افغانستان

پمپيو: افغانستان کې لا هم د القاعده شبکې غړي شته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وری، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» وایي، په افغانستان کې دننه لا هم د القاعده شبکې څو سوه خلګ شتون لري.

پمپیو دغه څرګندونې له یوه راډيویي چینل سره د مرکې په مهال کړې، ده ویلي، چې د افغانستان دننه د القاعده شبکې څو سوه غړي لا هم فعالیت لري، خو امریکا ترې د ځان ساتنې لپاره هلته د لسګونه زره پوځیانو اړتیا نه ویني.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان جګړه د القاعده د ځپلو لپاره پيل شوې وه او اوس هم ځیني داسې کړۍ شته چې د امریکا پر متحده ایالاتو د برید پلان لري.

د پمپیو له قوله، طالبانو ته یې ویلي، چې له القاعده سره به اړیکې پرې کوی او هغوی هم دا ورسره منلې.

پمپیو داسې مهال په افغانستان کې د القاعدې د سلګونه غړو د شتون خبر ورکوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ په لاسلیک شوې توافقنامه کې طالبانو ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د داسې کړیو استعمال ته نه پرېږدي، چې امریکا او متحدینو یا نړیوال امنیت ته خطر وي.

طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی، چې  دافغانستان دننه بهرني جنګیالي شتون نلري او نه یې هم دوی په صفونو کې استخداموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x