افغانستانروغتیا

تیر څلورویشت ساعتونه په افغانستان کې د کرونا ۷۰ پيښې ثبت شوي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایی په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې ۷۰ نوي پيښې ثبت شوي دی او تر اوسه د ټولو پيښو شمیر ۷۸۴ ته رسیدلی دی.

په اویا نویو پيښو کې ۳۱ کابل، ۲۲ هرات، ۳ کندهار، ۳ غزني، ۲ وردګ، ۲ کنړ، ۱ فاریاب، ۱ رزوګان، ۲ نیمروز، او یوه بغلان کې ثبت شوې ده.

د وزارت د شمیرو له مخې په کابل کې تر اوسه ټولې پيښې ۲۰۹ دي چې د هغو څخه ۶ تنه مړه شوي او ۱۱ تنه جوړ شوي دي.

د ټول هیواد په سطحه تر اوسه ۴۳ تنه ژغورل شوي او ۲۵ تنه مړه شوي دي.

په افغانستان کې د تشخیص اسانتیا د کمښت له وجې ویره ده چې دغه شمیرې به تر رسمي شمیرو ډیرې زیاتې وي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د پراخ اداري او مالي فساد له امله دا اندېښنه هم شته چې د کرونا لپاره د نړیوالو څخه په را جلب شویو مرستو کې پراخ فساد وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x