رياست رئيس بيرته وزارت ته لاړ.

خو بدبختانه بدبختانه چې لږ ساعت وروسته د مرکزى لابرانو امر ډاکټر ناصر خبر شو. هغه راغى او را ته ويې ويل چې ډاکټر پښتون زمونږ ټيم پوره دی او مونږ د هيچا همکارى ته اړتيا نه لرو، حال دا چې مرکزي لابراتوار په ټول افغانستان کې يو Molecular Biologist هم نه لري. دا خو پريږده خداى شته چې ډير سخت يې تهديد هم کړم. زه هک او حيران پاتې شوم چې ښه خدايه دا زه څرنګه انسان سره مخامخ شوی یم. په هر صورت ما ورته ويل چې ښه صيب سمه ده ته دلته امر يې او ستا خوښه.

خو دلته ما ته پوښتنه دا پیدا کیږي چې هغه امريکا چې مونږ ته خيرات را کوي، هغه د کرونا په هکله بى وسه ده او ټرمپ د چين ولسمشر ته زنګ وهي او مرسته ترې غواړي. هغه د نړۍ ستر مغرور انسان هم مات شو او د امريکا د ولس د بقا په خاطر يې چين ته د مرستې لاس ور اوږد کړ. خو د یو خیرات خور مامور کبر او مړ احساس ته وګورئ. زمونږ د مرکزى لابراتوار امر صيب وايي چې زمونږ ټيم پوره دې او مونږ د هيچا مسلکې او تخنيکې مرستې ته اړتيا نه لرو.

حال دا چې دوی په ټول افغانستان کې د مرکزى لابراتوارونو لپاره تر اوسه يو مسلکي ماليکيولر بيالوجيسټ هم نه لري.
که امیر ادعا کوي چې لري یې نو نه نو دا ګز او دا ميدان!

ما د امر د چلند او وروسته له ځانه سره و ویل چې سمه ده الله دې توفيق درکړي چې ټولې چارې په سمه توګه پرمخ بوزئ، خو الله دې تا ته هدايت هم نصيب کړي. زما په اند يا خو دوی وبا نه پيژني او يا د چوکۍ فکر او غم ليوني کړي دي. زه ډير ډاریږم چې خداى مه کړه خداى مه کړه داسې خلک به د خپلو شخصي ګټو په خاطر دا بى چاره ولس د يو ستر ناورين سره مخامخ کړي.

ما خپل فرض ادا کړل او خپل کوښښ مې وکړ. افغان بى چاره ولسه نور دې خداى مل شه!

په درنښت
ستاسو ورور
ډاکټر سيف الرحمان پښتون
کابل افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

الله تعالی دې تاته پوره اجر درکړي ، الله تعالی زمونږ کړيدلی ولس د دغه مردار خرو څخه خلاص کړي ، ورور هغوی حتماً ګمان کړی چې زمونږ غلاوو او خيانت زار درته افشاء شي نو ځکه ځواب درکړی .

جمیل

محترم ډاکټر صاحب !
الله تعالی دی تاسوته ستاسو د هغی مینی اجرونه درکړی چی تاسی یی د خپل مسلمان ولس سره لری .
ودی مغروره مفسدینو ته که مو ویلی وای چی معاش پوره غواړم او په فساد هم ښه پوهیږم نو چانس د کار و ، خو خبره بیا دا وه چی تاسو غوندی اخلاصمن به د دی مفسدو سره نوای چلیدلی او نه هم دوی ستاسو سره .
مرغه هغه سره الوزی چی بڼه یی سره ورته وی .

انجینرعظیم

ډاکټر سيف الرحمان پښتون صاحب سلام
آیا تاسو د کرونا ویروس په برخه کې هم په لابور کې تحققیات اوتجربه کړی؟
هیله کووم چه په دغه امیل ځواب راکړه
ingenieurazim@yahoo.de
په خورا درناوې

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x