افغانستان

په بلخ او غور ولایتونو کې ۳۱ تنه مسلح امنیتي سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۹ل): وسله وال طالبان وايي،د امنیتي ځواکونو د تسلیمۍ په لړ کې تیره ورځ په بلخ او غور ولایتونو کې ۳۱ تنه امنیتي سرتیري له خپلو وسلو او مهماتو سره ورته تسلیم شوي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې د غور ولایت شهرک ولسوالۍ په دهن مرغه سیمه کې ۷ تنه سیمه ییز پولیس(اربکیان) له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای ورته تسلیم شوي دي.

طالبانو دغه راز ویلي، د بلخ ولایت په چمتال، چهاربولک، خاص بلخ، کشندې او شورتیپې ولسوالیو کې هم ۲۴ تنه د ملي اردو او پولیسو سرتیري ورته تسلیم شوي، چې ددوی لخوا ورته امن کارتونه ورکړل شوي، ترڅو په ډاډه زړه خپل ملکي ژوند ته دوام ورکړي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په افغان حکومت د امریکا او نړیوالو مرستو له کمېدو سره همهاله د افغان ځواکونو په لیکو کې مایوسي او ناامیدي خپره شوې ده او همدا لامل دی چې ګڼ شمېر امنیتي سرتیري له خپلو دندو تښتي او یاهم طالبانو ته تسلیمیږي.

د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون د معلوماتو په بنسټ په تیره مارچ میاشت کې د پولیسو او ملي اردو د منسوبینو په ګډون شاوخوا ۷۰۰ تنه امنیتي سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د افغانستان ددفاع او کورنیو چارو وزارتونو وسله والو طالبانو ته د ملي او پولیسو د سرتیرو د تسلیمۍ په  اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تردې وړاندې په کابل کې ددفاع وزارت د جلب او جذب ریاست یوه چارواکي ویلي ؤ، په داسې یوه میکانیزم کار کوي، ترڅو د امنیتي ځواکونو له لیکو څخه د تښتېدونکو سرتیرو مخنیوی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x