
پېغور«لنډه کيسه»
عزیز ودان
ټوپ یې وهل، تور دود یې له خیرنې پوزې ووت! په خوشکه یې وویل:
ـ لمن مې وسوزوله.
ناست وچ سړي وخندل؛
ـ شریفه نوشش! غوړ چرس دي، په هوا یې کړې!
وې ټوخل، په جړو ویښتو کې یې تورې ګوتې ورتېرې کړې.
ـ غوړ څه کوې، نوي کالي مې بغرۍ ودرول!
وچ سړي په پکه ککره لاس وواهه، په مسخره یې وویل:
ـ ویرېږه مه، ښځه هم نه لرې، چې درته غصه شي، د ملنګانو جامې شلېدلې ښه ښکاري.
تېز باد والوت، ډېران څخه سوړ بوی پورته شو .
شریف سیګرټ لایټر ورپورته کړ، سرې سترګې یې ورواړولې په غمجن غږ یې وویل:
ـ کاش ښځه مې درلودی، د “مه کوه! کور ته ژر راشه ” غږ به یې سخت خوند کاوه. اخخ!
وچ سړی مسک شو،
ـ امممممم، خو وې کړه!
ـ په څه یې وکړم؟ زه چرس ځانته نه شم پیدا کولی، ته ښځه یادوې! ولور خو ګورې، پوره دولس لکه روپۍ!
وچ سړي له سورۍ لمن څخه د سیګرټ یره څنډ وهله! په ملنډو یې وویل:
ـ له تا کشر ورور دې ښځه وکړه، ځان یې خوار کړ، مزدوري یې وکړه، ټول کلی یې صفت کوي، وایي: همتي هلک دی.
شریف له غصې تور شین واوښت، غاښونه یې وچیچل له ځان سره وبړید
ـ دا ورور ماته لوی پېغور وګرځېد، هر څوک یې راته مخکې ـ مخکې کوي، له د څخه باید ځان خلاص کړم. وچوت شو، ګړندي ګامونه یې واخیستل.
وچ سړي خریلې ږیره وګروله! په حیرانۍ یې وپوښتل!
ـ شریفه ! چېرته روان شوې؟ روژه خو هم نه یې کینه سړیه! سور خو یې اوس ونیو.
د شریف په دماغو کې چرس او دا جمله غبرګ تاوېدل: خواريکښ هلک، ټول کلی یې صفت کوي. ښځه او….
د ماسپیښ سیوري بېرته راګرځېدلي و ، د اوړي ګرمۍ خولې لګولې. درب شو، د لرګي صندق یې خلاص کړ، توفانچه یې ورپورته کړه، شاجور یې له سترګو تېر کړ، ډک و توفانچه یې په بډه ووهله. په منډه له کلا ووت.
ټنګ شو دروازه یې وروټکوله! له مقابل لوري څخه ښځینه غږ پورته شو:
ـ څوک یاست؟
ډډ غږ پورته شو.
ـ شریف یم وریندارې، دروازه پرانیزه!
ـ سمه ده.
شریف ښځې ته وکتل، په شونډو یې ژبه تیره کړه، پوزه یې کش کړه، ووې ویل:
ـ څه مو پخ کړي، روژه ماتي ته؟
ښځې په نرمه لهجه وویل:
ـ سابو.
ـ اممم زما د خوښې قطغ. ورور مې چېرې؟
ښځې مخامخ کوټې ته اشاره وکړه،
ـ هلته دی، لمونځ کوي.
شریف وخندل، یو شېبه غلی و، بیا یې وویل:
ـ وریندارې! نن روژه نه یم، که مزاحمت نه وي، ډوډۍ راتیاره کړه، زه دننه ورور ته ورځم.
ښځې د شریف خیرنو ویښتو ته وکتل، بیا یې وویل:
ـ سمه ده!
درز شو، سوړ زګیروی پورته شو، ښځې چغې کړې، شریف د ورور له سر څخه توفانچه لرې کړه، ښځې منډه کړه، کوڅه کې ډله خلکو، منډې راوهلې ښځې ویښتان شلول:
ـ خاوند یې راوواژه
شېبه وروسته ډله خلک ولاړ و، شریف غږ کړ،
ـ دا روژه خور و، روژه یې خوړه ځکه مې وواژه. بیا یې له سبو ډکې کاسې ته ګوته ونیوله.
جمعه وروسته شریف، خپله وریندار ځانته په نکاح کړه.
پای
عزیز ودان