دیني، سیرت او تاریخ

د معاصرې اسلامي نړۍ ځلانده ستوری، شهید امام حسن البنا

ترتیب او راټولونه: نبي الله ارغندیوال

امام شهید حسن البنا د اسلامي وېښتابه ځلانده ستوری وو، چې په خپلو ځلاندو هڅو یې ټوله اسلامي نړۍ وځلوله؛ دا ستر امام په ۲۰ مه میلادي پېړۍ کې یوه الهي پېرزوینه وه. د امام حسن البنا د ژوند هر پړاو کې ستر، ستر درسونه پراته دي، دی په څو کلونو کې د داسې ژمنو او مخلصو ملګرو لرونکی شو، چې روزنه یې له الهي مرستې پرته ناممکنه نه وه.

په هر فکر کې اخلاص تر هر څه ډېر مهم وي، چې امام حسن البنا فکر له دې اړخه هېڅ کمی نه لاره، حتی تر دې چې هغه او د هغه همفکران داسې وروزل شول، چې خپل ځانونه یې له دې فکر څخه قربان کړل او کوي یې.

امام شهید حسن البنا ښه حافظه لرله، هر څه به یې ښه زده کېدل، پر ځان یې له حده ډېر اعتماد لاره، همېشه یې هڅه کوله چې له ملګرو سره ټینګه اړیکه ولري، اقتصادي حالت یې ښه نه وو، خو سخي وو، په ورځ کې یې څلور ساعته خوب کاوه، هر څه یې چې مخې ته کېښودل خوړل یې.

په ساده کالیو کې به ګرځېده حتی پیوندونه به یې هم لرل، خو همېش به پاک وو؛ هغه اسلام په خپلو اخلاقو او عمل کې ښکاره کاوه، همدا لامل وو، چې په ډېره لنډه موده کې یې ډېر مخلص کسان ځان ته راجلب کړل او د میلیونونو کسانو لارښوود شو.

امام حسن البنا په ۱۹۰۶م کال مې د مصر په البحیره ولایت کې په یوه دینداره کورنۍ کې سترګې وغړولې، پلار یې شیخ احمد عبدالرحمن البنا د خپل کلي له مشهورو علماوو څخه وو، چې د حدیثو په اړه یې ډېر کتابونه لیکلي دي.

څرنګه چې د امام حسن البنا پلار لوی دیني عالم وو، نو د ده د علم تاثیر په امام حسن البنا کې هم جوت وو، د هغه ماشومتوب هم علمي ماشومتوب وو، نوموړي په وړوکوالي کې ډېر قراني آیتونه له تفسیر سره زده کړي وو، له څوارلس کلنۍ مخکې د قرآن پاک حافظ او هم یې ډېر احادیث حفظ کړي وو.

شهید امام حسن البنا له وړوکوالي له اسلام او وطن سره بې کچې مینه لرله، دی د خپلو ټولګیوالو په منځ کې یو دروند او باشخصیته هلک وو او ټولو ته به د ټولګي د مشر په څېر ښکارېده.

نوموړي له کوچینوالي یو منظم اسلامي کار پیل کړی وو، دې خپل ملګري راټول کړي وو او یوه وړوکې ټولنه د جمعیه الاخلاق  په نوم جوړه کړې وه، چې د خپلو ملګرو له لوري د دې جمعیت مشر ټاکل شوی وو، چې دا جمعیت یوازې تر مکتب پورې منحصر وو.

شهید امام وغوښتل چې داسې یوه ټولنه جوړه کړي چې تر مکتب د باندې نور خلک هم برخه واخیستلی شي او د ټولنې د اصلاح لپاره کار وکړي، همدا وو چې، یوه بله ټولنه یې د جمعیه منع المحرمات  په نامه جوړه کړه.

دوی به خلکو ته د حرام کار د بندولو لپاره لیکونه لېږل او هغوی به یې د حرام کاره ژغورلو لپاره هڅول او همداسې نورو کارونو لپاره….

د دوی لیکونو به په خلکو ډېر تاثیر کاوه، ځکه دوی به هره خبره په آیت او حدیث سره ثابته کړې وه.

کله چې امام البنا د مدنهور دارلمعلمین کې داخل شو، هلته یې خپل فعالیت لا پراخ کړ او یوه لویه ټولنه یې د جمعیه الحصافیه الخیریه په نوم جوړه کړه.

کله چې نوموړي دارلمعلمین پایته ورساوه او قاهرې ته په ۱۹۲۳م کال کې د لوړو زده کړو لپاره ولاړ او هلته یې دارلعلوم العلیا کې داخله واخیسته، نو دلته هم غلی کې نه ناست او په جمعیه مکارم الاخلاق الاسلامیه کې( چې په مصر کې یو لوی اسلامي جمعیت وو) برخه واخیسته.

د شهید امام د فکر په روزلو کې د نوموړي پلار شیخ احمد عبدالرحمن البنا، شیخ محمد زاهران، شیخ ابوشوشه، شیخ عبدالوهاب او… ډېر رغنده رول لوبولی دی.

حسن البنا ته د اخوان المسلمین فکر د دارلعلوم په وخت کې پیدا شو، کله چې نوموړی ترې فارغ شو نو د اخوان المسلمین په څېر د یو حرکت د تاسیس اړتیا یې حس کړه.

نوموړي په یوه لیکنه کې چې سرلیک یې( له فراغته وروسته څه هیلې لرې) لیکلي وو: له دارالعلوم وروسته دوه هیلې لرم، یوه یې خاصه او بله یې عامه.

لومړی خاصه: څومره چې مې له لاسه کېږي د خپلې کورنۍ او خپلوانو د خوښولو لپاره به هڅې وکړم.

دوهم عامه: په ورځ کې د ماشومانو لارښوونه او روزنه او په شپه کې د پلرونو روزل څو د دوی ژوند کې خوښي رامنځته کړم، چې په دې هیله کې له ډول، ډول لارو نه استفاده کوم یو د تفسیر او خبرو اترو له لارې او بل د کتاب لیکلو او سیاحت له لارې.

د حسن البنا فکر په واقعیت بدلېدل:

کله چې امام حسن البنا دارلعلوم پایته ورساوه، هغه په دې فکر کې شو چې یو داسې خوځښت جوړ کړي، چې له یوې خوا مسلمانان له انحراف څخه اصلي لارې ته راواړوي او له بلې خوا وکولی شي سیاسي اصلاح منځته راولي او بېرته اسلامي خلافت را ژوندی کړي.

دا هغه وخت وو، چې په زیاته اسلامي نړۍ اور بل وو، ډېری اسلامي هېوادونه د کفري هېوادونو لخوا تر استعمار لاندې وو، لکه ایټالیې په لیبیا حمله کړې وه او شعار یې د اسلام له منځه وړل وو، فرانسې او مراکش په ډېری اسلامي هېوادونو خېټه اچولې وه، ایران د انګلستان او روسیې ترمنځ وېشلی وو، هندي مسلمانان د انګرېزانو تر استعمار لاندې وو او داسې ډېر نورې بېلګې….

په دې وخت کې داسې کوم خوځښت نه وو، چې مسلمانان سره یو ځای کړي، نو اخوان المسلمین په داسې وخت کې په فعالیت پیل وکړ. امام حسن البنا به په لومړي سر کې د جومات پر ځای بازارونو کې دعوت کاوه، ځکه یو خو دلته خلک ډېر وو او بل په دې وخت کې جوماتونو ته مذهبي اختلافات ننوتي وو.

لوی محدث ناصرالدین الاني وایي: (حسن البنا په ځوانانو لوی احسان کړی، همدا حسن البنا وو، چې ځوانان یې له قهوه خانو، سینماګانو او نورو ځایونو څخه د اخوان المسلمین په دعوت راټول کړل).

امام حسن البنا چې د اسلام اصلي مفهوم یې خلکو ته وړاندې کاوه او خلک ترې متاثره شول او لږ لږ یې مریدان پیدا کړل، یو ځل له شپږو ملګرو سره ناست وو او دوی د اسلام د خدمت لپاره یې ژمنې وکړې، امام حسن البنا دوی ته وویل: چې موږ د اسلام د خدمت په لار کې ورونه یو نو موږ(اخوان المسلمون) یو، هغه شپږ نفر چې امام حسن البنا ورسره اخوان المسلمین تاسیس کړ دا دي: حافظ عبدالحمید، احمد الحصیري، فواد ابراهیم، عبدالرحمن حسیب الله، اسماعیل عز او زکي المغربي.

دوی له تعهد وروسته منظم اسلامي کار شروع کړ او اخوان المسلمون له همدې ځایه یعنې اخوان المسلمین تاسیس کال ۱۹۲۸م دی.

اخوان المسلمین کوښښ کاوه چې ټولنه په قران او سنتو برابره جوړه کړي، د دې هدف لپاره یې عملي مبارزه شروع کړه، د مسلمانو ځوانانو د ویښولو لپاره یې بېلا بېلې طریقې په کار واچولې، د هلکانو او نجونو د تعلیم لپاره یې مکتبونه او مدرسې جوړې کړې، بیلا بېلې چاپي نشریې یې خپرولې او هم امام حسن البنا کلي په کلي ګرځېده چې په دې لړ کې یې په ۱۵ کلونو کې وتوانېد چې دوه زره مصري کلي وګوري او د دعوت په اړه ور سره وغږېږي.

د اخوان المسلمین فعالیت په لنډ وخت کې د نړۍ هر کونج ته ورسېد، ځکه په دې خوځښت کې اخلاص، اسلامي عهد او رېښتیونولي موجوده او د اسلام رېښتینې څېره یې خلکو ته روښانه کوله.

امام حسن البنا په دعوتي کارونو کې دومره مصروف وو، چې خپلې کورنۍ ته به یې هم په ډېرې سختۍ رسیده ګي کوله، خو بیا یې هم ځینې کتابونه لیکلي دي.

استاد عبدالبدېع قصر وایی: (یوه ورځ مو له شهید حسن البنا نه پوښتنه وکړه ولې ډېر تالیفات نه لرې؟ البنا وویل: زه د انسانانو په تالیف مشغول یم… بیا دې هغوی کتابونه تالیف کوي).

خو د دې سره سره یې بیاهم لاندې تالیفات کړي:

الماثورات، احادیث الجمعه، المرآه المسلمه، تحدیدل النسل، السلام في الاسلام، مباحث في علوم الحدیث، قضیتنا، الرسایل، رسالته المنهج، رسالته الانتخابات، مقاصد القرآن الکریم او مذکرات الدعوه والداعیه(د امام حسن البنا یادښتونه، مخکې تر دې چې دا کتاب مکمل کړي او چاپ ته یې تیار کړي، شهید شو، خو بیا هم په نیمګړې بڼه له چاپه راووت).

د امام حسن البنا په اړه په لسګونو کتابونه، په زرګونو مقالې لیکل شوي او هم په لسګونو مستند فلمونه پرې جوړ شوي دي.

کله چې امام حسن البنا د فلسطین د آزادۍ لپاره جهاد شروع کړ او د صیهونستي ځواکونو په مقابل کې د اخوان المسلمین ځوانو مجاهدینو ډېر په اخلاص وجنګېدل او یهودو ته یې غټه ضربه ورسوله، یهود ډېر ورخطا شول او د غرب په مرسته یې په مصر فشار راوړ، چې د اخوان المسلمین مشران شهیدان او بندیان کړي او دا مبارک حرکت لمنځه یوسي. همدا وو چې په ۱۹۴۸م کال کې د مصر حکومت اخوان المسلمین منحل اعلام کړ او مشران یې بندیان او د دوی ملکیتونه یې مصادره شول.

چې په دې لړ کې د مصر ظالم او غرب پاله حکومت امام حسن البنا په ډېر چل او فریب سره په ۱۹۴۸م کال کې په ډېرې بې رحمۍ شهید کړ په داسې حال کې چې څلور ساعته یې له ټپونو وینې بهېدلې او ډاکټران پرېنښودل شول، چې مرسته ور سره وکړي.

خو دوی په دې نه پوهېدل چې حسن البنا میلیونونه خلک روزلي دي او دا لړۍ نه ختمېدونکې ده، شهید سید قطب په وینا یو فکر هغه وخت ژوندی کېږي، چې د مفکر په وینو خړوب شي، شهید حسن البنا هم د خپل فکر په خپلو وینو خړوب کړ او ټولې نړۍ ته یې د قربانۍ لوی درس ورکړ.

روح دې ښاد او فکر دې یې تر ابده ژوندی وي!

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x