افغانستان

مجاهد: راتلونکی نظام به د مسلمان ولس په خوښه وي

نن تکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۹ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د راتلونکي نظام د نوعیت په اړه پرېکړه به د افغانستان مسلمان ولس کوي، چې څه غواړي؟

ذبیح الله مجاهد له «روزنامه صبح کابل» سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې څرګنده کړې، چې طالبان په افغانستان کې یو داسې اسلامي نظام غواړي چې افغان شموله او د ولس په خوښه وي؛ خو دا خبره یې رد کړې چې ګویا دوی به د موجوده حکومت په چوکاټ کې مدغم شي، بلکه په خبره یې طالبان او نور ټول افغاني جهتونه به د راتلونکي اسلامي نظام برخه وي.

مجاهد د کرونا وایرس پرضد مبارزې باندې ټینګار کولو ترڅنګ ویلي، که ددوی تر کنترول لاندې کومه سیمه کې د کرونا وایرس خطر تثبیت شي، دوی تیار دي په هغه سیمه کې اوربند اعلان کړي.

د امریکا حکومت د هغه خبرداری، که طالبان له امریکا سره د سولې لاسلیک شوي تړون ته ژمن پاتې نه شي، امریکايي پوځیان به په افغانستان کې پاتې شي او جګړې ته به دوام ورکړي، په ځواب کې ذبیح الله مجاهد ویلي: «که امریکايان د سولې د تړون مطابق له افغانستان څخه خپل پوځیان ونه باسي، مونږ به هم لکه د پخوا په شان خپل جهادي عملیات ورباندې پیل کړو او د هغوی تر شړلو به ادامه ورکوو.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په داسې مهال د افغانستان د راتلونکي نظام د څرنګوالي او امریکايانو سره د سولې تړون په هکله څرګندونې کوي، چې ویل کیږي نړیوالې ټولنې او امریکا په افغان حکومت زور اچولی ترڅو خپلمنځي ستونزې حل او د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون مطابق طالب بندیانو آزادولو سره بین الافغاني مذاکراتو او دایمي سولې ته لاره هواره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

فَاسْتَمْسِكْ بِالَّـذِىٓ اُوْحِىَ اِلَيْكَ ۖ اِنَّكَ عَلٰى صِرَاطٍ مُّسْتَقِـيْمٍ (سوره الزخرف ۴۳)معنی:پس منګولی ولګوۍ په هغه څه چه وحی یی کولی سی بیشکه ته پرسمه لاره یی.رسول الله فرمایی :چه دقرآن عظیم شان په هدایت سره به قومونه دطرقۍ وبام ته وخیژی اودقرآنکریم دهدایت څخه غفلت کوونکی به دذلت وکنده ته ولویږی. وروڼودتابعینوتروخته(۱۵۰کاله)تنها پرقرآنکریم عمل کیدۍ تفسیرونه اومذهبونه نه وو داسلامی حکومت تراداری لاندی ۴۰ مملکتونه وو بیامفسدینو اسلام پرډلواومذهبووبیشۍ چه واضح دفرآنکریم سره په ټکرکی دۍ (سوره الروم ۳۲،-سوره الانعام۱۵۹،-سوره آلعمران۱۰۳،-۱۰۵)نوموږبای حطمی پرقرآنکریم عمل وکو،که موږاراده دقرآنکریم پرعمل وکوالله موږته توفیق راکوی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x