افغانستان

په کرونا له اخته کېدو وروسته د کابل د والي مرستیاله قرنطین شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۹ل): په ټولنیزو چارو کې د کابل د والي مرستیاله او له کرونا وباء سره د مبارزې د کمیسیون غړې حنیفه ګیرووال هم په کرونا اخته او قرنطین شوه.

د کابل د والي ویاند ناصر مهري تیره ورځ رسنیو سره د خبرو پرمهال تایید کړه، چې په ټولنیزو چارو کې  د والي مرستیاله او له کرونا وایرس سره د مبارزې ولایتي کمیسیون غړې آغلې حنیفه ګیرو وال په کرونا ناروغۍ اخته شوې ده.

مهري زیاتوي، آغلې ګیرو وال تیره اونۍ له هغه وروسته روغتون ته ولاړه او د کرونا وایرس روغتیايي ازموینه یې ترسره کړه، کله چې په نوموړې باندې د کرونا وایرس کمزورې نښې ښکاره شوې.

د نوموړي په خبره د روغتیايي ازموینې پایله کې ښکاره شوه، چې ګیرو وال په کرونا اخته شوې او دامهال په خپل کور کې قرنطین شوې ده؛ خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ بولي.

ښاغلی مهري ټینګار کوي، چې د آغلې ګیرو وال درملنه روانه ده او په نیږدې وخت کې به یې دوهم ځلي روغتیايي پلټنې هم ترسره شي.

باید وویل شي، دا مهال په کابل کې د کرونا ۱۷۸ پېښې ثبت شوي، چې له دغې ډلې څخه ۱۱ تنه بیرته رغیدلي او ۶ تنه نور بیا وفات شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې تراوسه د کرونا وایرس ۷۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دغې ډلې څخه ۴۳ تنه بیرته رغیدلي او ۲۳ تنو نورو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x