افغانستان

د زندانونو چارو د تنظیم اداره: د کورونا د مخنیوي په موخه زرګونه بندیان خلاص شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د زندانونو چارو د تنظیم اداره وایي، د اشرف غني د فرمان په اساس او د کورونا د مخنیوي په موخه تر دې دمه څه کم پنځه زره زندانیان د افغانستان له زندانونو خلاص شوي.

یو شمېر رسنیو د یادې ادارې له لوري د خپرې شوې اعلامیې په بنسټ لیکلي، چې تر دې دمه د افغانستان له زندانونو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون  ۴۵۱۸ زندانیان د اشرف غني له فرمان سره سم خلاص شوي.

اعلامیه کې وړاندې ادعا شوې، چې په زندانونو کې د کورونا هیڅ مثبته پېښه نه دی ثبت شوې او د زندانیانو د تراکم د کمولو او  د ناروغي د خپرېدو د مخنیوي په موخه په اویا میلیونه افغانۍ بودیجه باندې د پلچرخي زندان دننه د دوو ساختمانونو د جوړښت چارې پيل شوې.

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې اشرف غني د یوه فرمان له لارې امر ورکړ، چې له کورونا سره د مبارزې په موخه دې لس زره تنه زندانیان خلاص کړل شي.

بل لور ته په هیواد کې د کورونا د پېښو له زیاتېدو سره هم مهاله داسې اندېښنې هم شته، چې ښایي دا مرګونې ناروغي زندانونو ته سرایت وکړي او هلته یوه انساني فاجعه رامنځته کړي.

څو ورځې وړاندې هم د پکتیا ولایت په مرکزي محبس کې زندانونو د کورونا له ویرې بغاوت کړی وو، خو وروسته زندانیان د زندان د منسوبینو له لوري شدید وهل شوي ټکول شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x