روغتیانړۍ

د کرونا وبا په اړه ناسم معلوماتو خپرول، ټرمپ پر روغتیا نړیوال سازمان بودیجه بنده کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکې ولسمشر ټرمپ تېره شپه د کرونا وبا په اړه په خبري کانفرانس کې د روغتیا نړیوال سازمان د چین په ملاتړ او ناسمو معلوماتو وړاندي کولو تورن کړ او پر دغه سازمان یې د امریکې له لوري بودیجه بنده کړه.

ټرمپ وویل، زه نن د روغتیا نړیوال سازمان تمویل بندوم، تر څو د کرونا وبا په اړه د دغه سازمان د ناسمې ادارې بیا اروزنه وشي او د کرونا وبا په اړه د معلوماتو پټولو پوښتنه ځیني وشي.

د ټرمپ په وینا د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا په اړه ډیر ناسم معلومات په لومړیو کې خپاره کړل.

د رسمي شمیرو له مخې امریکا د روغتیا نړیوال سازمان ته هر کال ۴۰۰ ملیونه ډالر ورکوي چې ددغه سازمان د ټولې کلنۍ بودیجې ۱۵ سلنه برخه جوړوي.

د ټرمپ د څرګندونو سربېره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري هم د روغتیا پر سازمان ډیر تورونه لګېدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په وینا د یاد سازمان غلطو معلوماتو له وجې ډیر بشري تلفات ورسیدل، دوی ډیر ناوخته د روان کال ۲۰۲۰ د مارچ میاشتې په ۱۱مه نیټه کرونا یوه وبا وبلله، په داسي وخت کې چې چین دوی ته د تیر کال په دیسمبر میاشت کې د کرونا د انتشار خبر ورکړی وو.

او زیاته یې کړه: مونږ ډیر متاسف یو، تایوان هیواد په دیسمبر میاشت کې نړیوال سازمان ته خبر ورکړی وو چې کرونا د یوه انسان څخه بل ته انتقالیږي، او هغوی د ووهان ښار د ډاکټرانو مثال ورکړی وو. خو ددې پر ځای چې د روغتیا نړیوال سازمان د تایوان خبره ومني، د تایوان سیاسي مخالف هیواد چین ته یې اولویت ورکړی وو او د هغوی ناسم معلومات یې نړۍ ته ورکول.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا یاد سازمان د روغتیا په نړیواله وبا کې سیاست ته اولویت ورکړ او نتیجه یې په نړۍ کې د وبا خپرېدل وو.

تایوان چې ځان مستقل هیواد بولي، د صحت نړیوال سازمان د یوه مستقل هیواد په توګه عضویت نه ورکوي بلکې د یوه څارونکې په توګه یې پيژني چې د امریکا په وینا دا هم د چین د سیاسي فشار له امله کوي..

بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي ګوتیرش د ټرمپ د پریکړې په اه ویلي، اوس مناسب وخت نه دی چې د نړیوال سازمان بودیجه کمه کړل شي، اوس ددې وخت دی تر څو نړۍ په ګډه د کرونا وبا او د هغې د بدو پایلو په اړه ګډه مبارزه وکړي.

بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان مشر «تیدروس» پر نړیوالو غږ کړی چې اوسنی حالت سیاسي نه کړي او امریکا باید د سازمان تمویل ته ادامه ورکړي.

باید وویل شي چې د کرونا په وبا د اخته شویو کسانو شمیر تر ۲ ملیونو واوښت چې له امله یې تر اوسه تر ۱۲۱ زره زیات کسان مړه شوي چې د هغو څخه یې یوازي په امریکا کې تر ۲۵۳۰۰ زیات کسان دي.
تېره ورځ په امریکا کې ۲۲۲۸ کسان د کرونا له وجې مړه شوي دي.

په نړۍ کې د کرونا وبا تازه شمیرې:

[cvct]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x